کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

منډه

بې خطره ده که څه هم سرې او شنې لمبې له تيږو نه وباسي

رسالت کلتوري مرکز۴۱
منډه cover

منډه

بې خطره ده که څه هم
سرې او شنې لمبې له تيږو نه وباسي
د آس مسته جلالي جمالي منډه مې خوښيږي
خو چې پښې د کوم سپاره يې
په رکاب کې بندې نه وي
د لاس تورو او نېزو يې ماتې ماتې
د کوم پلي د زخمونو
په جامونو تندې نه وي
چې دا آس هم لاندې لاندې
نه تر زين او نه تر واک وي
جانانه، وحشي ښاغلی او خپلواک وي
منډه منډه يې تصوير د خبلواکۍ وي
چې نفرت يې سراسر له بلواکۍ وي
د عربو قصيدې يې
و جمال ته نه رسيږي
و جلال ته نه رسيږي
چې له نازه لومړۍ منډه لنډه واخلي
او دويمه په ادا پسې اوږده کړي
چې ‌ذوقمنو ته ورياده
د پښتو ژبې ټپه کړي

خو د پړانګ او د زمري منډه که څه هم عجيبه ده
ډکه ډېره له پرتم له هيجانه
چې په شړنګ وي په هوسۍ پسې روانه
دغه منډه مې وي هغه مهال خوښه
چې ناکامه راستنه شي له میدانه
او هوسۍ ترينه ځان وباسي په منډه
د ژوندون تر بيابانه

پيرمحمد کاروان

دا مطلب شریک کړئ

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر