په افغاني اقتصاد کې د پانګي د جذب او تحرک لپاره د ګټمنو فرصتونو خلا څنګه ډکه کړو؟
هر څومره چې د یوه هېواد د پیسو دوراني دائره Circulation of money غني کیږي په هماغه اندازه د غربت کچه کمیږي او د کاروبار فرصتونه زیاتیږي، خو برعکس که په دې دائره کې پیسې کمیږي یا په محدود ځای او محدودو لاسونو کې خزانه «کنز یا ګنج» شي نو یې تاوان هم فردي دی او هم جمعي دی.
محمدآصف ننګ
د اقتصاد خپرندوی مشر
په ساده ژبه مې پیغام دا ده چې دلته په افغانستان کې ګڼ شمیر داسې وګړې شته چې دوی ته کله نا کله پیسه په لاس ورځي، یا قسمت ورسره یاري کوي، یا میراثي ملک ورته پاته کیږي یا هم د کوم ملک او جایداد د خرڅلاو له مخې د پانګي خاوند کیږي، خو غالباً دغه پانګه او ملک په کم وخت کې ترې په مصرف لګیږي، کال نیم کال بیرته هماغسې تش لاسی شي، که څه هم په زرګونو وطنوال داسې دي چې دوی غواړي خپله پانګه په کوم ګټور کاروبار ولګوي، یا په کوم سهامي شرکت کې په ګټه ورواچوي خو داسې مجال او فرصت نشي موندلی...نو آیا داسې سهامي شرکتونه، بانکونه او کاروبارونه نشته چې له دغسې وطنوالو سره کومک وکړي؟
پدې بحث کې پر دریو برخو رڼا اچوم:
اول، د افغانستان د عادي انسان په لاس کې بې ثمره پانګه او ناخردمندانه استهلاکي لګښت یې
دویم، د دغسې پانګې په ګټمن لګښت کې یې فرد، دولت او ټولنې ته ګټي
دریم، د مشارکتي فرصتونو نه شتون او د مسوول سکتور نامسوولانه نقش
په نورې نړۍ کې د کم هنره وګړو لپاره ځانګړې سکیمونه موجود دي، لکه د بانکي ودیعې ګټه «د بانکي پس انداز سود»، یا د بانډونو او اسهامو په مارکیټ کې قماري لوبي، همدارنګه په لویو شرکتونو او کمپنیو کې د مضاربت او مشارکت ګټي، که څه هم نن سبا د ډیجیټل مني «برېښنایي پیسې» او د کریپټو کرانسیو کاروبار «بایننس» Crypto Currency ګټه وټه هم شته چې غالباً دغه وروستی یې سوچه قماري «بخت او طالع» دي، دلته پر دې ډیر نه تم کیږم.
په افغانستان کې لاهم دغو پورته معاملاتو چندان وده نده کړې او ځینې یې د دیني ملحوظاتو له مخې تقریباً بند دي.
تازه په تازه د بیخ بناوو عمراني او ساختماني کارونه د «شریک آبادي» په عنوان پیل شوی چې دا د نسبتاً متوسطه پانګو د خوځښت او تحرک لپاره یو ښه فرصت دی.
لومړي بحث،
له تیرو ۲۵ کلونو د افغانستان د کار او کارګرو بازار نسبتاً هوښیاري او وېښتابه تر لاسه کړی، زموږ عام وګړی، که څه هم د سواد او زده کړې له نعمت چندان ندی برخمن بخصوص ۸۲٪ اطرافي او دهاتي وګړي، خو له نیکمرغه دغه تیر ۲۵ کلونه له تیرو ۲۵۰ کلونو سره جوت توپیر لري، مثلاً اوس په کلیوالو سیمو کې او په لویو کورنیو کې یواځي یو پلار یا مشر ورور غریبۍ او زحمت نه کوي، بلکي زیاتره د کور نور غړي هم د مسوولیت احساس کوي، هغه «د یوه راوړي سلو خوړلې..» سنت بدل شوی...هر ځوان د مسوولیت احساس کوي او غواړي د خپل لاس ګټه د نورو له منت پرته وخوري...دا په کدري لحاظ یو ښه کیفیت او ښه بدلون دی...خو بیا هم له ملاحظاتو ډک بدلون دی..
مثلاً په کدري لحاظ د عام وګړي ذهني او برنامه یې ظرفیت نهایت ټېټ دی، ابتکار او نوښت یې کم دی ځکه خو حتی که پانګه په لاس ورسي نشي کولی په مفیده او ګټور کاروبار یې ولګوي داسې کاروبار چې پانګه یې ګټمن چلښت او خوځښت پیدا کړي او پایداره عایدات ورته تامین کړي.
غالباً دغه عام وګړي برنامه یې لاسنیوی ته اړتیا لري، هم دوی لارښووني ته اړتیا لري او هم یې ورسره پانګه د دولتي ادارې یا پانګوني سکتور او بنسټونو لخوا بسیج او تنظیم ته اړتیا لري تر څو یې پانګه په تحرک او منفعت کې ولویږي او په داسې زنځیروي سیسټم کې واچول شي چې نور هم ترې مستفید شي، دیته سازماني سیسټم وایي چې د عام وګړو راکده او ثابته پانګه په خوځنده پانګې بدله کړي او پدې توګه د پیسو دایره پرې غني شي، په اقتصادي اصطلاح دېته Enrichment of the monetary circle یعني د ټول هېواد په کچه د پیسو دوراني دائره ګټمنه ګرځول...تر څو ټولو وګړو ته یې منفعت توزیع شي...
دویم بحث،
هر څومره چې د یوه هېواد د پیسو دوراني دائره Circulation of money غني کیږي په هماغه اندازه د غربت کچه کمیږي او د کاروبار فرصتونه زیاتیږي، خو برعکس که په دې دائره کې پیسې کمیږي یا په محدود ځای او محدودو لاسونو کې خزانه «کنز یا ګنج» شي نو یې تاوان هم فردي دی او هم جمعي دی، ځکه خو په اسلامي اقتصاد کې د قرآنکریم له احکامو سره سم پیسې نه باید چې راکدې، جامدې او بې ثمره ذخیره شي...قرآنکریم فرمایي: وَ الَّذینَ یَکْنِزُونَ الذَّهَبَ وَ الْفِضَّةَ وَ لا یُنْفِقُونَها فی سَبیلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذاب أَلیم یَوْمَ یُحْمى عَلَیْها فی نارِ جَهَنَّمَ فَتُکْوى بِها جِباهُهُمْ وَ جُنُوبُهُمْ وَ ظُهُورُهُمْ هذا ما کَنَزْتُمْ لاِ َنْفُسِکُمْ فَذُوقُوا ما کُنْتُمْ تَکْنِزُونَ...یعني هغه کسان چې سره او سپین زر «پیسې» ذخیره کوي او د خدای (ج) په لاره کې یې نه مصرفوي، هغوي ته د دردناکه عذاب بشارت ورکړه، ورته ووایه چې همدا ذخیره شوې پیسې او ګنج به د قیامت په ورځ او په جهنم کې ستاسو پر مخونو، څنګونو او شاوو باندې وداغول شي بیا به درته وویل شي چې اوس یې خوند وڅټئ، دا هغه ذخیره شوې کنزونه دي چې تاسو ذخیره کول او نه به مو مصرفولې...
ساده تفسیر یې دا ده چې: د پیسو ذخیره کول، جمع کول او له اقتصادي ګټې وټي یې راګرځول شدیداً ممنوع ده، پیسې باید د خلکو ترمنځ په جریان او دوران کې ولویږي تر څو لاس په لاس شي او منفعت یې د وګړو ترمنځ ګډ شي...معنا دا چې پیسې باید په کاروبار ولویږي او دولتونه مسوولیت هم شدیداً مسوولیت لري چې په دخلونو او سیفونو کې د ذخیره شویو پیسو لپاره کاري او ګټمن فرصتونه مهیا کړي...
دریم بحث،
همدا پورته دیني حکم کاملاً دولت او افراد مخاطب کوي، افرادو ته حکم کوي چې پیسې په کاروبار ولګوئ، په تجارت یې ولګوئ...په عین حال کې دولت ته خطاب کوي چې اسلامي دولت مکلف دی چې د خلکو په کورونو او جیبونو کې د ذخیره شویو خزانه شویو پیسو لپاره کاري فرصتونه او مجالونه مهیا کړي.
ددې بحث نتیجه او ماموریت
په افغانستان کې د غربت او فقر یو لنډ تحلیل دا دی چې دلته معمولاً وګړې او دولتونه دواړه چندان موثریت نلري، وګړې ناکاره، ساده، بې زړه او تنبل دي او دولتونه له پخوا راهیسې بې برنامې دي چې غواړم دلته پر دې دواړو، او هم د پانګې د تحرک او خوځښت لپاره د افرادو پر پانګې او ضمناً د لویو پانګو «طبیعي سرچینو او بهرنۍ پانګونې پر جذب» تمکین وکړم، معنا دا چې څلور ماموریتونه حتماً د بحث وړ دي:
1. د افرادو د ظرفیتي ودې لپاره سپارښتنې
2. د دولتي برنامو لپاره سپارښتنې
3. د طبیعي منابعو د تحرک او استخراج لپاره سپارښتنې
4. د کورنۍ او بهرنۍ پانګوني د جذب لپاره سپارښتنې
اول ماموریت، د عادي افرادو د ظرفیتي ودې لپاره سپارښتنې
د افغانستان وګړې واقعاً د ترحم او لاسنیوی وړ دي، دوی ددې مستحق نه دي چې د نړۍ په خیراتونو متکي او روږدي پاته شي. په داسې یوه غني هېواد کې چې هم یي کاري نسل (د نفوس ۶۷٪ له ۱۷تر ۵۵ کلنۍ پورې تشکیلوي)، دغه د نسل مزیت په اروپایې هېوادو کې شدیداً د انقراض په حالت کې دی...تر څنګ یې کار ته مهیا نسل (له صفر تر ۱۶کلنۍ پورې زموږ د نفوس شاوخوا ۲۵٪ دی) په داسې حال کې چې په اروپایي هېوادو او امریکا کې د زاد او ولد نرخ سخت ټېټ دی، دوی د دوهمې کاري طبقي لپاره (له ۱۷تر ۵۵کلنۍ پورې) د راروانې خلا له ویرې له آسیایي هېوادو د کاریګرو مهاجرت تشویقوي خو تر څنګ یې له آسیایې او شرقي کلتور ویره هم لري... معنا دا چې افغانستان کار او اشتغال ته مهیا او مساعد نفوس په کثرت سره لري، هم د کار لپاره ذخیره نسل (هغه ۲۵٪ ماشومان) په غټه سلنه لري او هم کار ته مساعدت نسل (هغه ۶۷٪ ځوانان او پاخه)، دغه مزیت په اقتصاد کې (په بشري قوا) کې لویه سرمایه بلل کیږي، ځکه نو پر دولتونو لازمه ده چې د دې نسل د ظرفیت جوړوني او استخدام لپاره ملي برنامې پراخې کړي...ددې برخې عمده موخه مې دا ده چې دولت د بسیطو افرادو د ودې او خردمنده کاروبار لپاره باید زمینې مساعدې کړي، مګر دا موخه تر همدې ځایه کافي نده، کله چې دولت په لویو برنامو او پروژو لاس پوري کړي، ددغو افرادو لپاره د فرصتونو او پانګونې دایره پراخیږي او سوکه سوکه دغه واړه تشبثات په میانه او بیا په غټو تشبثاتو بدلیدلی شي.
د داسې فرصتونو او پانګونې د جذب لپاره لازمه ده دولت د سهامي شرکتونو پر ایجاد او هغه د مضاربت او مشارکت اسلامي اصول له کتاب څخه تطبیق ته راولي، دولت کولی شي داسې تشویقي او تسهیلاتي امتیازات وضع کړي چې حتی واړه تشبثات او سوداګریز کاروبارونه په سهامي هغو تبدیل کړي، تر څو د افرادو وړې پیسې هم په دغسې مجربو او ګټمنو کاروبارونو کې خوندي شي...طبعاً چې ددې لپاره قانوني تسهیلات، مصئونیتونه، دولتي ملاتړونه او حقوقي محاکم لازم دي...دولتي خزانه باید په ټولنې کې توزیع شي، تشبثات پرې اشباع شي او پدې توګه هغه د بیت المال اصلي او اساسي نقش پرې ادا شي، کوم چې د خلکو رفاه او سوکالي تامینوي...
دویم ماموریت، د دولتي برنامو لپاره سپارښتنې
د داسې کارنده نفوس، کار او زیار ته عیارول یو واجبي ماموریت دی تر څو عادي افراد په کاروباري افرادو بدل شي، یعني عادي انسان په خیرالناس بدل شي، خیرالناس من ینفع الناس، او دا هغه وخت کیږي چې دولت او خصوصي سکتور، د رسنیو په شمول، دوی ته تجارتي پوهاوی او ظرفیتي مهارتونه ورکړي. پدې برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو، د کار او ټولیزو چارو وزارت، د سوداګرۍ او صنایعو خوني او د حرفوي مهارتونو د ودې ادارې او موسسات شدیداً مکلفیت لري چې فني او حرفوي زده کړې په مختلفو سطوحو پراخې کړي، تر کلیو او بانډو، تر ځوانانو، پېغلو او مشرانو دغه مهارتونه یا Skills Building د دولت په ملي برنامې کې شاملې کړي، دا له یوې خوا تر څنګ یې په رسنیو، تلویزیونونو او د جمعي اطلاعاتو د وسایلو له لارې په ساده او ډرامه یې ژبه عامو وګړو ته تجارتي او کاروباري پوهاوی ورکړي...یعني دغه مهمه رسنیزه خلا باید په ټول قوت، حتی د ممبر او محراب له لارې د وعظونو او خطابو له لارې جماعي او عمومي کړي، تر څو د وګړو د سوچ او تصمیم کچه لوړه شي، تشویق او ترغیب شي چې په موثرو او ګټمنو کاروبارونو ځانونه سمبال کړي... سوداګریزه بانکونه او دولت کولی شي د ګډو برنامو له لارې (مثلاً د سهامي شرکتونو په پراخ ایجاد سره) د افرادو فردي پانګې په ټولیزي یا جماعي پانګي بدلې کړي...بانکونه او سهامي شرکتونه بهترین اوزار او وسایل دي چې کولی شي د افرادو پانکي پس اندازونه، پرته له سودي تعامل، په ګټورو پانګونو (مضاربت، مشارکت او...)کې بسیج، تشویق او استعمال کړي.
دریم ماموریت، د طبیعي منابعو د تحرک او استخراج لپاره سپارښتنې
دولت کولی شي د حکومت او خصوصي سکتور د مشارکت د اصل PPP له مخې د ولس پانګه او سرمایه ځانته راجذب او د سنجیده پلانګذارۍ له مخې ورته د پانګوني او پایداره عوایدو زمینه مساعده کړي، پدې هکله د PPP قانون توشیح شوی چې په زرګونو برخو کې د حکومت او خصوصي سکتور مشارکت تامینولی شي، خاصتاً د پایتخت زون اداره چې د ښارجوړوني وزارت تر چتر لاندې ده، دوی په زرګونو مشارکتي فرصتونه ډیزاین کړي چې کولی شي ددغو پروژو د تطبیق لپاره د «سهامي شرکت» تر چتر لاندې د تمویل او ونډې پراخې زمینې مساعدې کړي، پدې توګه به یوه غټه برخه راکده او ذخیره پانګه د خلکو له کورونو او جیبونو راووځي او په عام المنفعه بهیر کې به شاملې شي...ددې خبرې دوام تر لاندې عنوان بشپړوم
څلورم ماموریت، د کورنۍ او بهرنۍ پانګوني د جذب لپاره سپارښتنې
د رسمي او اټکلي احصائیو له مخې له افغانستان څخه په تیرو شلو کلونو کې شاوخوا ۲۰۰ میلیارد ډالره وتلي، د سرمایې دغه وارونه فرار واقعاً د تاسف وړ ده، په هر حال جګړې، تورې پیسې، د پانګونې لپاره په کور د ننه د نامساعدو شرایطو دوام او د ضعیفې حکومتولۍ په سبب غالباً «د سرمایې فرار» ترسره شوی، که ددغه پانګي نیمایي برخه بیرته وطن ته راوګرځي باور لرم چې د فقر او غربت میزان به ورسره خپل نزولي ګراف غوره کړي، دم مهال د افغانستان په پولي دایرې GDP کې شاوخوا ۴۵-۵۵ میلیارد ډالرو عمومي کورنۍ سرانه عاید یا عمومي GDP فعاله ده خو په رسمي کچه دغه میزان څه کم ۱۵ میلیارد ډالرو ته رسیږي، خو که د فراري سرمایو د جذب ملي تشویقي برنامې عملي شي، باور لرم چې دغه عموميGDP به شاوخوا ۱۴۰-۱۶۰ میلیاردو او رسمي GDP به تر ۳۰ میلیاردو ډالرو لوړه شي، ددې مختصره معنا به دا وی چې د افرادو د مصرف توان Purchasing Parity Power(PPP)به لوړ شي، خرید او مصرف به زیات شي، ورسره به د تولید کارخانې او تجارتي تشبثات وده او رونق وکړي.
هکذا دولت کولی شي د بهرنۍ پانګي د جذب لپاره شرایط مشوق او مساعد کړي، دا مهال افغانستان د شراکت لپاره استثنایي مزیت Extra Ordinary advantagesلري، تر تحریمونو او اقتصادي تعذیراتو لاندې هېوادونه مجبور دي په ښو شرایطو او انعطافي معیارونو مقابل جانب «خارجي مشارکت» ته امتیاز ورکړي.
د افغانستان طبیعي سرچینې، نادره منابع یا پګماتیت Pegmatite، لکه لیتیوم، یورانیوم، پلتنیوم، نیوبیوم، تانتالیوم، بریلیم، تورمالین او...هکذا په مس، اوسپنې، طلا، قیمتي کاڼو، نفت او ګازو او بندونو کې کولی شي سیمه ییزه اتصال او مشارکتونه رامنځته کړي...لنډه دا چې دا مهال افغانستان کولی شي د «اقتصادمحوره حکومتولي» تر لومړیتوب لاندې ګڼ سیمه ییزه مشارکتونه له ګاونډو هېوادونو، ترکیه، هندوستان، روسیه او عربي هېوادو سره ایجاد کړي، ځکه چې دغه مشارالیه هېوادونه د امریکا او غربي تحریمونو او اقتصادي تعذیراتو تابع ندي....
