خوب یې تښتېدلی و، څو ځلې یې بالښت یوې او بلې خوا ته واړاوه، خو په سترګو کې یې د خوب هېڅ نښه نه وه، د کور ټول غړي ویده وو، غصې نور هم تنګ کړ، د سهار ۸ ساعته کار یې وریاد شو.
په اړخ واوښت، سترګې یې پټې کړې، خپل ماشومتوب ته ستون شو، پلار تر ګوتې نېولی و، لویو ګامونو وړو قدمونو ته پر لارې د تګ چل ورښودلو، ناڅاپه یې د بوټ څوکه راوتې کوچنۍ تېږې ته بنده شوه، تېندک یې وخوړ، خو نیولي لاس ځمکې ته پرېنښود، بېرته رانیغ شو، پلار په مهربانۍ وویل، زویه، مخې ته دې ګوره
سترګې یې خلاصې کړې، ځان سره یې وویل، ای کاش هغه وخت بیا راتلونکی وای، چې ورځ مې له همزولو سره په لوبو تېره کړې وای او د شپې دومره در نږدې شوی وای چې ستا د وجود بوی مې احساس کړی وای.
رښتیا وایم، په ډېرو فروشګاو وګرځېدم، ډېر عصري او قیمتي عطرونه مې استعمال کړل، خو هغه خوږ بوی چې ما ته یې د ارامۍ او سکون احساس راکاوه، په هیڅ قیمت او هیڅ مغازه کې مې پیدا نکړل.
د ماشومتوب د وخت هره کوچنۍ خوښي ورته د اوس وخت د یو لوی جشن په پرتله قیمتي او باارزښته ښکاریده، اوس چې خپله پلار و، د نارامۍ او ژور خفګان احساس یې درلود، د خپلو اولادونو له شور تنګ و، د ښار له بېروبار او د دفتر له کار نور بیخي ستړی و، دوامداره کار ورته ژوند بیخي بې مانا کړی و.
ماشوم د پشه خانې څخه وتلې ښې پښه په ځان پسې راټوله کړه، وسونګېدو، سړي د مبایل په رڼا د پشه خانې پېځه د توشک لاندې کړه، ښځې د مبایل رڼا په لېدو سترګو ته لاس ونیول او ویې ویل، ته بیا نه یې اوده شوی، مبایل لرې کړه، خوب دې تښتوي.
سړي هیڅ ونه ویل، بالښت یې ور سم او اړخ یې بدل کړ، د خوب ورکېدو له امله ورغلې غصه یې هېره شوې وه، هغه په وېښه له خپل پلار سره خبرې کولې، مسک شو، پوهېږې پلاره، زه اوس ستا خویونه کوم، خپله ستړیا او خفګان پټوم، کټ مټ لکه تاغوندې، یاد مې شي کله به چې له کاره ستړی راغلې، ځان به دې داسې ښودو لکه ټوله ورځ دې چې په خوب تېره کړي وي، د کار کالي به دې وویستل، مخ ته به دې اوبه واچولې، بیا به دې زموږ د ښوونځي او درسونو پوښتنې پیل کړې، ان تر کورنۍ دندې به دې پوښتلو.
څومره ښه وخت و، موږ به دې له پښو تاو شو، هله پلاره لمر لا جیګ ولاړ دی، موږ بېرون بوځه.
زه هم ستا په خوی یم، خپله ستړیا او خفګان پټووم، خپلو ماشومانو سره چل کوم، هغوی تېر باسم، لکه تا چې موږ تېر ویستلو.
ګرانه پلاره!
رښتیا ووایم د ژوند ستړې مې نه درته ویلې، خو مجبور یم، ویریږم چې فکر ونکړې چې بدل شوی یم، ما کور او وطن بدل کړ، خو فکر مې نه بدلیږي، ستا نصیحت مې ټېنګ په غوږ کې دی، زه به څنګه هغه هستي هېره کړم چې زما جنت یې د پښو لاندې دی!
پلاره زه ستا ډاډ ته اړیم، پوهیږم د پښو او ملا له درکه کړېږې، خو ماته غښتلی یې، غواړم درشم، ستا پر ورانه سرکېږدم او اوده شم.
زه اوس د ټلیفون پر زنګ عادت شوی یم، سهار وختي مې راپاڅوي، خو له دې غږه مې نوره کرکه شوې، دا د یوې ستړې ورځې د پیل اعلان دی، زما غوږونه اوس ستا د غږ اوریدو تږي دي، چې ویل به دې، زویه پاڅه د لمانځه وخت دی.
هلته ماته په مخ کې همدا یو لمونځ و، خو چل مې کاوه، ډېر ځله راجیګ شوی یم خو بېرته په بړستن ننوتی یم، اوس هغسې نه ده، د سترګو په پرانېستلو مې مسوولیتونه مخته کتار شي، چاره نشته، باید پورته شم او یوې نوې سرګردانه ورځې ته غاړه ورکړم.
ګرانه پلاره!
مینه او محبت خوڅه چې ان غصې پسې دې خفه یم، ای کاش هغه وخت تکراریدلی چې ستا له وېرې به د مور په پړونې کې پټېدم، اوس پوه شوم، تا هلته هم چل کاوه، یوخوا بلخوا به دې ولیدل بیا به دې خالې کوټې او تش ځایونه راپسې لېدل، خو ما به د مور په مهربانه شرارت ځای بدل کړی و.
ګرانه پلاره!
پوهیږم اوس دې عظمت تر پخوا لا زیات شوی دی، بښخل، شفقت او عاطفه دې اخري حد ته رسېدلې، په هره کوچنۍ خبره دې ستونی را ډک شي، د یو بېوسه او ناچاره زوی یو سوال حتماً منې!
پلاره!
زما فکر اوس ځای ته راغلی، تازه تازه ستا په لویې او مقام پوهیدلی یم، ته هېڅکله کمزوری کېدای نه شي، زه ستا په وجود کې لوی زور وینم، ستا پر ریږدیدلو لپو شونډې ږدم، زه اوس هم تاته احتیاج یم تر پخوا لا زیات، ته زما لپاره لویه هستي یې، ستا کمزوري غږ کې دومره قوت وینم چې زما د دنیا او اخرت برخلیک بدلولی شي، ته لکه هر پلار، یو بې شهرته او نوم ورکی اتل یې!
پلاره ما وبښخه، ما تر اوسه یو حقیقت پټ کړی دی، نه مې غوښتل چې خبر شې، خو ناچاره شوم او ویریږم هسې نه زما په اړه دې احساس بدل شي.
پلاره، دا مې ځکه نه درته ویل چې پوهېدم خفه کوي دې، خو وایم یې، له پلار چا پرده کړې ده؟
یادیږې مې، تا پسې ناکراره یم، زما پښو او لاسونو ته د تقدیر راغورځېدلې تنګه کړۍ یوازې ستا په لړزیدلو لاسونو خلاصیدای شي، پلاره زما لپاره لاسونه لپه کړه، زه دې لیدو او خدمت ته ناکراره یم.
د مبایل سکرین روښانه او الرم وکړنګېده، ژر یې ګوته پرې راکش کړه، ښځې او ماشومانو ته یې وليدل، ټول ویده وو، ځان سره یې وویل، ښه شو چې نور راوېښ نشول، لا خو وختي دی.
