
"د زړونو ترمنځ پُل، نه د اختلاف دېوال"
ژبه یوازې څو توري نه دي چې انسان پرې خپله خبره بل ته ورسوي؛ ژبه د انسان د فکر ژبه ده، د زړه ترجمانه ده، د تاریخ حافظه ده او د یوه ملت د فرهنګ ژوندی انځور دی. انسان په ژبه خپل خوبونه بیانوي، خپلې خوښۍ او غمونه شریکوي، خپل تاریخ خپلو راتلونکو نسلونو ته سپاري او د خپل هویت څرک پکې ساتي.
له همدې امله ژبه د مینې او درناوي وړ ده، خو کله چې ژبه د تعصب، ځانلوړونې او د بل د سپکاوي وسیله وګرځي، هغه ښکلا له لاسه ورکوي چې ژبه یې باید ولري.
افغانستان د ژبو او فرهنګونو ګډ کور دی. دلته پښتو د پېړیو له اوږده مزل سره راغلې، د خوشحال خان په توره او قلم کې یې خپل قوت ښودلی، د رحمان بابا په عرفاني کلام کې یې د مینې او انسانیت سندرې ویلي دي. دري هم د دې خاورې د علم، ادب، شعر او عرفان په تاریخ کې داسې ژورې ریښې لري چې د افغانستان له فرهنګي تاریخ څخه یې بېلول ناشوني دي.
نو ولې باید هغه څه چې زموږ فرهنګي شتمني ده، زموږ د اختلاف سبب شي؟
ولې پښتو او دري د دوو سیالو مورچو په توګه وګورو، حال دا چې دواړه د همدې وطن په لمن کې لویې شوې دي؟
پښتو د پښتنو ویاړ دی، دري د دري ویونکو ویاړ دی؛ خو دواړه د افغانستان ګډ فرهنګي میراث دی.
د «ملي ژبې» او «رسمي ژبې» اصطلاحات هم باید په علمي او حقوقي مفهوم وڅېړل شي، نه د احساساتو او تعصب په تله.
ملي ژبه او رسمي ژبه یو شی نه دي. ملي ژبه له ملت، تاریخ، فرهنګ او ټولنیز ژوند سره تړاو لري؛ رسمي ژبه بیا هغه ژبه ده چې دولت یې د قانون له مخې په رسمي چارو کې کاروي.
د افغانستان د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون پښتو او دري د دولت رسمي ژبې بللې دي. په عین حال کې د هېواد د نورو ژبو د ودې او پراختیا حق هم په پام کې نیول شوی دی.
نو که قانون دواړو ژبو ته رسمي مقام ورکړی وي، ولې موږ د یوه بل پر وړاندې د هغوی د درولو هڅه کوو؟
د یوې ژبې د لوړولو لپاره د بلې ژبې ټیټول هېڅکله د فرهنګ لاره نه ده.
ژبه په دې نه لویېږي چې بلې ژبې ته سپکاوی وشي، ژبه په قلم لویېږي، په کتاب لویېږي، په ښوونځي لویېږي، په پوهنتون لویېږي، په شعر او ادب لویېږي، په څېړنه او ژباړه لویېږي.
که موږ رښتیا د پښتو د پیاوړتیا غوښتونکي یو، پښتو ته باید کتابونه ولیکو، علمي آثار وژباړو، ښوونیز مواد برابر کړو، ادبي څېړنې وکړو او خپلو ماشومانو ته یې په مینه ور زده کړو.
او که د دري د ساتنې او ودې غوښتونکي یو، دري ته هم باید همدا مینه، قلم او هڅه ورکړو.
ژبې په جګړه نه پیاوړې کېږي، ژبې په مینه پیاوړې کېږي.
زموږ ستره شتمني دا ده چې یو افغان کولای شي د خپل هېواد دوه لویې ژبې زده کړي. پښتو زده کول د دري پرېښودل نه دي، دري زده کول د پښتو هېرول نه دي. برعکس، د دواړو ژبو زده کړه انسان ته د خپل هېواد د پېژندلو دوه سترې کړکۍ پرانیزي.
هغه څوک چې په پښتو او دري دواړو پوهېږي، یوازې دوه ژبې نه زده کوي، هغه د افغانستان د دوو لویو فرهنګي نړیو ترمنځ پل جوړوي.
څومره به ښکلی وي که یو پښتون دري شعر ولولي او خوند ترې واخلي؛ او یو دري ویونکی د رحمان بابا یا خوشحال خان کلام په خپله ژبه ولولي او د هغه د فکر له ژورو سره آشنا شي.
څومره به ښکلی وي که زموږ ځوان نسل د «ستا ژبه» او «زما ژبه» پر ځای د «زموږ ژبې» خبره وکړي.
افغانستان د یوه رنګ ګلستان نه دی، دا د رنګارنګ ګلونو باغ دی. د باغ ښکلا په دې کې نه ده چې یوازې یو رنګ ګل ولري؛ ښکلا یې په رنګارنګۍ کې ده.
همدا راز د افغانستان فرهنګي ښکلا هم د دې هېواد د بېلابېلو ژبو، قومونو او فرهنګونو په ګډ شتون کې ده.
موږ له جګړو ستړي یو، راځئ ژبې مو د جګړې نوی میدان نه کړو.
موږ د بېلتون له دردونو ډېر تېر شوي یو، راځئ ژبه د بېلتون وسیله نه، د یووالي وسیله وګرځوو.
که څوک پښتو خوښوي، دا د هغه حق دی،که څوک دري خوښوي، دا هم د هغه حق دی. خو د خپلې ژبې مینه باید د بلې ژبې له سپکاوي سره مل نه وي.
ځکه څوک چې خپله ژبه په رښتیا مینه کوي، د بلې ژبې د سپکاوي اړتیا نه احساسوي.
زموږ ماشومان باید داسې وروزل شي چې پښتو یې په مینه زده وي، دري یې په درناوي زده وي او د افغانستان نورې ژبې یې هم د خپل هېواد د فرهنګي شتمنۍ په توګه پېژندلې وي.
د ژبې په اړه زموږ معیار باید دا نه وي چې «ته د کومې ژبې یې؟»
بلکې دا وي چې:
ته د خپل هېواد لپاره څه کوې؟
ته د خپل ولس لپاره څه لیکې؟
ته د علم او ادب لپاره څه وړاندې کوې؟
او د خپل وطن د خلکو ترمنځ د مینې او ورورولۍ لپاره څه کوې؟
په پای کې، ښه افغان هغه نه دی چې یوازې په خپله ژبه خبرې کوي، ښه افغان هغه دی چې خپله ژبه په مینه ساتي، د بلې ژبې درناوی کوي، د خپل هېواد د ټولو فرهنګونو قدر کوي او د ژبې له نعمت څخه د کرکې پر ځای د تفاهم لپاره کار اخلي.
راځئ ژبې سره سیالې نه کړو؛
راځئ ژبې سره غاړې غړۍ کړو.
راځئ پښتو د پښتنو په زړه کې ژوندۍ وساتو، دري د دري ویونکو په زړه کې ژوندۍ وساتو، او دواړه د افغانستان په ګډ کور کې د ورورولۍ په فضا کې وروزو.
پښتو دې وغوړېږي، دري دې وغوړېږي، د افغانستان ټولې ژبې دې وغوړېږي، ځکه د یوې ژبې غوړېدل د بلې ژبې د مړاوي کېدو په معنا نه دي.
زموږ ژبې ډېرې دي،
خو وطن مو یو دی.
زموږ لهجې بېلابېلې دي،
خو درد مو یو دی.
زموږ شعرونه مختلف دي،
خو د زړه خبره مو یوه ده:
افغانستان.
او تر ټولو لویه بریا به دا وي چې یوه ورځ زموږ ماشومان د ژبې پر سر له یو بل سره ونه جنګېږي، بلکې د یو بل ژبه زده کړي، د یو بل ادب ولولي او په ویاړ ووایي:
زه افغان یم، پښتو مې هم ده، دري مې هم ده، او د خپل هېواد هره ژبه زما د وطن د فرهنګ یوه پاڼه ده.
درنښت
دولت "وزیري"
