کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

لیکنې

د ملغلرو پر درې د بارودو لړې

ببرک دروېش

رسالت کلتوري مرکز۴۰
د ملغلرو پر درې د بارودو لړې cover

راولاکوټ د کشمیرد ښایسته لمنې هغه څنډه چې اوس د رنجیت سنګ ځایناستو د ناولو قدمونو لاندې ده، دا ښېرازه او شنه دره د وخت د ډېرو پراختیا غوښتوونکو  لوریو ترمنځ لاس په لاس شوې ده، خو د دې ښکلې درې تقدیر هلته نور هم  تیاره او له کړاوونو ډک شو چې په ۱۹۴۷ زیږیز کال د وېش پر مهال د پاکستان په نوم د نوي راټوکېدلي نظام تر سیوري لاندې راغله.

راولاکوټ اوس د سیلانیانو دمه ځای نه، بلکې د مرګونو، وېرې، تښتونې، نېونې او د پنجابي رژیم د زور ازمایلو په ډګر بدل شوی!

له تېرو څو میاشتو راهېسې هلته پوځ، استخبارات او نورې  امنیتي ادارې په بشپړه همغږۍ  د خلکو د ځپلو لپاره یو لاس شوي، پنجابي جنرالان لکه د بلې هرې سیمې او توکم، کشمیریانو  ته هم د پردیو په سترګه ویني،  د هغوی د ځپلو لپاره یې له هر ډول ځواک کارولو کار اخیستی، د اوښکو  بهوونکو  ګازونو، بیا تر مخامخ ډزو او ان  د بې پيلوټه الوتکو تر  بریدونو!

د پاکستاني ریاست  تر اشغال لاندې د راولاکوټ کشمیریانو لپاره روان کال له پیله خونخوار او ځوروونکی و، د راولاکوټ اوسیدونکي چې  له اره کشمیریان دي د زمان هر  دورځپلي دي، ښايي همدا سبب دی چې دوی د نورو قومونو په پرتله سوله‌ییز، خیر‌غوښتونکي او یا په عامه اصطلاح بې ازاره خلک دي، خو د پاکستاني کرنیلانو وروستیو وحشتونو دا خلک دېته اړکړل چې پر خپلو عزیزانو د ژړلو پرځای پر نورو هم میندې وژړوي.

 

د مدني فعالیتونو پر ضد د پوځي رژیم اقدام!

بې ازاره کشمیریانو د خپلو مشروع حقونو ترلاسه کولو لپاره پیل له مدني حرکتونو وکړ، دوی فکر کاوه چې حاکمان به یې د مظلومیت غږ ور سره بدرګه کړي، مذهبي مشران به یې ترڅنګ ودریږي، سیاسي ګوندونه به اعتراضونه وکړي، د نظام سلاکاران به د کړکېچ د منځه وړلو لپاره پوځ او لوړ پوړو چارواکو ته د خیر مشورې ورکړي، خو دا هرڅه د تمې خلاف راووتل!

دوی ناخبره له دې چې د پاکستان حکومت اصلي واک د پوځ او استختباراتو هغې کړۍ  سره دی چې د هرې کورنۍ  او بهرنۍ  بلوا په جوړولو کې کلیدي رول لوبوي، د تش په نوم جمهوري  نظام پر معاش‌خورو او د بې صلاحیته سیاسي ګوندونو په جوړولو سره یې ځان د پردې تر شا غلی کړی، خو د ټولو لوبو اصلي لوبغاړي همغه څو پنجابي جنرالان دي  چې د بریتانوي هند له وتلو وروسته یې په انګریزي قانون لارډ میکالي سوګند کړی، هغوی سره د وفادارۍ او د نقشو د پلې کولو دا لړۍ یې تر نن رارسولې ده.

 دا د پنجاب بې رحمه او دیکتاتور سیاست و چې د تش لاسو کشمیریانو د غږ خاموشه کولو لپاره یې له هیڅ ډول بې رحمۍ مخ تاو نکړ، لاریون کوونکي یې له نېولو وروسته نادرکه کړل، د هغوی پر شتمنیو یې اورونه بل کړل، په ډزو او شکنجو یې ووژل، کټ مټ هغه چلند چې د بریتانوي هند افسر رنجیت سنګ به چې د ازادي غوښتونکو په وړاندې کاوه.

د پاکستاني ریاست تر اشغال لاندې قومونه، هغه که کشمیریان، بلوڅان، پښتانه، سیندیان او نور دي اوس دې پایلې ته رسیدلي چې د څه باندې نیمې پېړۍ راهېسې پر دوی د روانو وحشتونو، ولکو، وژنو، استبداد، د شتمنیو د چوراو تلان تر څنګ تر ټولو مهم دا چې له خپل معنویاتو بې برخې کولو دې سیستماتیک حرکت مخنیوی یوازې په نعرو او شعارونو نشي تر لاسه کېدای، ښايي همدا درک او پوهه ده چې تش لاس خلک پر پوځي موټرونو ورځېژي او د هغوی ګریوان ته لاس اچوي.

د راولاکوټ قهرجنو ولسونو د زور او ستم دودیز طلسم د بدلولو پرېکړه کړې، دوی د وړمې شپې د برید قربانیان په خاورو کې د ښخولو پر ځای اوږو ته پورته کړي، جسدونه یې ډي چوک ته راوړي، دا د کشمیري ولس د مظلومیت، د یو جابر پوځ د بې باکیو او وحشتونو، نړۍ او راتلونکو نسلونو ته دا ورښودل دي چې دوی نور د ظلم او وحشت قربانیان د ښخولو پرځای نندارې ته ږدي، دا رښتیا هم د یویشتمې پېړۍ یوه زړه بوږنوونکې ننداره ده.

راولاکوټ ولې مهم دی؟

راولاکوټ یا د ملغلرو دره،  د کشمیر ښایسته لمنې یوه پېڅه  ده چې  د پونچ ولسوالۍ مرکز دی، دا د پاکستاني ریاست زړه یا اسلام اباد ته لنډه سیمه ده، پاکستاني جنرالان د خپل ځانغوښتونکي سیاست له مخې غواړي هلته هم خپلې رېښې ټینګې او هلته ځای پر ځای شوي ناقلین پر سیمه‌ییزو اوسیدونکو حاکمان او د پرېکړو واک او صلاحیت خپلو افرادو او اشخاصو ته انتقال کړي.

راولاکوټ د خپل جغرافیوي موقعیت، تاریخي  شالید، اقتصاد او سیاسي تحرکاتو له امله ځانګړی اهمیت لري، پوځ کې حاکمه ډله چې له هر څه وړاندې د پنجاب ګټو ته ژمنه ده ددې سیمې ټولې، سیاسي، اقتصادي او تاریخي مزایاوې او ګټې یې درک کړي او غواړي یاده سیمه د خپل اثر رسوخ تر سیوري لاندې راولي.

د نېواک او حاکمیت همدې پالیسۍ پر وړاندې ولسي غبرګون اوس اخري حد ته رسیدلی، همغسې لکه بلوچستان او د خیبرپښتونخوا په ځېنو سیمو کې، د پاکستاني رژیم دې ځانغوښتونکې پالیسۍ په محکومو ولسونو کې د خپلواکۍ روح لا پیاوړی کړی، د محرومیت او تاریخي اشغال پر وړاندې یې د دوی کرکه را پارولې، دوی اوس د وژنو او شکنجو د دې لړۍ د پای په رمز پوهیدلي، ځکه خو اوس جنازې د هدیرو پر ځای چوکونو ته راوځي.

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

کشمیرراولاکوټپاکستانبلوچستانلاریون

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر