کله چې جرئت د تاریخ لوری بدلوي
د یوه هېواد د لویو پروژو په اړه پرېکړه کول یوازې د دفتر پر مېز د قلم چلول نه دي، له ځان سره سیاسي مسؤلیت، اقتصادي خطر، تخنیکي ستونزې او د راتلونکي حساب هم لري. همدا ځای دی چې د جرئت ارزښت څرګندېږي. که د واخان له لارې د چین پر لور د افغانستان د نښلولو دا پروژه په عملي بڼه مخته ځي، نو د دې اقدام تر ټولو مهم اړخ یوازې سرک نه دی، تر ټولو مهم اړخ یې د «موږ کولی شو» ذهنیت دی.
ځینې کارونه پیسې غواړي، ځینې امکانات، ځینې وخت او مناسب شرایط، خو ځینې داسې ستر کارونه هم شته چې د ترسره کولو لپاره یې تر ټولو لویه پانګه جرئت، اراده او توکل وي.
کله چې امکانات موجود وي، لاره موجوده وي، اړتیا موجوده وي، خو پرېکړه نه وي، نو کارونه کلونه، لسیزې او نسلونه انتظار باسي.
زموږ د ولس یو ډېر ژور متل دی: «د زړه خوټې یې خوړلې دي.»
دا یوازې یو ولسي تعبیر نه دی، د ډېرو تاریخي حالاتو یو بشپړ تصویر دی. ځینې انسانان دومره له خطره وېرېږي چې له خپل سیوري هم ډارېږي. ځینې واکمنان بیا د واک د ساتلو لپاره دومره مصلحتونو ته تسلیم شي چې حتا د خپل هېواد هغه ستر فرصتونه هم له لاسه ورکړي چې شاید بیا یې تکرار کلونه وخت ونیسي.
تاریخ د داسې پرېکړو شاهد دی چې د یوه لاسلیک، یوې ارادې او یوې زړورې پرېکړې په وسیله یې د ملتونو د راتلونکي مسیر بدل کړی دی.
افغانستان هم د خپل تاریخ په یوه داسې پړاو کې ولاړ دی چې یوازې د تېر وخت یادول یې بسنه نه کوي؛ د راتلونکي لپاره باید لارې جوړې شي.
واخان یوازې یوه دره نه ده، د افغانستان د جغرافیې هغه ځانګړی باب دی چې هېواد له چین سره نښلوي. د دې سیمې له لارې د چین پر لور د لارې جوړول یوازې د یوه سرک جوړول نه دي، دا د افغانستان د جغرافیایي موقعیت د اقتصادي فرصت په بدلولو هڅه ده.
کلونه وشول چې د افغانستان د سیمهییز اتصال خبرې کېدې. د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او چین ترمنځ د افغانستان د پل کېدو نظریې مطرح کېدې. نقشې جوړې شوې، کنفرانسونه وشول، تړونونه او شعارونه واورېدل شول، خو ډېری وخت خبره تر خبرو وړاندې ولاړه نه شوه.
ولې؟
ځکه خبره کول اسانه دي، خو پرېکړه کول جرئت غواړي.
د یوه هېواد د لویو پروژو په اړه پرېکړه کول یوازې د دفتر پر مېز د قلم چلول نه دي، له ځان سره سیاسي مسؤلیت، اقتصادي خطر، تخنیکي ستونزې او د راتلونکي حساب هم لري.
همدا ځای دی چې د جرئت ارزښت څرګندېږي.
که د واخان له لارې د چین پر لور د افغانستان د نښلولو دا پروژه په عملي بڼه مخته ځي، نو د دې اقدام تر ټولو مهم اړخ یوازې سرک نه دی، تر ټولو مهم اړخ یې د «موږ کولی شو» ذهنیت دی.
یو ملت هغه وخت له اوږده ځنډ څخه را وځي چې د «که» او «خو» پر ځای د «راځئ چې عمل وکړو» ژبه وکاروي.
البته هره ستره پروژه باید د مسلکي مطالعاتو، اقتصادي محاسبې، چاپېریالي معیارونو، تخنیکي اصولو او دوامدار مدیریت پر بنسټ ترسره شي. احساسات د پروژو د جوړولو لپاره کافي نه دي، خو له ارادې پرته هېڅ لویه پروژه هم نه پیلېږي.
افغانستان ته همدا ترکیب پکار دی:
جرئت + تدبیر + تخصص + دوام = پرمختګ
که د واخان لاره سبا د چین له بازارونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، که د ترانزیټ لپاره نوې دروازې پرانیزي، که د هېواد د اقتصادي موقعیت ارزښت لوړ کړي، نو دا به یوازې د یوه سرک بریا نه وي، دا به د یوې نوې مفکورې بریا وي.
هغه مفکوره چې وايي:
افغانستان باید د جګړو د تېر تاریخ په ځای د سوداګرۍ او اتصال د راتلونکي په لور حرکت وکړي.
موږ ډېر وخت د افغانستان د جغرافیې له اهمیت څخه خبرې کړې دي، خو اوس د خبرو وخت د عمل وخت ته داخلېدل غواړي. که موږ د نړۍ په نقشه کې د خپل موقعیت له نعمت څخه استفاده ونه کړو، نور به یې زموږ پر ځای استفاده وکړي.
له همدې امله، هغه څوک چې د داسې حیاتي کار د عملي کولو جرئت کوي، باید د سیاسي اختلافونو له عینکو نه، بلکې د ملي ګټو له عینکو وکتل شي.
افرین پر هغه اراده چې د کلونو خبرې یې په عمل بدلې کړې.
افرین پر هغه چا چې د ستونزې پر ځای یې لاره ولیده.
افرین پر هغه چا چې د «خلک به څه وایي؟» پر ځای یې وپوښتل:
«وطن ته څه پکار دي؟»
همدا پوښتنه د تاریخ د بدلون پیل دی.
وطنونه هغه وخت نه جوړېږي چې ټول خلک د خطر له وېرې شاته ودرېږي، وطنونه هغه وخت جوړېږي چې ځینې کسان د مسؤلیت بار پر اوږو واخلي او د راتلونکي لپاره لومړی ګام پورته کړي.
موږ داسې افغانستان غواړو چې لارې یې یوازې د جګړې لپاره نه، بلکې د سوداګرۍ لپاره خلاصې وي؛چ،
پولې یې یوازې د شخړو نښې نه، بلکې د اړیکو دروازې وي،
جغرافیه یې یوازې د سیاسي سیالیو میدان نه، بلکې د اقتصادي فرصتونو سرچینه وي.
واخان دې یوازې د افغانستان او چین ترمنځ د یوې لارې نوم نه وي، واخان دې د افغانستان د نوي اقتصادي فکر د پیل نوم شي.
او که نن یو زړور ګام پورته شوی وي، سبا باید پرې لس نور ګامونه کېښودل شي.
ځکه تاریخ د هغو کسانو درناوی کوي چې د خپل وخت له وېرې نه، بلکې د خپل ملت له راتلونکي سره فکر کوي.
جرئت ته سلام،
توکل ته سلام،
عمل ته سلام،
او هغه مینې ته سلام چې د وطن پرمختګ په شعار نه، بلکې په عمل کې غواړي.
افغانستان د انتظار له اوږدې شپې وروسته د عمل ورځې ته اړتیا لري.
او د عمل لومړی شرط دا دی:
زړه باید ونه بایلوو، ځکه لویې لارې تل د زړورو خلکو په لاس جوړېږي.
درنښت
دولت "وزیري"
کلیدي ټکي
د لیکوال په اړه
Dawlat Wziri
Jalalabad, AFGHANISTAN
