پاکستان او ویجاړونکی کورنی کړکیچ !
د اسلامآباد د زوال نښې؛ اټومي ځواک، خو په پورونو، ناامنۍ او کورني کړکېچ کې بند پاتې دولت! هغه کړکیچ چې د پښتنو بلوڅانو د تاریخ یو نوې پاڼه ده او له دې وړاندې نورو اقداماتو پوځي رژیم دا ډول نه و اړ کړی .

پاکستان، هغه هېواد چې له څو لسیزو راهیسې ځان د جنوبي اسیا اټومي ځواک او مهم ستراتیژیک لوبغاړی بولي، نن د اقتصادي سقوط، امنیتي ګډوډۍ، سیاسي بېثباتۍ او ژور ټولنیز کړکېچ له داسې واقعیت سره مخ دی چې د دولت د بقا لپاره یې بیا د نړۍ د قدرتونو او نړیوالو مالي بنسټونو دروازې ټکولې دي.
اسلامآباد، چې کلونه یې د ستراتیژیک موقعیت، پوځي ائتلافونو او نړیوالو امتیازونو پر مټ خپل اقتصاد پر مخ بیولی، اوس د مالي تنفس لپاره له امریکا د ۱۰ میلیاردو ډالرو د مرستې غوښتنه کړې او هممهاله یې له چین څخه غوښتي چې د پاکستان ۱۷ میلیارد ډالره پورونه وبښي.
د رسنیو د تایید شویو شمېرو له مخې، پاکستان اوس د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو، بانکونو او نړیوالو مالي بنسټونو څخه شاوخوا ۱۳۰ تر ۱۴۰ میلیاردو ډالرو پورې پورونه لري.
د رویټرز د راپور له مخې، اسلامآباد غواړي د امریکا په مالي ملاتړ د بهرنیو اسعارو خپلې زېرمې پیاوړې کړي، د کلدارې ارزښت وساتي او د اقتصادي بحران فشار کم کړي.
سربېره پر دې، پاکستان د پنځو کلونو د بېرته ورکړې مودې لرونکې مالي اسانتیا او نړیوالو پانګهوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره هم د واشنګټن ملاتړ غواړي. په همدې موخه د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د امریکا د خزانې وزارت، اګزیم بانک، نړیوالې پراختیايي مالي ادارې او د پیسو نړیوال صندوق له چارواکو سره خبرې کړې دي.
خو د پاکستان ستونزه یوازې د پیسو کمښت نه دی. په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ورځ تر بلې پراخېدونکې ناامني، وسلهوال بریدونه، ولسي اعتراضونه او د دولت پر ضد زیاتېدونکې بېباوري د اسلامآباد د کورني بحران ژوروالی څرګندوي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي هم په ښکاره اعتراف کړی چې د ایالت امنیتي وضعیت نور د پټېدو وړ نه دی.
په ورته وخت کې، اسلامآباد هڅه کوي د سیمهییزو شخړو، پوځي همکاریو او سیاسي منځګړیتوبونو له لارې نوي اقتصادي امتیازات ترلاسه کړي. له سعودي عربستان سره پوځي همکاري او د نورو هېوادونو لپاره د پاکستاني ځواکونو د ګومارلو هڅې د دې سیاست څرګندې بېلګې ګڼل کېږي، هغه تګلاره چې منتقدان یې د یوه اټومي دولت لپاره د دوامدار اقتصادي حل پر ځای لنډمهاله مالي معامله بولي.
شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان اوسنی بحران د څو لسیزو د هغو تګلارو پایله ده چې پوځ پکې د سیاسي پرېکړو اصلي محور پاتې شوی، ولسواکې ادارې کمزورې شوې، افراطي او نیابتي ډلې پالل شوې او له ګاونډیو هېوادونو سره د تقابل سیاست دوام موندلی دی.
د دوی په اند، همدې سیاستونو هم کورنی ثبات زیانمن کړی او هم یې د پاکستان نړیوال اعتبار کمزوری کړی دی.
د هېواد دننه هم د سیاسي کړکېچ لمن پراخه شوې ده د پخواني لومړي وزیر عمران خان زنداني کېدل، د بلوڅو او پښتنو د سلګونو سیاسي او مدني فعالانو نیول، د جبري ورکېدو او هدفي وژنو ادعاوې، او د بشري حقونو په اړه پرلهپسې نیوکې هغه واقعیتونه دي چې د پاکستان د کورني وضعیت په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.
له بلې خوا، له هند او افغانستان سره دوامدارې ترینګلې اړیکې او د افغانستان په چارو کې د اوږدمهالې لاسوهنې تورونه هم د اسلامآباد پر سیمهییز دریځ سیوری غوړولی دی.
د منتقدانو په باور، هغه هېواد چې د اقتصادي ژغورنې لپاره پر بهرنیو مرستو تکیه کوي، تر هغه به له بحران سره مخ وي چې د ستونزو اصلي ریښې بدلې نه کړي.
پاکستان له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې له تورونو سره مخ دی.
منتقدان وایي، اسلامآباد د تندلارو او نیابتي ډلو د روزنې او ملاتړ ترڅنګ د افغانستان په بېلابېلو خونړیو پېښو کې هم ښکېل پاتې شوی دی.
د روان کال په ترڅ کې د کابل ښار د «امید» د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز، او همدارنګه د کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او نورستان په ځینو سیمو کې د پاکستان په منسوبو هوايي بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ګڼ شمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
پاکستان که څه هم اټومي وسلې لري، خو د یوه دولت ځواک یوازې په پوځي تجهیزاتو نه اندازه کېږي. اقتصادي ثبات، د قانون حاکمیت، سیاسي مشروعیت او د خلکو باور هغه بنسټونه دي چې د دولت راتلونکی ټاکي. تر هغه چې اسلامآباد د پورونو، پوځي انحصار او تقابلي سیاستونو پر ځای بنسټیزې کورنۍ اصلاحات خپل نه کړي، د دې هېواد د زوال نښې به لا پسې ژورې او د بحران دا اوږده کیسه به لا نوره هم وغځېږي.
