د ګل تصویر چې د لمبو په آینه جوړووم
نوي ژوندون ته د ګنا صنم خانه جوړووم
ټوټې ټوټې وجود ته نور د کتو تاب نه لرم
د خپل تاریخ دې سرمایې نه خزانه جوړوم
چې د زړه وینې په کې ستا تر شونډو ورسوم
د مخ د خال نه به دې داسي پیمانه جوړوم
جانانه لږه دې ایساره کړه ځواني د حسن
ستا ارمانونو له به خپله زمانه جوړووم
چې مړی هم پرې اتڼونه او رقصونه وکړي
ستا غوڅې ژبې ته به داسی ترانه جوړووم
پښتنو ډول او سورنا راوړئ په اشر راوځئ
د خپل وطن د نوم پریوتې استانه جوړووم
چې مې په دار کړي او ځواني مې کړي سنګار په وینو
ستا اشارې ته به څه داسې بهانه جوړووم
سائله بې له مینې نه ځي قافله د ژوندون
اوس به له هر چانه د مینې دیوانه جوړووم
دا مطلب شریک کړئ
