کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

لیکنې

د موزي منډه تر کنډوه!

له افغان وګړي سره دښمني، له افغانستان  سره دښمني او جګړه اوس مهال څه دي، پر څه ورټوله ده او څوک یې کوي ؟

رسالت کلتوري مرکز۴۵
د موزي منډه تر کنډوه! cover

له افغان وګړي سره دښمني، له افغانستان  سره دښمني او جګړه اوس مهال څه دي، پر څه ورټوله ده او څوک یې کوي ؟

دا پوښتنې ساده دي او هره ورځ له سیاسي سټیج نیولی بیا د کلي تر پیتاوي پرې بحثونه  کیږي، یو شمیر خلک د دې جګړو قهرمانان وي او یو شمیر نور بیا ددې جګړې لپاره ګڼ نور پر ځان راټول کړي.

خو جګړه او په افغانستان کې د جګړې اصلي ادرس یو دی، د جګړې اصلي ماهیت او مانا یوه ده او افغانانو ته په رسنیو او بیا اوس په ټولنیزو رسنیو کې په سل ماناوو څېړل کیږي، تحلیل کیږي او وړاندې کیږي .

دلته د مخالفتونو او جګړو لپاره داسې یوه فضاء جوړیږي چې هر څه خړ پړ او ګډوډ وښودل شي، سل بعدونه ورکړ شي او سل زاویې یې خلکو ته تشریح شي خو دا تشریح او زاویې ورکول هم زموږ نه وي او دا جګړه هم زموږ نه وي .

د قوم ، ژبې او سمت په نوم هغه رهبران چې په څلویښت کلونو کې یې د خپلو ګټو لپاره د افغانستان د تاریخ د ختمولو او خرابیدو کوشش وکړ او هڅه یې وکړه چې د دې عظیم ملت ټول ویاړونه د پاکستان د پوځي رژیم په نوم کړي، ځکه بریالي نه شول چې د دې ملت ارزښتونه په ډیرو کلکو مزو تړل شوي دي .

د رهبر په نوم چې څوک نړۍ او ولس پیژني او یا هم نړۍ پيژندلي دي د پردیو ګټو لپاره پیژندل شوي دي او  ولس باید اوس پوه شي، چې دا هر یو یوازې د پنجاب بچي دي او د پنجاب زیږنده ده دوی نه بله پالیسي لري، نه بل ادرس ، نه بله دروازه او در او نه د ولس لپاره کومه اجنډا لري یوازې د خپلو ګټو لپاره د پاکستان نوکران دي.

د جهادي مشرانو په نوم چې کومو کسانو لسیزې افغان ولس وزبېښلو او افغانستان یې وخوړلو لکه لمر روښانه شول، چې د پنجاب له ځولۍ را وتلي و، د پنجاب د پوځي رژیم په دفترونو کې د افغانستان د ویجاړولو پالیسۍ ورکړل کیدلې او هره چاره یې د پنجاب په اشاره تر سره کوله .

که په دې څوک منکر شي، چې رباني، سیاف ، خلیلي، محقق،  ګلبدین او ورسره نور د پنجاب نوکران نه و دا به له هېواد سره ظلم وي او د دې هېواد د هر وګړي په حق کې به زیاتی وي، د دوی دوهم نسل یې له دوی زیات د پنجاب غلامان و او هغه ورځ دا خبره ښه ثابت شوله، چې کله اسلامي امارت کابل فتح کړ، ټول یې پنجاب ته وتښتیدل او خپل بادار ته یې سلامي وکړه او ورته یې وویل له دې وروسته څه وکړو .

غرب ته ولاړل امریکا ته ولاړل، کاناډا ته ولاړل، اروپا ته ولاړل او په نورو هېوادونو کې میشت شول، خو لا ورته د پنجاب دسترخوان هوار دی او د پنجاب له دسترخوان یې خوري.

کله چې پنجاب په دې پوه شو، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې یو مرکزي نظام پلی کړ، ابادي کوي، هېواد جوړوي، امن دی نوکرانو او غلامانو ته ځای نشته دی، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خپلو غلامانو سره په تماس کې شول.

هر یو یې د افغانستان ولس ته له ورځې بلې ته رسوا کیږی او اسلامي امارت هم په دې برخه کې دقیق کار کوي .

په دې وروستیو کې سمیع سادات چې خپله په امریکا کې اوسیږي او هر کله یې ډیر د خپلواکۍ او وطن چغې وهلې اخر هم په داسې رسوايي رسوا شو، چې د پنجاب نوکر، چاکر او غلام دی او هر څه د پنجاب په اشاره کوي .

د پنجاب عسکر دی او د پنجاب لپاره افغان وژني، دا کار د ګټو وټو لپاره کوي او په امریکا د پرديپالۍ سپک ژوند کوي، چې نه د افغانستان په اړه او نه د افغان په اړه خپل ضمیر ته خجالت کیږي.

دا خلک د ولس پر وړاندې خجالت کیږي هم نه او نه هم داسې څه پیژني، ځکه خجالت خو په غیرت کیږي او له دوی غیرت تللی دی، ځکه د پنجاب په دسترخوان یې خوري.

له دې وړاندې د قاري عیسی محمدي په نوم یو افغان چې د ټلوالې، مقاومت او جبهو له مشرانو سره څو کاله اوږه په اوږه وګرځید هر څه رسوال کړل چې ټول د پنجاب نوکران دي او هغوی چې څه ورته وايي کوي .

په نورستان کې هغه جګړه مار ونیول شول، چې د جبهو په نوم پنجابي سوداګرو  هېواد ته لیږل، هغوی بیا نور هم هر څه رسوال کړل او هغه ټول مسایل ولس ته روښانه شول، چې بل ور او در دې خلکو ته نشته دی او چا چې روزلي، د چا په اخور چې ستر شوي دي او د چا چې خوري بس هغه یې یوازینی ادرس دی .

پنجاب چې څه غواړي دوی یې مني او پنجاب چې هر څه وايي دوی یې عملي کوي، خو له بده مرغه لا په ولس کې داسې خلک شته دي، چې تر اوسه پورې د دې خلکو اصلي څیره نه پیژني او د دوی پر سترګو د قومیت ، سمت او ژبې جالونه خپروي او دوی بیا په ړندو سترګو د جنګ منځ ته دانګي او هلاکیږي .

نور باید ولس د پنجاب او د پنجاب د غلامانو په سیاست او کړنو پوه شي او له دې خلکو مطلق مخ واړول شي، چې له هره سره دوی هره پروسه او هر مخالفت را ونیسي روښانه ده چې لکۍ یې تر پنجاب او د پنجاب د نظامي دفترونو تر میزونو رسیږي .

یوازې پنجاب  دی چې دلته کله د غرب او امریکا جګړې راوړی، کله د ترهګر او وسله وال په نوم جګړې راوړي او دوی په کې خپلې ګټې وټی کوي .

افغانان باید اوس خپل نظام قوي کړي، اصلاحات چې اړتیا ده باید راشي او پنجاب او د پنجاب غلامانو ته باید نور په هیڅ ډول باندې موقع ورنکړل شي، ځکه دوی په خپله خوا کې یو ویجاړ افغانستان غواړي، چې هیڅکله خپلواک سیاست ونه کړي، د افغانستان په سیندونو پنجاب ودان وي، هیڅکله د پښتونخوا او ډیورنډ موضوع را پورته نه شي، افغانان همیشه محتاج وي د پاکستان تولیدات د افغانستان د بازار اصل وي.

افغانان در په در وي او همیشه ذلیل ژوند تیر کړي، نور باید افغانان پوه شي او د پنجاب غلامانو ته داسې کلکه څپيړه ورکړي، چې تر ابده ابده یې مخ خوږیږي .

اوس د دې وخت راغلی دی چې نظام د پنجاب توطیې شنډې کړي او ولس ورسره ملا وتړي او په کلکه ورسره ودریږي، څو کاله ورسته به افغانان د خپل ژوند ټول امکانات ولري.

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

جګړهافغانستانسیاستمقاومت

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر