سرحدات یا پولې
پوله یوه داسې اصلي یا مصنوعي کرښه ده چې جغرافیایي سیمې جلا کوي. سرحدونه په بنسټیز ډول سیاسي سرحدونه دي. سرحدونه هیوادونه، ایالتونه، ولایتونه، ښارونه او قصبې سره جلا کوي.
پوله یوه داسې اصلي یا مصنوعي کرښه ده چې جغرافیایي سیمې جلا کوي. سرحدونه په بنسټیز ډول سیاسي سرحدونه دي. سرحدونه هیوادونه، ایالتونه، ولایتونه، ښارونه او قصبې سره جلا کوي.
پوله هغه ساحه په ګوته کوي چې یوه ځانګړې اداره په هغې خپل کنټرول لری . د یوې سیمې حکومت یوازې کولی شي په خپلو پولو کې دننه قوانین جوړ کړی او بیاېې پلي کړي
سرحدونه د وخت په تیریدو سره بدلیږي. کله کله د یوې سیمې خلک د تاوتریخوالي له لارې بله سیمه په زور ونیسي.
کله کله ځمکه په سوله ایزه توګه د تجارت یا د خرڅ لپاره پلورل کیږي.
ډیری وختونه، ځمکه د نړیوالو تړونونو له لارې د جګړې وروسته ویشل کیږي.
لکه د کوریا د جنګ نه وروسته ، د شمالی کوریه او د جنوبی کوریه مینځ ته راتلل ، د دویم جهانی جنګ نه وروسته د جرمنی په دوو هیوادونو کې تقسیمدل ، مغربی جرمنی او مشرقی جرمنی ، او د هندوستان تقسمیدل، د ازاد هندوستان او د پاکستان مینځ ته راتلل.
او څه سرحدونه د یورپی هیوادونو د کالونو هڅولاس ته راوړنه وي، لکه د ډیورنډ کرښه ،
ځینې وختونه، سرحدونه د طبیعي سرحدونو لکه د سیندونو ، صحراګانو ، یا د غرونو د لړۍ سره تیریږي.
د مثال په توګه، د فرانسې او هسپانیې ترمنځ سرحد د پیرینیس د غرونو په سر کې دې. د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ سرحد د ریو ګرانډې په نوم یو سیند رو کې دی. د څلورو هیوادونو نایجر، چاد، کیمرون او نایجیریا سرحدونه د افریقا د چاد د اوبو د تالاب سره ویشي
خو د ډیورنډ کرښه په دې یوه قضیه کې هم نه راځی ، مطلب دا چې دا یو غیر منطقی او غیر طبعی کرښه ده .
ډیری وختونه، سیاسي سرحدونه د خلکو هاغه ګروپونه هم ویشي چې کوم ګډ مذهب، کلتور، نسب، ژبه ، زمکه او ګډ تاریخ لري.
د دویم جهانی جنګ نه وروسته د آلمان ملت تر کال ۱۹۸۹ پورې د ختیځ آلمان او لویدیځ آلمان تر منځ وویشل شو. خو په کال ۱۹۹۰کې بیا یوځای شو، او پوله ورکه شوه ، خو د مغربی جرمنی دولتونو به په واز کومې د مشرقی المان د بیرته اخیستلوخبرې کولې.
د آلمان یو ملتپال فیلسوف جوهان هیرډر ویل چې که تاسو "ملتپال د دوی د هیواد نه محروم کړئ، نو تاسو به دوی له هرڅه نه محروم کړئ.
د جرمنی یو ډیر پیاوړې سیاسون بسمارک به وئیل چې د جرمنی خاوره او وینه سره یو دی ،
د آلمان یو ملتپال شاعر ارنسټ موریتز آرنډټ وئیلی دی چې "د مذهب ترټولو لوړ شکل دا دې چې د خپل وطن سره د قانون او شهزادګانو ، پلرونو ، میندو ، میرمنو او بچو څخه په جوش سره ډیره مینه ولرې.
د فلسطین د ازادې د ډیموکریټک فرنټ لیډر نایف حوتمه استدلال کوی چې د وطن ارزښت د هغه د اقتصادي ظرفیت له مخې نه ټاکل کیږي. مونږ چې د څه لپاره جنګیږو، نوکه دا یوه بنجر او دښته ده چې یوازې اغزي پکې وده کوي. خو دا مونږ ته قبوله ده.
په حقیقت کې ځمکنۍ شخړې د سرحدونو د ژوند یوه برخه ده ، چې د سیمو په څنډو کې د ټولنو په مینځ کې شتون لري.
ځمکنۍ شخړې زموږ د نړۍ د سیمو په روان بدلون کې په بشپړ توګه برخه اخلي روان دي ، ځکه چې دوي د جغرافیه او تاریخ پوهانو لخوا ښه مستند شوي دي.
داسې انګیرل کیږي چې ، "انسانان ترټولو له هغه چا سره اړیکې لري چې څوک د ژبې ، کلتور ، او د تاریخ په لحاظ سره دوی ته نږدې وي".
او دهغه وجه ده چې دا په نړیواله توګه په سرحدونو مستقیم تاثیر لری.
او یو بل ته د دولتونو د سرحدونو واټن او نږدې والي د دولتونو ترمینځ مهم رول لوبوي.
د سرحداتو یو پوه هینک وان هوټم وايي سرحدونه هاغه خلک جلا کوي چې په مختلفو قومیتونو پورې اړه لري.
په دې توګه ، هغه باور لري چې د جغرافیې تر څنګ د سرحدونو په مطالعه کې ټولنیز، کلتوري او اقتصادي اړخونه هم باید په پام کې ونیول شي.
هغه په دې باور دی چې دا قومونه , د دوي "ټولنیز دودونه" , جغرافیه او سیاسي سرحدونه حتی د دولتونو او سرحدونو له رامینځته کیدونه ډیر د مخکې نه شتون درلود.
رابرټ منډېل هم استدلال کوي چې که چرې سرحد د "قومونو تاریخی حدود سره په مطابقت کې نه وي نو شخړې او جنګونه به مینځ ته راوړی.
بل اړخ ته ګټورې سرچینې هم د دوو هیوادونه په مینځ کې یو ډیر لوې رول لوبوی ،د یو هیواد د بل هیواد د بډایه سرچینو سیمو کنټرول ترلاسه کول د سرحدي شخړو او جګړو لامل کیدی شي ، په ځانګړي توګه په هغه وخت کې چې د سرچینو کموالی د پام وړ وي.
د دوو هیوادونو په مینځ کې چې کله داسې کرښې راښکودلې شي، چې په هغې کې د یو اړخ ګتورې سرچینې د بل اړخ په قبضه کې راشي، نو جنګ به حتمي کیږې.
لکه پاکستان د ډیورنډ د کرښې نه تر د اباسین پورې د افغانستان په ځمکه قبضه کړې ده ، چې دا ټوله ۱۴۱۰۰۰ مربع کلومیټر رقبه د معدنیاتو، ګاز او د مټورو ځوانانو نه ډکه ده، او د افغانستان اوبه پاکستان ښه په مړه خیټه مفت استعمالوي، نو په داسې حالاتو کې به یو ځل جنګ خا مخا کیږي.
او د بده مرغه دې باچایانو او د اولس مشرانو خو د خپلو چوکیو او د شخصي ګټو په خاطر په خپله جنګ نه کوو، خو چې چا به د خپل وطن او د خپل اولس د پاره جنګ کول غوښتل، نو دې قام خرڅه او وطن فروشه مشرانو به ورته په لاره کې خنډونه جوړول.
بل اړخ ته ، کله چې د پولې شخړې لامل قومي ستونځې وي نو احتمال لري چې د تاوتریخوالي لامل شي.
دا ځکه چې خلک د قومي مسلو په اړه په کلکه ، احساساتي او تاوتریخوالي سره عکس العمل ښیې
نو د افغانستان او د پاکستان په مینځ کې خو قومي، د ځمکې او د سرچینو ستونځې دی ، نو ایا دا ستونځې به د جنګ نه پرته څنګه حل کیږی؟
ایا پاکستان به دا ځمکې او سرچینې افغانستان ته په رضا ورکړی ؟ چې راشې خپلې زمکې او سرچینې مو تر لاسه کړې؟ د دې خبرې د چا سره جواب شته؟
د دریمې نړۍ هیوادونو کې د ځمکې اهمیت ډیر لوې رول لری ،او بیا خاصکر په هاغه ځمکو چې کومې د یو هیواد نه اشغال شوې وی نو د ځمکې دعوې به خا مخا رامینځته کیږی
نو که یو هیواد خپلې زمکې ترلاسه کول غواړی ، نو خبره به جنګ ته ځی
لکه چې د افغانستان ځمکه اول سیکهانو بیا انګریزانواشغال کړې وه ، او بیا انګریزانو پاکستان ته په حواله کړه - نو دا خبره به یوځل شخړې او جنګونه مینځ ته حتمن راوړی
د پولو په اوږدو کې د راتلونکي شخړو او جنجالونو د مخنیوي لپاره دولتونه باید مختلف عوامل په پام کې ونیسي- چې دا جغرافیايي ، ټولنیز ، کلتوري او سیاسي عوامل دی
د مثال په توګه ، د جغرافیې په شرایطو کې غوره سرحدي کرښه د طبیعي سرحدونو لکه د غرونو ، سیندونو یا صحرا لخوا ترتیب شوې یو سرحد وي
په داسې حآلاتو کې دا احتمال شتون لري چې په راتلونکي کې شخړې او لانجې رامینځ ته نه شی
خو هینک وان هوټم لیکی چې سرحدونه دوه قسمه وی ، یو طبیعی چې ښه سرحد بللې شی او دویم غیر طبیعی سرحد چې بد سرحد بللې شي ،
اوس اباسین د افغانستان یو طبیعي سرحد دې ، ځکه چې په ریږویده کې لیکلي شوي دي ، چې د دې خبرې ثبوتونه موجود دي ، چې څوار لس سوه کاله قبل مسیح کې پښتانه د اباسین نه تر د امو پورې په ځمکه میشته وو ، او په هاغه وخت کې به هم دوي په پښتو کې خبرې کولې،
چې هغه لږ کم ۴۰۰۰ کاله جوړیږی ، خو بیا وائي چې د دې نه مخکې مونږ ته پته نه لګي ، نو خبره هم هاغه پنځو شپږو زرو کالو ته رسي ، نو زمونږ طبیعی سرحد اباسین دې او دا قسمه سرحد ته هینک وان هوټم ښه سرحد وائي، خو هاغه سرحد چې چا په چا په زور ورتپلی دی ، نو هغې ته غیرطبیعی سرحد وئیلی شی ، چې دا ښه سرحد نه شی جوړیدلې،
لکه د ډیورنډ کرښه غیر طبیعي سرحد دې چې په افغانستان په زور راتپلې شوې دې - او هینک وان هوټم وائي چې دا قسمه غیرطبیعی کرښې په راتلونکې کې ډیرې شخړې او جنګونه مینځ ته راوړلې شي
, او بل هغه شخړې چې قومی عنصر لري ډیرې خطرناکې ، حساس او د حل لپاره ډیر مشکل لری اودا ډول شخړې د ډیر وخت لپاره دوام لري
لکه څنکه چې ۱۳۳ کاله د ډیورنډ د کرښې اوشول ، خو دا شخړه تر اوسه پورې دوام لری،ځکه چې دا قومی عنصر لري چې دوه روڼه ئې په خپل مینځ کې سره جدا کړي دي ،
د استعماري پولو په اړه ، باید یادونه وشي چې دا ډول سرحدونه معمولا د استعماري ځواک د ګټو پراساس نیول کیږي او نور عوامل او د راتلونکي شخړو احتمال په پام کې نه نیسي ، نو ځکه احتمال شته چې دا قسمه کرښې ستونزې رامنځته کړي
یو روسي لیکوال ټالسټای لیکی، چې ټول خوښ سرحدونه یوشان دي- پداسې حال کې چې هر ناخوښه سرحد په خپله یوه ستونزه ده
د ملکونو په مینځ کې چې کوم سرحد د دواړو هیوادونو په خوښه مینځ ته راشې ، نو د هاغه هیوادونو په مینځ کې په راتلونکې کې هیڅ ستونځې نه وي ، او هغې ته د خوشحالې سرحدونه وائي ،
خو چې کوم سرحدونه د دواړو ګاونډی هیوادونو په مینځ کې د دوړاو هیوادونو په خوښه مینځ ته نه وي راغلي ، نو په راتلونکې کې هغه د یوې لوئې ستونزې سره مخامخ کیدې شي
ډیورنډ کرښه د ډیرو وختونو څخه ډیر ستونزمن دې ځکه چې دا کرښه د انګریزی استعمار د اړخه په افغانستان ورتپل شوې ده ،
نن ورځ د یوې داسې پولې شتون چې د پښتنو سیمه په دوو برخو کې ویشي او پښتانه په خپل منځ کې سره جلا کوي ، نه یوازې د افغانستان او پاکستان تر منځ جدي پوځي دښمنیو، ټولنیزو اوآقتصادي مسایلو او جغرافیائي او سیاسي شخړو ته لمن وهي،
بلکې پاکستان دا سیمه د ترهګرو ډلو، تاوتریخجنو یاغیانو او جنایتکارو سازمانونو په مرکز بدله کړې ده ،چې په بدل کې د بې ثباتۍ حالت ته وده ورکوي
له همدې امله، نړیواله ټولنه باید د پاک افغان د اوسنۍ پولې بیاکتنه وکړي او د پخلاینې پروسې ته لاره هواره کړي؛ ګنی دا سیمه د یوخطرناک راتلونکی سره مخامخ کیدو واله ده ،
دا خبره پخپله مورټیمر ډیورنډ کړې ده ، چې د دیورنډ لائن نه د هند د غاړې قومونه باید د برتانیې په خاوره کې اونه ګڼل شي. دوی یوازې د اصطلاح په تخنیکي معنی کې زموږ تر نفوذ لاندې دي، یعنې تر هغه ځایه چې امیر عبدالرحمان خان زمونږ د اثر او نفوز تابع وی ،
په کال ۱۸۹۶ کې د هندوستان وائسرائ ایګلن په ښکاره ډول وئیلی وو، چې د ډیورنډ کرښه په دهغه سیمه کې د اثر او نفوز لپاره مینځ ته راغلې ده ،
لیکوال : مشال خان ټکر
د لوی افغانستان د غورځنګ ګام بنسټکر
