فرهنګي یرغل؛ پټه جګړه
جګړه یوازې په وسلو، توپونو او ټوپکونو نه کېږي. کله ناکله داسې جګړه هم ترسره کېږي چې نه پکې د توپ ډز اورېدل کېږي، نه د جګړې کرښه ښکاري او نه هم خلک په لومړي سر کې پرې پوهېږي. په دې ډول جګړه کې د یوه ملت پر فکر، عقیده، ژبه، دودونو، ارزښتونو او ژوند کولو پر طریقې بريد کيږي. همدې ته فرهنګي یرغل ویل کېږي.
جګړه یوازې په وسلو، توپونو او ټوپکونو نه کېږي. کله ناکله داسې جګړه هم ترسره کېږي چې نه پکې د توپ ډز اورېدل کېږي، نه د جګړې کرښه ښکاري او نه هم خلک په لومړي سر کې پرې پوهېږي. په دې ډول جګړه کې د یوه ملت پر فکر، عقیده، ژبه، دودونو، ارزښتونو او ژوند کولو پر طریقې بريد کيږي. همدې ته فرهنګي یرغل ویل کېږي.
فرهنګي یرغل ځکه پټه جګړه بلل کېږي چې په ښکاره ډول د جګړې بڼه نه لري، خو ورو ورو د خلکو پر فکر او کلتور اغېز کوي.
هر ملت خپل ځانګړی فرهنګ لري. ژبه، دیني او ملي ارزښتونه، دودونه، عنعنات، ادبیات، هنرونه او ټولنیز اصول د یوه ملت د هویت مهمې برخې دي. که یو ملت خپل فرهنګ وساتي، خپل هویت هم ساتي؛ خو که خپل فرهنګ له لاسه ورکړي، ورو ورو خپل هویت هم کمزوری کوي. له همدې امله د فرهنګي یرغل پېژندل او د مخنیوي لارې یې زده کول مهم دي.
فرهنګي یرغل څه ته وايي؟
فرهنګي یرغل هغه هڅه ده چې د یوه هېواد، ملت یا ټولنې پر فرهنګ، فکر، ارزښتونو، ژبې، دودونو او د ژوند پر طریقې د نورو فرهنګونو یا ډلو له خوا په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه اغېز وشي، څو د هغه ټولنې اصلي فرهنګي ځانګړنې کمزورې او د بل فرهنګ ځانګړنې پیاوړې شي.
په ساده ژبه، فرهنګي یرغل هغه وخت رامنځته کېږي چې یو ملت ورو ورو خپل فکر، دودونه او ارزښتونه د بلې ټولنې له فرهنګ څخه اغېزمن کړي او په پایله کې خپلې فرهنګي ځانګړتیاوې له پامه وغورځوي.
فرهنګي یرغل تل په زور نه ترسره کېږي. ډېر وخت انسان خپله په خوښه هغه شیان مني چې د رسنیو، فلمونو، ټولنیزو شبکو، کتابونو، موسیقۍ او نورو لارو ورته وړاندې کېږي. کله چې دا اغېز دوام وکړي، د خلکو په فکر او چلند کې بدلون رامنځته کېږي.
د فرهنګي یرغل یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې پایلې یې ژر نه څرګندېږي. کېدای شي یو نسل د خپل فرهنګ ځینې برخې وساتي، خو که د بل فرهنګ اغېز په دوامداره توګه زیات شي، راتلونکي نسلونه له خپلې ژبې، دودونو او ارزښتونو څخه لرې کيږي او په تدريجي ډول سره د خپل فرهنګ پر ځای پردی فرهنګ عملي کوي.
په خپله ژبه کې په غیرې اختياري ډول د انګليسي ژبې د کلماتو ويل، په داسې حال کې چې د بهرنۍ کلمې لپاره به پښتو ژبه کې بديل هم وي. د خوښۍ په محفلونو کې ګڼ داسې څه تر سره کوو چې هغه موږ له هندي فلمونو او سريالونو زده کړي دي.
د فرهنګي یرغل عام ډولونه؟
فرهنګي یرغل د خپلو اغېزو او تګ لارو په اساس په بېلابېلو ډولونو وېشل کېدلی شي. دلته یې له مهمو ډولونو يادونه کوو.
ژبنی فرهنګي یرغل
ژبه د هر ملت د هویت او پېژندنې کليدي برخه ده. کله چې یوه ټولنه په خپله ژبه د خبرو او لیکلو پر ځای په دوامداره توګه د نورو ژبو کارول خپل عادت وګرځوي، د ژبې د کمزورتیا زمینه برابرېږي. په ځانګړي ډول هغه وخت چې د پردۍ ژبې کارول د پرمختګ، پوهې او لوړ ټولنیز مقام نښه وبلل شي. لکه دا اوس چې ځينې کسان په خبرو کې د بهرنيو ژبو د کلماتو په کارولو سره ځان د نورو تر منځ ځانګړی ويني او خلک يې د هوښيارۍ په مانا تعبیروي.
د ژبې د کمزورۍ په صورت کې یوازې الفاظ له منځه نه ځي، بلکې د ملت د ادبیاتو، تاریخ او فرهنګي میراث یوه برخه هم زیانمنېږي.
د رسنیو او معلوماتو له لارې فرهنګي یرغل
تلویزیون، راډیو، فلمونه، انټرنېټ او ټولنیزې شبکې د فرهنګي اغېز مهمې وسیلې دي. که په رسنیو کې تل د یوه ځانګړي فرهنګ ژوند، لباس، خبرې، دودونه او ارزښتونه د غوره ژوند په توګه وړاندې شي، خلک، په ځانګړي ډول ځوانان، ترې ډېر او ژر اغېزمنېږي.
ښکاره بېلګې يې موږ د خپلې ټولنې په ځوانانو کې وينوو.
د فیشن او لباس له لارې فرهنګي یرغل
لباس د فرهنګ یوه مهمه برخه ده. کله چې د نورو ټولنو د جامو ډولونه، فیشنونه او ظاهري بڼې پرته له فکره د خپل فرهنګ ځای ونیسي، دا هم د فرهنګي اغېز یوه بڼه ده. البته دا يو ټکی بايد په ياد ولرو چې هر نوی لباس په خپله فرهنګي یرغل نه دی؛ ستونزه هغه وخت رامنځته کېږي چې انسان خپل ملي او فرهنګي ارزښتونه کم ارزښته وګڼي او د نورو فرهنګونو تقلید د پرمختګ معیار وبولي.
د هنر او تفریح له لارې فرهنګي یرغل
فلمونه، سریالونه، موسیقي، لوبې او نور تفریحي پروګرامونه د خلکو په فکر او چلند مستقيم اغېز لري. که په دې پروګرامونو کې داسې ارزښتونه په تکرار سره وړاندې شي چې د یوې ټولنې له فرهنګي او اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې وي، نو د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو فکر اغېزمنوي.
فکري فرهنګي یرغل
دا د فرهنګي یرغل له مهمو ډولونو څخه دی. په دې ډول کې هڅه کېږي چې د خلکو د فکر کولو طریقه، د ښه او بد په اړه نظر، ټولنیز ارزښتونه او د ژوند معیارونه بدل شي. کله چې انسان د خپلې ټولنې ارزښتونه زاړه او د بلې ټولنې ارزښتونه غوره وګڼي، نو پوی شه چې فکري اغېز رامنځته شوی دی.
فرهنګي يرغل ممکن نور ډولونه هم ولري لکه د تاريخي روايتونو غلط تفسير، کله کله په قدرت لرونکي ملتونه او حکومتونه غواړي چې د يوه بل ملت تاريخ او تاريخي اشخاص مسخه کړي. هڅه کوي د تاريخي پېښو په اړه داسې څه وړاندې کړي چې اړوند ملت ته د اصلي تصوير پر ځای جعلي تصوير مخ ته کېږدي.
د فرهنګي یرغل تګ لارې څه دي؟
فرهنګي یرغل د بېلابېلو وسیلو او لارو له لارې ترسره کېږي. تر ټولو مهمې لارې یې رسنۍ، ټولنیزې شبکې، فلمونه او سریالونه، موسیقي، انټرنېټ، اعلانونه، د ژبې اغېز، فیشن او ځینې تعلیمي او فرهنګي پروګرامونه دي.
رسنۍ او رسنوال
رسنۍ د خلکو د فکر په جوړولو کې ډېر مهم رول لري. که خلک هره ورځ د یوه ځانګړي فرهنګ پروګرامونه، فلمونه او تبلیغات وګوري، په تدریجي ډول ورسره عادت کېږي. په دې توګه کېدای شي د هغوی په فکر، خبرو او چلند کې بدلون رامنځته شي.
ټولنیزې شبکې
نن سبا ډېر ځوانان له ټولنیزو شبکو سره ډېر وخت تېروي. په دې شبکو کې بېلابېل فرهنګونه، د ژوند طریقې، لباسونه، خبرې او نظریات وړاندې کېږي. که یو کس هر څه پرته له ارزونې ومني، په اسانۍ سره د نورو فرهنګونو تر اغېز لاندې راتللی شي.
فلمونه او سریالونه
فلمونه یوازې د تفریح وسیله نه دي، په ډېرو مواردو کې د ژوند یوه ځانګړې طریقه هم وړاندې کوي. د کورنۍ اړیکې، لباس، خبرې، ټولنیز چلند او د ژوند نورې برخې په فلمونو کې لیدل کېږي او لیدونکي ترې په مستقيمه او غيرې مسقيمه بڼه اغېزمنېږي.
موسیقي او تفریحي پروګرامونه
موسیقي او نور تفریحي پروګرامونه د انسان احساسات او ذوق ژر اغېزمنوي. که ځوانان په دوامداره توګه د پردیو فرهنګونو له محتوا سره مخ وي او خپل فرهنګي تولیدات يې کمزوري وي، د هغوی ذوق هم ورو ورو بدلېږي. زموږ او ستاسې په ټولنه کې ډېر داسې ځوانان شته چې هغوی هندي موسيقي اوري او خپل ذوق پرې خړوبوي.
اعلانونه او سوداګریزې خبرتياوې
اعلانونه خلکو ته یوازې توکي نه معرفي کوي، بلکې د ژوند یوه ځانګړې بڼه هم ورسره تړلې وي. کله ناکله د یوه محصول د پلورلو لپاره داسې ژوند وړاندې کېږي چې د پردي فرهنګ له ارزښتونو سره تړاو لري.
د سوداګريزو خبرتياو په جوړولو او د خپرولو په وخت کې ډېر دقت کيږي او ټول هغه مهارتونه په کې کارول کيږي چې د نورو د اغېزمن کولو کې قوي رول لري. په همدې اساس د فرهنګي يرغل لپاره دا لاره ډېره اغېزناکه ده.
ژبه
کله چې په رسنیو، ښوونځیو، بازار او ورځني ژوند کې د پردیو ژبو کارول ډېر شي او خپله ژبه کم ارزښته وبلل شي، د ژبې فرهنګي ځای کمزورېږي. د ټولنې وګړي پرته له کومې هڅونې يا قيد او شرط څخه خپله ژبه پريږدي او په هغه ژبه يې تمرکز ډېريږي چې د خلکو ترمنځ د پام وړ ده.
د فرهنګي یرغل مخنيوی کېدلی شي؟
فرهنګي یرغل چې رواني، سړه، اوږده او پټه جګړه یې بللی شو، پايلې یې متضررې ټولنې او ملت لپاره نهايت خطرناکې تماميږي. البته دا د يادولو ده چې هيڅ بيداره ملت نه غواړي د دوی فرهنګ او فرهنګي ارزښتونه له منځه لاړ شي او ځای يې د بل ملت فرهنګ ونيسي، خو دا يوه داسې لاره ده چې په غيرې اختياري ډول نور متاثره کوي. په همدې دليل د فرهنګي یرغل مخنیوی اړين دی.
مخنيوی یې په دا ډول کېدلی شي.
د خپلې ژبې پياوړتيا
د فرهنګي يرغل د مخنيوي لپاره اړينه ده چې په کور، ښوونځي، رسنیو او ټولنیزو اړیکو کې باید خپلې ملي او مورنۍ ژبې ته ارزښت ورکړل شي. د ژبې د پیاوړتیا لپاره باید کتابونه، ادبي اثار، علمي مطالب او نورې ګټورې لیکنې زیاتې شي.
د خپل فرهنګ پېژندل
ځوان نسل باید له خپلو دودونو، عنعناتو، ادبیاتو، تاریخ او ملي ارزښتونو سره بلد شي. دې موخې ته رسېدو لپاره بايد نندارتونونه جوړ شي، ځکه هغه خلک او ملت چې خپل فرهنګ نه پېژني، ډېر ژر د نورو فرهنګونو تر اغېز لاندې راځي.
له رسنیو سمه استفاده کول
رسنۍ باید داسې پروګرامونه جوړ کړي چې د خلکو پوهه زیاته او له خپل فرهنګ سره یې مینه پیاوړې کړي. همدارنګه هر فرد باید د رسنیو مطالب په انتقادي نظر وګوري او هر څه بې له ارزونې ونه مني.
د ټولنیزو شبکو له کارولو سره احتیاط
ټولنیزې شبکې د پوهې او اړیکو لپاره ګټورې دي، خو باید د هغو هر ډول محتوا سمه ونه ګڼل شي. هر څوک بايد د ګټورې او زيان رسونکې محتوا ترمنځ توپیر وکړي. هغه محتوا چې اصلي فرهنګ په وړاندې واقع کيږي هغه بايد وپېژني.
د خپلو فرهنګي تولیداتو پیاوړي کول
ښه فلمونه، سریالونه، کتابونه، موسیقي، ادبي اثار او نور فرهنګي پروګرامونه کولی شي ځوانان دې ته وهڅوي چې خپل فرهنګ هم په زړه پورې او ارزښتناک وبولي. که موږ خپل فرهنګي بدیلونه ونه لرو، د پردیو فرهنګي تولیداتو اغېز به لا زیات وي.
ښوونه او روزنه
ښوونځي او کورنۍ باید ماشومانو او ځوانانو ته د خپل فرهنګ د ارزښت په اړه سمه پوهه ورکړي. د فرهنګ ساتنه یوازې د یوه کس یا یوې ادارې دنده نه ده، بلکې کورنۍ، ښوونځی، رسنۍ او ټوله ټولنه پکې ګډ مسؤلیت لري.
د نورو فرهنګونو په اړه متوازن چلند
د فرهنګي یرغل د مخنیوي مانا دا نه ده چې له نورو ملتونو سره اړیکې پرې کړو یا د نورو فرهنګونو هر څه بد وبولو. انسان کولی شي د نورو ملتونو له علم، تجربو او ښو کارونو څخه ګټه واخلي، خو په عین وخت کې خپل هویت او ارزښتونه هم وساتي. مهمه خبره دا ده چې تقلید ونه کړو، بلکې د ښه او بد ترمنځ د توپير ځواک ولرو.
لنډه دا چې فرهنګي یرغل یوه پټه جګړه ده چې د وسلو پر ځای د فکر، رسنیو، ژبې، هنر، فیشن، فلمونو، موسیقۍ او ټولنیزو شبکو له لارې ترسره کېدلی شي. د دې جګړې هدف یا پایله دا وي چې د یوه ملت پر فرهنګ او ارزښتونو اغېز وشي او خلک ورو ورو له خپل فرهنګي هویت څخه لرې شي.
بخت جمال کريمي
