essay
د اوسنۍ شاعرۍ د ازاد شعر د برداشت شپږ مفهومي زاویې او دوه کوډونه
د ازاد شعر برداشت یوازې د شعر په سطحي تشریح پورې محدود نه دی، بلکې لوستونکی د شعر له پیل څخه تر پای پورې په یوه متحرک فکري، احساساتي او هنري تجربه کې برخه اخلي. په دې توګه، د شعر د برداشت علمي تحلیل د ادبي تجربې ژورتیا او د لوستونکي د فکري درک او ځواک څرګندوي، چې دا د ازاد شعر د مطالعاتو په برخه کې یوه نوې او ارزښتناکه اضافه کیدلای شي.
