د پاکستان پوځي تګلاره؛ د امنیتي دفاع په نوم د جګړې اور بلول
پر افغانستان د پاکستان د پوځي بریدونو تازه څپه یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې اسلاماباد د خپلو امنیتي ستونزو د حل لپاره ولې د افغانستان خاوره د پوځي فشارونو ډګر ګرځوي؟ پاکستان د دغو بریدونو لپاره د خپل امنیت او د ټي ټي پي د فعالیتونو د مخنیوي دلیل وړاندې کوي؛ خو د دې سیاست تر ټولو دردوونکې پایله هغه مهال راڅرګندېږي چې د امنیتي اهدافو په نوم ترسره شوي بریدونه د افغان ملکي وګړو ژوند اخلي، کورونه ویجاړوي او ښځې او ماشومان د جګړې قرباني کوي.
پر افغانستان د پاکستان د پوځي بریدونو تازه څپه یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې اسلاماباد د خپلو امنیتي ستونزو د حل لپاره ولې د افغانستان خاوره د پوځي فشارونو ډګر ګرځوي؟
پاکستان د دغو بریدونو لپاره د خپل امنیت او د ټي ټي پي د فعالیتونو د مخنیوي دلیل وړاندې کوي؛ خو د دې سیاست تر ټولو دردوونکې پایله هغه مهال راڅرګندېږي چې د امنیتي اهدافو په نوم ترسره شوي بریدونه د افغان ملکي وګړو ژوند اخلي، کورونه ویجاړوي او ښځې او ماشومان د جګړې قرباني کوي.
یوناما یوازې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۸مې په هوايي بریدونو کې په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړو وژل کېدل او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي. د ملګرو ملتونو په وینا، ښځې او ماشومان هم د دغو بریدونو قربانیان وو. پاکستاني حکومت په هماغه وخت کې تایید کړې وه چې د هغه امنیتي ځواکونو په دغو ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي دي.
خو دا یوازې یوه پېښه نه ده.
یوناما د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۵مې پورې افغانستان کې د پاکستان او افغان ځواکونو د فرضي کرښې پورې غاړې جګړو له امله ۱۸۵ ملکي تلفات ثبت کړي؛ ۵۶ کسان وژل شوي او ۱۲۹ ټپیان دي. د دغو قربانیانو ۵۵ سلنې ښځې او ماشومان وو.
او دا ټول راپورونه د یوناما په اړوندو ویبپاڼو او میاشتنیو راپورونو کې شته او تاسې یې موندلی شئ.
دا شمېرې هغه ادعا کمزورې کوي چې ګواکې د کرښې پورې غاړې پوځي عملیات یوازې د وسلهوالو د ځپلو لپاره محدود او دقیق اقدامات دي. کله چې د بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو دومره لوړه سلنه قرباني کېږي، نو د دغو بریدونو په اړه جدي پوښتنې مطرح کېږي.
د امنیت په نوم د افغانستان د حاکمیت ګواښل او د حریم نقض
پاکستان وايي چې له افغانستانه د هغه پر ضد وسلهوال فعالیت کوي او اسلاماباد حق لري چې د خپل هېواد د امنیت دفاع وکړي خو د یوه هېواد امنیتي اندېښنه بل هېواد ته د هغه د خاورې د بمبارولو نامحدود حق نه ورکوي.
د دې ترڅنګ، د افغانستان خاوره د یوه خپلواک هېواد خاوره ده. که پاکستان د افغانستان له خاورې د وسلهوالو د فعالیت په اړه معلومات لري، د حل لاره یې باید یوازې هوايي برید نه وي. د استخباراتي معلوماتو شریکول، مستقیمې خبرې، سرحدي همغږي او د امنیتي ضمانتونو جوړول هغه لارې دي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ژوند له خطره ژغورلی شي.
تر ټولو دردناکه بېلګه؛ د روږدو کسانو د درملنې مرکز
د پاکستان د هوايي بریدونو تر ټولو جنجالي پېښو یوه په کابل کې د «امید» د روږدو د درملنې پر روغتون برید و.
د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۶مه شپه د پاکستان د پوځ هوايي برید د روږدو د درملنې دغه روغتیايي مرکز بمبار کړ او د لسګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکړ شول.
د ملګرو ملتونو ماموریت په ښکاره ډول ویلي چې روغتونونه، روغتیايي کارکوونکي، ناروغان او ټپیان د نړیوال قانون له مخې ځانګړی خوندیتوب لري او پر روغتیايي مرکزونو بریدونه منع دي.
هغه کسان چې په دغه مرکز کې وو، د جګړې سرتېري نه وو. هغوی خپل روغ ژوند ته د بېرته ستنېدو لپاره د درملنې په هڅه کې وو. که یو ناروغ، ماشوم، ښځه یا سپینږیری د یوه دولت د امنیتي محاسبې په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو دا پوښتنه باید مطرح شي چې د امنیت لپاره د دغه اقدام بیه څوک ورکوي؟
پاکستان خپلو کورنیو ستونزو تر ستوني نیولی
پاکستان له جدي امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی. د تحریک طالبان پاکستان بریدونه، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني، د حکومت او اپوزیسیون سیاسي شخړې او د پوځ د سیاسي رول په اړه دوامداره بحثونه د دغه هېواد داخلي فضا پېچلې کړې ده.
د هند سیوری؛ افغانستان ولې د اسلاماباد په ستراتیژیک حساب کې مهم دی؟
د افغانستان او پاکستان شخړه یوازې د اسلاماباد او کابل ترمنځ دوهاړخیزه ستونزه نه ده. د هند مسئله هم د پاکستان په ستراتیژیک فکر کې له افغانستان سره تړلې پاتې شوې ده.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هند خپل اصلي امنیتي سیال ګڼي او د افغانستان جغرافیه یې د هند د احتمالي نفوذ له زاویې هم ارزولې ده. د پاکستان د «سټراټيژيکې ژورتیا» مفهوم هم په همدې امنیتي تفکر کې رېښې لري؛ د ۱۹۷۱ کال له جګړې او د ختیځ پاکستان له جلا کېدو وروسته، د پاکستان په امنیتي مرکز کې له هند سره د راتلونکې جګړې په صورت کې د افغانستان د جغرافیې اهمیت زیات شو.
په دې توګه، افغانستان په یوه خطرناک مثلث کې پاتې شوی.
پاکستان په وروستیو کلونو کې هند هم تورن کړی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالیتونو ملاتړ کوي؛ خو هند دا ډول تورونه رد کړي دي.
که اسلاماباد له هند سره امنیتي ستونزه لري، افغانستان باید د دې سیالۍ د تصفیې ډګر ونه ګرځي.
افغانستان نه باید د هند پر وړاندې د پاکستان سټراټيژیک شاتګځای وي او نه د پاکستان پر وړاندې د هند د نفوذ وسیله. د افغانستان د خلکو حق دا دی چې هېواد یې د بلې سیمهییزې سیالۍ په شطرنج بدل نه شي.
له افغانستان سره د پاکستان اختلاف؛ نوې ستونزه نه ده
د افغانستان او پاکستان ترمنځ بېباوري د نن ورځې له جګړې سره نه ده پیل شوې.
له ۱۹۴۷ کال راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې د ډیورنډ کرښې، قومي اړیکو، صفري نقطو، کډوالو او امنیتي سیاستونو له امله له اختلافونو ډکې پاتې شوې دي.
افغانستان په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د ملګرو ملتونو د غړیتوب پر وړاندې یوازینی مخالف هېواد و. د ډیورنډ کرښې د حقوقي حیثیت پر سر هم د کابل او اسلاماباد اختلاف له هماغه لومړیو کلونو د دواړو هېوادونو د اړیکو له مهمو ستونزو څخه پاتې شوی دی.
د پښتنو د قبایلي سیمو ویش، د پولې دواړو غاړو ته د کورنیو او قومي اړیکو دوام او د ډیورنډ کرښې پر سر تاریخي اختلاف دا موضوع لا پېچلې کړې ده.
له همدې امله، د افغانستان او پاکستان اوسنی بحران باید یوازې د «ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې» په یوه جمله کې خلاصه نه شي. د دې شخړې تر شا تاریخ، جغرافیه، امنیت، قومي اړیکې، د سیمې سیالي او د دواړو هېوادونو متقابلې بېباورۍ پرتې دي.
د پاکستان د «ترهګرۍ قرباني» کلیشه يي روایت
پاکستان ځان د ترهګرۍ له قربانیانو ګڼي او په دې اړه یې د خپلو امنیتي تلفاتو اوږد تاریخ لري خو د پاکستان امنیتي ستونزې دا پوښتنه نه ختموي چې د دغو ستونزو د حل لپاره د افغانستان دننه پوځي بریدونه تر کومه ځایه د منلو وړ دي.
د یوه هېواد د خلکو قرباني د بل هېواد د ملکي وګړو د قربانولو جواز نه شي کېدای.
که پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی، افغان ملکي وګړي هم د جګړې قربانیان دي. که پاکستان د خپلو اتباعو د ژوند د خوندیتوب حق لري، افغان کورنۍ هم هماغه حق لري.
د قربانيتوب سیالي د حل لار نه ده.
ښځې او ماشومان ولې د جګړې بیه ورکوي؟
د پاکستاني بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو ثبت شوې شمېرې یو تکرارېدونکی حقیقت ښيي: ښځې او ماشومان د جګړو له تر ټولو زیانمنو قربانیانو دي.
د فبرورۍ له ۲۶مې تر مارچ ۵مې پورې په ثبت شوو ۱۸۵ ملکي تلفاتو کې ۵۵ سلنې ښځې او ماشومان وو. په پکتیکا کې د فبرورۍ پر ۲۷مه د یوه هوايي برید له امله ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.
دا شمېرې باید یوازې د جګړې په احصایو کې پاتې نه شي.
د هر وژل شوي ماشوم تر شا یوه کورنۍ ده. د هرې وژل شوې ښځې تر شا ماشومان، مېړه، مور، پلار یا خپلوان دي. د هر ویجاړ شوي کور تر شا د یوه افغان د ژوند کلونه خواري او شتمني پرته ده.
کله چې بم په یوه کور ولګېږي، د جګړې نقشه نه بدلېږي؛ خو د یوې کورنۍ ټوله نړۍ بدلېږي.
د پاکستان «اسرائیلي چلند»
په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو په اړه افغانان د اسراییلو د پوځي عملیاتو مثال وړاندې کوي او استدلال کوي چې پاکستان په وینا کې د اسراییلو د کړنو مخالفت کوي، خو د ملکي تلفاتو په صورت کې خپله هم له ورته انتقادونو سره مخ کېږي.
د دواړو شخړو تاریخي او سیاسي شرایط یو شان نه دي؛ خو یوه حقوقي پوښتنه په دواړو کې مشترکه ده: ملکي وګړي باید خوندي وي. همدا اصل باید د هر دولت لپاره یو شان وي.
که د غزې ماشوم د نړیوالې خواخوږۍ وړ وي، افغان ماشوم هم د هماغې خواخوږۍ وړ دی. که پر روغتون برید د اندېښنې وړ وي، د کابل پر روغتیايي مرکز برید هم باید وڅېړل شي. که د یوه هېواد د حاکمیت نقض غندل کېږي، د بل هېواد حاکمیت ته هم باید د نړیوالو اصولو له مخې درناوی شي.
اوس که پاکستان رښتیا د خپلو امنیتي ستونزو حل غواړي، د افغانستان پر وړاندې د هوايي بریدونو پراخول یې اوږدمهاله حل نه شي کېدای.
پاکستان باید د افغانستان له چارواکو سره د مستقیمو امنیتي خبرو لپاره داسې میکانیزم جوړ کړي چې د دواړو هېوادونو د اندېښنو د څېړلو توان ولري.
که اسلاماباد ادعا کوي چې په افغانستان کې د پاکستان ضد ډلې دي، باید د مشخصو شواهدو پر بنسټ یې موضوع مطرح کړي او د ګډو پلټنو او څارنې غوښتنه وکړي.
د افغانستان پر کلیو، ښارونو، روغتیايي مرکزونو او ملکي سیمو هوايي برید د دې پر ځای چې ستونزه حل کړي، د دواړو ملتونو ترمنځ د دښمنۍ نوی نسل زیږوي، د غچ له جذبې ډک نسل.
پایله؛ د امنیت په نوم ناامني
د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ یو ساده امنیتي اختلاف نه دی. دا د تاریخ، قومي اړیکو، هند او پاکستان د سیالۍ، وسلهوالو ډلو او د دواړو هېوادونو د متقابلو امنیتي اندېښنو له ترکیب جوړ ناورین دی.
خو په دې ټولو کې یوه خبره باید هېره نه شي: د پاکستان امنیت د افغان ماشوم د وینې په بیه نه شي تأمینېدای.
د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه بحث کېدای شي، د پاکستان د ترهګرۍ قرباني کېدل هم څېړل کېدای شي، خو دا هېڅ یو دلیل نه شي کېدای چې د افغانستان ملکي وګړي د هوايي بریدونو هدف وګرځي. هغه پاکستاني سیاست چې هره امنیتي ستونزه د افغانستان له خاورې سره تړي او د خبرو پر ځای بمبارۍ ته لومړیتوب ورکوي، د ستونزې د حل پر ځای د هغې د پراخېدو خطر زیاتوي.
د افغانستان او پاکستان دواړه لور ته ولسونه د جګړې له اوږدو لسیزو ستړي دي. د دې سیمې خلکو ته نورې جنازې، ویجاړ کورونه او د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه د کینې نوي نسلونه باید و نه زیږوي.
د حل لاره دا نه ده چې یو هېواد خپل امنیت د بل هېواد په خاوره کې په زور ثابت کړي. د حل لاره دا ده چې امنیت د متقابل احترام، خبرو، د حاکمیت د درناوي او د ملکي وګړو د خوندیتوب پر بنسټ تعریف شي.
تر هغې چې دا اصل ونه منل شي، هر نوی هوايي برید ښايي یوه نوې پوځي پېښه وي؛ خو د هغې بد اغېز به تر ډېره د دوو ملتونو پر راتلونکي خپور وي.
م. ازاد
