د استبداد غولوونکی اسټبلیشمنټ
د ګورنر راج ملیشه د پښتون زلمي ګریوان شلوي او د اوږو منځ ته یې د ۱۹۷۰ کلونو د زاړه چره ییز کنداغونه را سموي. پوځ ترپالي ډاټسنو ته لسګونه لاریون کوونکي ور اچوي او په نامعلومو لارو یې نامعلومو ادرسونو ته وړي. بل ځای بیا یو ځوان د پولیس له یوه وار سره برندې سترګې راستون شوی او د پاکستان یوه پوځي خولې ته یې سوک سم کړی دی.
د ګورنر راج ملیشه د پښتون زلمي ګریوان شلوي او د اوږو منځ ته یې د ۱۹۷۰ کلونو د زاړه چره ییز کنداغونه را سموي.
پوځ ترپالي ډاټسنو ته لسګونه لاریون کوونکي ور اچوي او په نامعلومو لارو یې نامعلومو ادرسونو ته وړي.
بل ځای بیا یو ځوان د پولیس له یوه وار سره برندې سترګې راستون شوی او د پاکستان یوه پوځي خولې ته یې سوک سم کړی دی.
دا او دې ته ورته حالات د دې ورځو د پښتونخوا د لارو، واټونو او کوڅو انځورونه دي.
----------------
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور او شاوخوا مهمو ښارونو او سیمو کې له تېرو څو ورځو راهېسې د بېړني حالت اعلان نړیوال بنسټونه او مدني حرکتونه اندېښمن کړي دي.
د پاکستان دننه د یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو هم د فدرالي حکومت دغه پرېکړه غندلې او دغه اقدام یې غیر ډیموکراټیک او استبدادي بللی دی.
د پاکستان بشري حقونو کمېسیون هم په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت او د ګورنر راج یا د والي واکمنۍ اعلان سره په مخالفت ویلي، دا د خلکو د حقونو او رایې پر ضد اقدام دی.
د پاکستان رژیم چې ظاهراً ځانته ولسواک نظام وايي، په حقیقت کې د استبداد یو پېچلی او غولوونکی سیسټم دی چې هر وخت کولی شي ملکي اداره تر خپل بشپړ کنټرول او تاثیر لاندې وساتي چې ښه بېلګه یې د خلکو پر رایه منتخب اعلی وزیر او د فدرالي حکومت له لوري بیا ګورنر یا والي دی چې کولی شي د حاکم رژیم په ملاتړ او اشاره اعلی وزیر صلاحیتونه محدود او یا یې بیخې لغوه کړي.
په اوس کې د خیبرپښتونخوا پرتله بلوچستان کې امنیتي ننګونې څو برابره زیاتې دي خو هلته چې اعلی وزیر د پاکستاني ریاست له باوري او خپلو کسانو دی نو د ناامنیو سره سره نه بېړنی حالت اعلانېږي او نه هم ګورنر راج دسیسه پلې کېږي.
له بل لوري پاکستاني ریاست یوازې د بېړني حالت پر اعلان بسنه نه ده کړې، بلکې د تحریک انصاف ګوند د مهمو غړو په نیولو یې هم لاس پوری کړی دی تر اوسه د اعلی وزیر سهیل افریدي په ګډون کم زیات ۲۸۰ غړي نیول شوي دي.
په ټوله کې پاکستان څو اړخېزه لوبه کوي، د مکې شوي تړون له مخې دوی اړ دي چې د سعودي عربستان په ننګه بشپړ ملاتړ ته ور ودانګي او د همدې لپاره یې میلیونونه ریال اخېستي چې باید هضم لپاره یې قانع کوونکی ځواب ولري.
افغانستان ته نېش اچولو یې یوه موخه هم ښايي همدا وي خو په ټوله کې پاکستاني جرنیلانو ته بیا تر ټولو مهمه داده چې خیبر پښتونخوا کې ملکي حکومت چې د پنجاب د ګټو او یا سټراټيژیکو موخو خلاف وي، باید سرکوب او وځپل شي.
ولې د ځپلو سیاست؟
پاکستان نه غواړي په خیبرپښتونخوا کې قومي او ایډیالوژیک حرکتونه رېښې ونیسي، دوی دا درک کړې چې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته پراته قومونه د عقیدې، دود، فرهنګ او ژبې داسې نه شلیدونکی تړاو لري چې باید تل په خورا ځېرکتیا او دقت تر څار لاندې ونیول شي.
د پاکستان له جوړیدو بیا تر دې دمه دوی په خیبرپښتونخوا کې د ټولو هغو فکري حرکتونو مخه ډب کړې چې د قومیت پر بنا راپورته شوي دي. د دوی وېره بېځایه نه ده ځکه هر څه خپل اصل ته ورګرځېدونکي دي او دا د ملتونو په تاریخ کې تکرار شوې پېښې دي. د شرقي پاکستان خپلواکي یې له یاده نه ده وتې او د همدې اندېښنې له امله د ډیورنډ کرښې هغې خواته پراته ولسونه په کړاو کې ژوند تیروي.
د زور او جبر سیاست ابدي او تلپاتې نه دی، وخت او زمان، سیمهییز او نړیوال سیاستونه، پېښې او تحولات کولی شي د پېړیو طلسم په کمه موده کې مات او ملتونه د زور پر وړاندې د خپلواکۍ اخېستو ته ودروي، د انسان فطرت او مزاج خپلواک دی او د ازادۍ لپاره تر هر څه مهم د انګېزې درلودل دي چې روان حالت پخپله همداسې یوې پدېدې را زیږولو ته بستر جوړ کړی دی.
منصور نصرت
