کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د ارواښاد طالب منګل انتخابي شعرونه

ته انتظار کوه چې هېره دې کړم زه انتظار کوم چې هېره مې شې

رسالت کلتوري مرکز۰
د ارواښاد طالب منګل انتخابي شعرونه cover

اوس به دې چېړل د زلفو څوک کوي؟
هغه یو طالب و چې په لار نه و

*

روح مې ښکل کړ د نازکو غزلونو
زه پناه شوم ستا د سترګو په دېوان کې

لېونتوب ته به تنها نه یې طالبه!
څو تڼۍ درسره ښې دي په ګرېوان کې

*

چې څهرې مو پکې نه لیدې طالبه
دې هندارو ته ډبرې هوا راوړې

*

خوږې سترګې دې رومال کې تاوې کړي
سل پوښتنې دې یو سوال کې تاوې کړي

لکه سور شفق د تللو ماښامونو
تا چې زلفې په سور شال کې تاوې کړي

*

نو دا چې ما له ځان سره ساتلی لېونتوب
دا تا مې اندامونو ته سپارلی لېونتوب

طالبه! لا نیمګړې ده تشریح د بیابان
لا اوس دا ستا په سترګو کې راغلی لېونتوب

*

ګل رپېږي نوبهاره لاس پرې کېږده
زړه مې دګ دګ کوي یاره لاس پرې کېږده

*

ځان ته غم راغواړمه چې شپه راشي
نن درپسې ژاړمه چې شپه راشي

شوم شومه په ستورو سپوږمۍ نه پرېږدم
غېږه کې یې نغاړمه چې شپه راشي

*

لېونتوب رانه ستنیږي بې مقصده بې مقصده
ستا په سترګو کې صحرا ده لرې لرې رانه مه ځه

*

په دې چم کې بغاوت کوه ګلابه
د خپل حسن وضاحت کوه ګلابه

چې محفل ته زه راځمه او ته مه ځه
کله کله مجبوریت کوه ګلابه

*

په زړه ګوزار کوم چې هېره مې شې
یو داسې کار کوم چې هېره مې شې

ته انتظار کوه چې هېره دې کړم
زه انتظار کوم چې هېره مې شې

په زړه کې خلک یو پرهر هم ساتي
ولې تلوار کوم؟ چې هېره مې شې

*

د خپل مجسم پر دېوال مې کرښې کاږم
اضافه مې ښکاري ځان په دې طرف کې

*

چا په غم دی اړولی مزدور زړه
وینې وینې راسره دی رنځور زړه

ټوله شپه چې د سینې له برېښه ژاړم
وي له تا سره به پاتې ضرور زړه

*

سپوږمۍ دا سپین مړوند راوغځوه
د خوب زرین مړوند را وغځوه

دا د وصال په ناقراره شېبه
نشته یقین مړوند را وغځوه

او

ژونده له تا سره څه پاتې نه دي
یو اخرین مړوند را وغځوه!

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

طالب منګلپښتانه شاعرانپښتو ادبياتژبه او هنرژانرغزلد نړۍ ادبياتادبي ناستې او غونډې

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر