دیوال شریکه یاره، اور به واخلي!
پاکستان بیا د خپلو پوځي اقداماتو لپاره د امنیتي ګواښونو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو موضوع مطرح کوي، افغان چارواکي د پاکستان ادعاوې ردوي او د افغانستان پر خاوره بریدونه د خپل حاکمیت خلاف بولي. د ملګرو ملتونو په راپورونو کې هم د پاکستان د بریدونو په هکله اندیښنه شودل شوې ده.
«زما د کور لمبو ته مه تودیږه؛
دیوال شریکه یاره، اور به واخلي!»
افغانستان د چا د جګړې میدان نه دی، او افغان ولس نور هغه ولس هم نه دی چې هره خبره به یې د ټوپک په ژبه ومنله. دا ملت له څو لسیزو جګړو وروسته د وینې، ویر، کډوالۍ او ویجاړۍ بیه په خپلو هډوکو ورکړې ده. نن د افغان ولس تر ټولو ستره غوښتنه دا ده چې خپل کور آباد، خپل وطن امن او خپل راتلونکی له جګړې څخه خوندي وویني.
له همدې امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکېچ
باید یوازې د یوې ورځې یا یوې پېښې په نوم ونه سنجول شي. د دواړو هېوادونو اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له امنیتي، کرښې او سیاسي شخړو سره مخ دي. په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د کرښې دواړو غاړو نښتو، د دروازو د تړل کېدو، هوايي بریدونو او د ملګی وګړو وژل له هیچا پټ نه دي. ملګرو ملتونو په ښکاره ویلي چې د دغو شخړو اصلي بار پر عامو خلکو پرېوځي او د اختلافاتو د حل لپاره یې د خبرو، ډیپلوماسۍ او د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
پاکستان بیا د خپلو پوځي اقداماتو لپاره د امنیتي ګواښونو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو موضوع مطرح کوي، افغان چارواکي د پاکستان ادعاوې ردوي او د افغانستان پر خاوره بریدونه د خپل حاکمیت خلاف بولي. د ملګرو ملتونو په راپورونو کې هم د پاکستان د بریدونو په هکله اندیښنه شودل شوې ده.
نو خبره باید روښانه وي:
افغانستان د بل چا د امنیت د ستونزو د حل میدان نه دی، او د افغانستان خاوره هم باید د بل هېواد پر ضد د بریدونو لپاره و نه کارول شي.
که اسلامآباد امنیت غواړي، امنیت په بمبارۍ نه، په خبرو، متقابل احترام، تفاهم او د ستونزو په سیاسي حل کې پیدا کېږي.
افغانستان ته د زور ژبه نوې نه ده. دې خاورې ډېر لښکرونه لیدلي، ډېرې نقشې یې بدلې لیدلې، ډېرې امپراتورۍ یې راغلې او تللې یې لیدلې دي، خو افغانستان پاتې دی.
له همدې تاریخ څخه باید یو درس واخیستل شي:
د افغان ولس حوصله د کمزورۍ معنا نه لري.
موږ نه غواړو چې د پاکستان ولس او افغان ولس د یو بل دښمنان شي. دواړه ولسونه مسلمانان، ګاونډیان او له جغرافیې، اقتصاد او تاریخ سره تړلي دي. خو ګاونډیتوب هغه وخت معنا پیدا کوي چې یو بل ته درناوی وشي، د یوه هېواد د کور د سوځولو هڅه د بل هېواد کور هم له لمبو خوندي نه شي ساتلی.
همدا ځکه دا خبره باید د ګواښ په توګه نه، بلکې د تاریخ د یوه ساده درس په توګه واورېدل شي:
زما د کور لمبو ته مه تودیږه؛
دیوال شریکه یاره، اور به واخلي!
افغانستان د جګړې پر ځای د سوداګرۍ لار غواړي،
د توپ پر ځای د بازار غږ غواړي،
د ویر پر ځای د ماشومانو خندا غواړي،
د کډوالۍ پر ځای د خپل وطن آبادۍ ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، له پاکستانه د افغانانو پراخ بېرته ستنېدل هم د افغانستان پر کمزورو ټولنیزو او اقتصادي سرچینو فشار زیاتوي، او د کرښې دواړو غاړو شخړو له امله د سوداګرۍ او بشري مرستو لارې هم زیانمنې شوې دي.
نو که رښتیا د سیمې ثبات غواړو، د جګړې د پراخولو پر ځای باید د سولې دروازې خلاصې کړو.
پاکستان دې د افغانستان د کمزورۍ خوب نه وینی، حساب باید له سیاستونو سره وي، نه له ولسونو سره.
افغانستان د خپل عزت، حاکمیت او امنیت د دفاع حق لري، خو تر ټولو لویه بریا دا ده چې یو ملت خپل وطن داسې پیاوړی کړي چې د جګړې اړتیا پرې کمه شي او د سولې ارزښت پرې زیات شي.
تاریخ د هغو هېوادونو کیسې نه ساتي چې تل یې په زور غوښتل نور مات کړي، تاریخ د هغو ولسونو نومونه هم ساتي چې له دومره وینو وروسته یې بیا هم د خپل کور د آبادۍ لار غوره کړه.
نو زموږ پیغام ساده دی:
له افغانستان سره د زور پر ځای د احترام ژبه وکاروئ.
د جګړې پر ځای د خبرو لار ونیسئ.
د ګاونډي کور ته اور مه اچوئ، ځکه باد د چا په اجازه نه چلېږي.
او که څوک فکر کوي چې د افغانستان په کور کې به اور بل کړي او خپله به له لوګي خوندي پاتې شي، د تاریخ تر ټولو ساده ځواب ورته همدا دی:
«زما د کور لمبو ته مه تودیږه؛دیوال شریکه یاره، اور به واخلي!»
ليکوال: دولت "وزیری"
کلیدي ټکي
د لیکوال په اړه
Dawlat Wziri
Jalalabad, AFGHANISTAN
