له پاکستان پرته؛ د افغانستان د سوداګرۍ نوې نقشه
د پاکستان د لارو له ګډوډېدو سره سره، د افغانستان سوداګري په بشپړه توګه ونه درېده. د معتبرو سرچینو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ ټول ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۳.۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و. په دې موده کې صادرات شاوخوا ۱.۸ میلیارد ډالر او واردات تر ۱۲.۱ میلیارد ډالرو زیات وو.
د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۲مه، له پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې نښتو او د سوداګریزو لارو د ګډوډېدو په دوام، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له جدي خنډونو سره مخ شوه. د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر، هم په همدې وخت کې له پاکستان سره د سوداګرۍ د بدیلونو پر اړتیا ټینګار وکړ او د پاکستاني توکو د وارداتو د بندولو په اړه یې اعلانونه وکړل.
دا وضعیت د افغانستان لپاره یوازې یوه سوداګریزه ستونزه نه وه؛ بلکې دا پوښتنه یې هم راپورته کړه چې ایا یو په وچه کې راګېر هېواد کولای شي پر یوه ګاونډي له لا زیاتې اتکا پرته خپلې سوداګریزې اړتیاوې پوره کړي؟
د یوې لارې پر ځای د څو لارو موندل
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان له بندرونو او ځمکنیو لارو د خپلو وارداتو او صادراتو لپاره ګټه اخیسته. د تورخم او سپین بولدک لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مهمې دروازې وې خو د دغو لارو تکراري بندېدو د افغان سوداګرو لپاره د ځنډ، مالي زیان او د توکو د خرابېدو ستونزې رامنځته کړې.
د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په میاشت کې، د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د نښتو له امله د سوداګرۍ او ټرانزیټ بهیر سخت ګډوډ شو. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د لارو بندېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرو او مصرفوونکو اغېز وکړ، د مېوو، سبزیو او نورو ژر خرابېدونکو توکو بارونه ودرېدل او د ځینو خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې.
افغانستان په دې وضعیت کې هڅه وکړه چې د سوداګرۍ د بدیلونو له لارې د پاکستان پر لارو خپله اتکا کمه کړي.
ایران او منځنۍ آسیا؛ د بدیلو لارو اهمیت
د پاکستان د لارو د اختلال په ترڅ کې د ایران له لارې، په ځانګړي ډول د چابهار بندر او د منځنۍ آسیا د هېوادونو له لارې سوداګرۍ ته پام زیات شو. ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د افغانستان د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې مهم شریکان پاتې شول.
د رویټرز د ۲۰۲۵ کال د نومبر د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ وزارت یوه ویاند ویلي وو چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و، په داسې حال کې چې له پاکستان سره دا کچه ۱.۱ میلیارد ډالره وه. په همدې راپور کې د چابهار بندر د اسانتیاو او د بدیلو لارو د کارونې یادونه هم شوې ده.
دغه بدلون ښيي چې افغانستان د سوداګرۍ لپاره د یوه مسیر پر ځای د نورو انتخابونو د پراخولو هڅه کړې ده. خو بدیلې لارې تل ارزانه او لنډې نه دي؛ د لېږد اوږد واټن، د ټرانسپورټ لګښتونه، د ګمرکي چارو بهیر او د پولو او کرښو وضعیت چې په هغه کې امنیتي، سیاسي او نور اړخونه هم دي، لا هم د سوداګرو پر فعالیتونو اغېز لري.
ایا د افغانستان اقتصاد له زواله وژغورل شو؟
د پاکستان د لارو له ګډوډېدو سره سره، د افغانستان سوداګري په بشپړه توګه ونه درېده. د معتبرو سرچینو د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ ټول ارزښت په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۱۳.۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و. په دې موده کې صادرات شاوخوا ۱.۸ میلیارد ډالر او واردات تر ۱۲.۱ میلیارد ډالرو زیات وو.
دا شمېرې څرګندوي چې افغانستان وکولای شول د ستونزو پر مهال د سوداګرۍ یوه مهمه برخه روانه وساتي او د خپلو سوداګریزو اړیکو د تنوع لپاره ګامونه واخلي.
خو د سوداګرۍ د ټول ارزښت لوړوالی باید په اتومات ډول د کورني تولید د ودې یا د اقتصادي زیانونو د نشتوالي په مانا ونه ګڼل شي. د وارداتو لویه برخه لا هم د افغانستان د سوداګرۍ په جوړښت کې مهم ځای لري او د صادراتو او وارداتو ترمنځ واټن د اقتصاد له اساسي ننګونو دی.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په اقتصادي څارنه کې هم راغلي چې د پاکستان د لارې له اختلال سره سره، د افغانستان د خوراکي توکو صادرات د هند او ازبکستان په څېر بازارونو ته واوښتل. دا د سوداګریزو لارو د بدلون یوه مهمه بېلګه ده.
کورنی تولید؛ د ځانبسیاینې اساسي شرط
د افغانستان لپاره د دې وضعیت تر ټولو مهم درس دا دی چې د سوداګریزو لارو تنوع باید له کورني تولید سره یوځای پر مخ ولاړه شي. یوازې د وارداتو د سرچینې بدلول د اقتصادي خپلواکۍ لپاره کافي نه دي؛ بلکې د هغو توکو کورنی تولید هم اړین دی چې په هېواد کې یې د تولید ظرفیت موجود وي.
د خوراکي توکو پروسس، د کرنیزو محصولاتو بستهبندي، د ټوکر او جامو تولید، د ودانیزو توکو جوړول او د نورو اړینو توکو کورني تولید هغه برخې دي چې د پانګونې، برېښنا، بازارموندنې او تخنیکي ملاتړ په برابرولو سره پیاوړې کېدای شي.
د کورنیو فابریکو د فعالیت او پراختیا په اړه د مثبتو راپورونو ارزښت هغه وخت لا زیاتېږي چې د تولید اندازه، د کارکوونکو شمېر، د کورنیو محصولاتو د بازار ونډه او د وارداتو د بدیل په توګه د هغوی اغېز په کره شمېرو ثابت شي.
که افغانستان غواړي له دې وضعیت اوږدمهاله اقتصادي ګټه واخلي باید د کورنیو تولیدوونکو ملاتړ، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول، د صادراتو لپاره د نویو بازارونو موندل او د ټرانزیټي لارو پراختیا خپل لومړیتوبونه وګرځوي.
د سوداګرۍ د لارې بندېدل؛ دواړو لورو ته زیان
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري یوازې د یوه لوري اړتیا نه ده. د دواړو هېوادونو سوداګر، بزګران، ټرانسپورټي شرکتونه او مصرفوونکي له دې اړیکو سره تړلې ګټې لري. د لارو تړل د دواړو هېوادونو پر بازارونو، د توکو پر بیو او د سوداګرو پر عایداتو منفي اغېز کولای شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان د لارو بدیلونه موندل مهم دي خو د سیمې له ټولو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو ساتل هم اړین دي. د سوداګرۍ تنوع باید د اړیکو د پرېکون پر ځای د اقتصادي انتخابونو د زیاتېدو په مانا وي.
پر یوې لارې د اتکا پر ځای د څو لارو انتخاب
د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له پېښو یو کال وروسته، د افغانستان تجربه ښيي چې د سوداګرۍ د لارو تنوع د اقتصادي ثبات لپاره مهمه ده. ایران، چابهار او د منځنۍ آسیا لارې د افغانستان لپاره بدیل فرصتونه برابروي خو د لېږد لوړ لګښتونه، د سوداګرۍ کسر او پر وارداتو اتکا لا هم جدي ننګونې دي.
د دې یوه کال ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې افغانستان له پاکستان پرته هم سوداګري کولای شي؛ اصلي ارزښت یې په دې کې دی چې هېواد وکولای شي د سوداګرۍ څو باوري لارې ولري، خپل کورنی تولید پیاوړی کړي او د خپلو صادراتو لپاره نوي بازارونه پیدا کړي.
م. ازاد
