ادبیات
وطن ته د پيرمحمد کاروان نوی غزل
کولاله! د وطن له خاورې داسې منگی جوړ که چې ترنگ يې خوندور وي د چندڼو له ربابه
رسالت کلتوري مرکز
گلان د وطن تږي له نرگسه تر گلابه
ته راشه د شبنم او د رڼو اوبو سېلابه
د ژوند د پټي بارې په غاټولو پسې مړې شوې
ژوندۍ څپې ورشينده برخمن شې له ثوابه
په دښتو په پېچومو کې رادرومه ستړی مه شې
د غرونو سر ته خېژه د گلونو انقلابه
اروا د طن تږې ده يو څوک بايد پيدا شي
چې ژر يې کړي د مينې په خوږو اوبو سېرابه
ترخه پوښتنه دا ده چې وطن به کله روغ شي
له غېبه را پيدا يې شه خوږه خوږه ځوابه
کولاله! د وطن له خاورې داسې منگی جوړ که
چې ترنگ يې خوندور وي د چندڼو له ربابه
کاروان د مينې تږی دی د سرو او سپينو نه دی
غزل يې ځکه نه غورځي له خوند و آب و تابه
دا مطلب شریک کړئ
