کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د اکرام الله ګران په شعر او شخصيت شمېرلې خبرې

شاعري د انسان د احساساتو ژبه او د ما قبل تمدن د بشري ژوند یادګار دی. په داسې صورت کښې مونږ ته وئیل پکار دي چې د ګران صاحب ‘لا شخصیت’ د هغه د خالص شاعرانه شخصیت مترادف دی او هېڅ یو شاعرانه شخصیت فطري طور متشدد، سخت ګیر او سخت دریځ نه شي کېدی؛ البته معصومیت يې خاصه او لازمه وي.

رسالت کلتوري مرکز۳۴
د اکرام الله ګران په شعر او شخصيت شمېرلې خبرې cover

څوک که مې وژني زه يې لاس نه نیسم
زما په یو حالت کې شر نه لګي

د فنکارانو په خاصیتونو د غور کولو په وخت زمونږ ذهن سم له واره د فن او شخصیت په دوو بېلو بېلو لیکو تقسیم شي – بیا نو مونږ هڅه کوو چې د فنکار شخصیت بېل او د هغه فن په بېل ډول د بحث لاندې راولو یا بیا زیات نه زیات دا کوشش کوو چې د فنکار شخصیت د هغه د فن او د هغه فن د هغه د شخصیت له لارې ثابت کړو.
شاعري د انسان د احساساتو ژبه او د ما قبل تمدن د بشري ژوند یادګار دی.
په داسې صورت کښې مونږ ته وئیل پکار دي چې د ګران صاحب ‘لا شخصیت’ د هغه د خالص شاعرانه شخصیت مترادف دی او هېڅ یو شاعرانه شخصیت فطري طور متشدد، سخت ګیر او سخت دریځ نه شي کېدی؛ البته معصومیت يې خاصه او لازمه وي.

موږ وينو چې ګران صاحب په خپل پورتني شعر کې د داسې شرافت او معصومیت په لوړه ولاړ دی، چې د عصري شخصیتونو د وړو وړو سوچونو د وس کار نه دی؛ ځکه چې عصري شخصیتونه د عصري تعصباتو د خپلو خپلو مېدانونو پابند وي.

ارواښاد اکرام الله ګران صاحب په مينه مين انسان و او همدا وجه وه چې ويل به يې "زما په يو حالت کې شر نه لګي"

کله کله خو به يې خپل همدې فکر ته د عاميدو لپاره په ځان هم رحم نه راته او ويل به يې:
د ګران زړګیه! ټق چاودلی ښه یې
خو چې خفه د ښکلو زړونه نه شي

ګران صاحب په خپل دې شعر کې هم د ښکلا په خاطر د خپل زړه او خپلو جذباتو د قربانۍ ورکولو حد کړی دی.
د نن دور انسان چې د خپلو مفاداتو نه د متعین شوو منفي جذباتو خاوند دی. ايا د نن دور انسان به په خپل وړوکي غوندې زړه او محدود شخصیت کې د عشق دومره پرېمانه جذبه راغونډه کړلې شي؟
 د ګران بابا په دې شعر کې یواځې د مال دولت د قربانۍ خبره نه ده شوې بلکې شاعر یا د شعر کردار د خپلې هستۍ باره کې هم د مدعیت نه دستبرداره شوے دی.
هم دغه فکر د شاعر ‘لا شخصیت’ دی او د شاعر دا ‘لا شخصیت’ په خپل ځان کې د لویو لویو شخصیتونو څخه لوی او بې پایانه دی.
په دې لحاظ ګران باچا او د هغه شعریت که څه هم نېغ په نېغه د رومانیت مترادف نه دي خو د رومانیت د ایډیال ژوند ژوندي تجسیمات ضرور دي.
د ګران بابا چې شخصيت څنګه د تشدد له اوره خالي و همدومره عاطفي او مينه مين هم و. بابا د خپل دريځ وضاحت ترڅنګ په دې شعر کې نورو ته پيغام ورکوي او د ژوند کولو لپاره معقوله لار په ګوته کوي.
 ليکوال: بخت جمال کريمي

 


دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

اکرام الله ګرانپښتانه شاعرانپښتو ادبياتپښتو ژبهپښتني کلتورژبه او هنرپښتو شعرادبي ناستې او غونډېپښتو غزلځوان شاعران

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر