بې دریځه امریکا او اسلامي امارت!
امریکا له اول هم افغانستان ته د ابادۍ او سوکالۍ او هغه شعارونو د عملي کولو لپاره نه وه راغلې، چې کوم یې زمونږ خلکو ته زمزمه کول .

امریکا له اسلامي امارت سره څرنګه خبرې پیل کړې او څرنګه د خبرو اترو پروسه مخ ته ولاړه او کله چې اسلامي امارت واک ته ورسید امریکا ولې بدله شوه؟
د امریکا د بدلیدو عوامل ډیر زیات دي او دا چې امریکا په شویو پریکړو باندې څومره عمل وکړ، څومره یې له افغانانو سره چل وکړ او لکه د هر کله په څیر یې د دوکې سیاست څرنګه مخ ته یوړو ؟
د امریکا د دې سیاستونو تر شاه څه دي ؟
امریکا له اول هم افغانستان ته د ابادۍ او سوکالۍ او هغه شعارونو د عملي کولو لپاره نه وه راغلې، چې کوم یې زمونږ خلکو ته زمزمه کول .
کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ افغانستان د مجاهدینو د خپل منځي جګړو او چور چپاول له امله سخت ځپل شوی و دې حد ته رسیدلی و، چې ولسونه له محلي، سیمه ییزو او ولایتي زور واکانو او قوماندانانو پوزې ته راغلي و، کله چې په کندهار کې مشر ملا صیب په هېواد کې د ټولو ناخوالو پر ضد راپاڅید ولس ورته لبیک ووایه او په څو ورځو کې ټول هېواد کې خلک ورسره ودریدل، ټوپکمارۍ، پاټکبازۍ، د قوماندان او بل په نوم هغه قدرتونه ختم شول چې ولسونه ترې په تنګ و.
امریکا چې په سیمه کې یې لوی اهداف لرل، لکه د سیمې د وصل مخنیوی، په اسیا کې د پرمختګونو شته امکانات، په اقتصادي وده کې شته ظرفیتونه له کار غورځول، د چین په منډه وده، د ایران او چین مرکزي اسیا وصل، هغه سترې پروژې چې افغانستان یې د تقاطع نقطه وه، نو یې افغانستان ته بهانه جوړه کړه او یرغل یې وکړ او شل کاله یې په افغانستان کې جګړو ته لار هواره کړه، له افغانانو یې اختیار واخیست او خپل اهداف یې شل کاله تعقیب کړل، چې له امله یې په سیمه کې د پرمختګ او اقتصادي ودې سترې پروژې دوه لسیزې وځنډیدلې .
امریکا د قدرت لپاره داسې خلک په افغانستان کې وټاکل چې هغوی د خپل ځان د خپلو ګټو او خپل واک لپاره هر څه کول، د ولس وژل، د ولس تروړل او نورو ارزښتونو ورته هیڅ مانا نه لرله ، همدا وه چې څه یې غوښتل نو یې یا خپله کول او یا یې پر خپلو لاسپوڅو کول.
کله چې امریکا خپل اهداف پوره کړل او د بیرته وتلو لپاره مجبور شو چې خپل سر جوړ یوسي، نو یې بیرته د افغانستان د حقیقي مالکانو، د افغانستان د خلکو اصلي استازو، د دې خاورې وارثانو ته د سوال ځولۍ وغوړوله چې راځی او خبرې اترې وکړو.

دا خبره ځکه کوو، که چیرته په افغانستان کې شته نظام اصل وی او د دې خاورې مالکیت او ولس د ارزښتونو ساتلو احساس یې لرلی امریکایان ډیر هوښیار دي له هغوی سره به یې خبرې اترې کړی وی، ورسره به یې تړونونه کړي وی او ورسره به یې هوکړې کړی او له افغانستان به وتلی وی، خو پوهیدل چې د هغه واکداران هم لکه د دوی له افغان ولس پردي و.
د اسلامي امارت لپاره په قطر کې دفتر پرانستل شو، خبرې اترې په پټه او ښکاره توګه شروع شوې، دا کیسه د افغانستان د ولس د سترګو په وړاندې روانه وه، اوس هغه کیسو ته څنګه غوږ کیښودل شي چې خلک یې تخیلي کوي .
امریکا د خبرو اترو موده ډیره اوږده کړه او چې کله یې غوښتل خپل سر سلامت له افغانستان وباسي، نو یې خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه د خبرو اترو لپاره معرفي کړ، د اسلامي امارت له استازو سره یې د امریکا د حکومت په استازولۍ او د بهرنیو چارو وزارت په رسیمي دریځ خبرې پیل کړې.
د خبرو اترو په لړ کې خلیلزاد له هر تس په نوم جهادي رهبر سره چې ولس ته یې ژوند، عیاشۍ، فرعونیت، فساد او غلاوې مالومې وې بیلا بیلې ناستې کولې، چاته یې پیسې امکانات ورکول او چاته یې غوړې وعدې ورکولې .
د وخت دولت او مشرتابه یې له خلیل زاد په یو ډول ځان ناراض ښودلو، خو اصلا د هغوی پروژه تکمیل شوې وه او د افغانستان په اړه کومه تګلاره ورسره نه وه، نو شاته پاتې شول او د افغانستان د مشرتابه او واقعي مالکانو په توګه له امارت سره خبرې په بیلا بیلو پړاونو کې مخ ته ولاړې.
هغه سند چې امریکا د اسلامي امارت له استازو سره په دوحه کې لاسلیک کړی دی، د ډیرو هېوادوالو لاس ته ورغلی دی او پرې خبر دي په هره ماده کې له امارت سره د دولت په توګه، د هېواد د مالکانو په توګه د یو نظام په توګه لیکل شوي دي، امریکا خپلې غوښتنې او هغه چې د افغانستان له نظام یې څه غوښتل مطرح کړي او د نظام له لورې چې امریکا ته څه ویل شوي هم لیکل شوي او امضا شوي دي .
د بندیزونو لیرې کول، پر اشخاصو بندیزونه لیرې کیدل، له افغانستان د امریکا د راتلونکو اړیکو په اړه او نور ګڼ مسایل مطرح دي .
خو کله چې امریکایان له افغانستان وتل، په سترګو مو لیدل، چې د دفاع وزیر ، داخله وزیر، نور ټول یې د پنځلس ورځو په جریان کې له افغانستان ویستل او ښکاره دا پروسه روانه وه، نو کله پټه ده چې امریکانو جمهوریت کوو او یا یې جمهوریت غوښتلو، که یې غوښتلو نو ولې یې نظامیان او چارواکي له ځان سره سم وړل.
بله مهمه خبره دا چې ولسمشر د خبرو اترو پر مهال چې امریکا او د افغانستان نظام پرې بوخت و کله خپل دریځ درلود او کله یې اجنډا لرله او که یې لرله کومه ده او څه شوه؟
جمهور رییس خو دا صلاحیت هم نه لرلو چې د خبرو اترو لپاره په خپله خوښه پلاوی وټاکي او د قوماندانانو زامن په کې خلیلزاد ټاکلي و، چې ولسمشر یې مخالفت نه شو کولای.
هغه سره د سولې لپاره کومه طرحه وه، چې اوس په خپله وايي د خلیلزاد زه نه وم خوښ، دا هم ولس ته په سترګو کې خاورې اچول دي، کنه هغه مهال به ولسمشر دا خبره کړې وه چې خلیلزاد دا غواړي او زه دا نه غواړم .
خو اصل مطلب ته به راشو او هغه دا چې امریکا پوهیده چې د دوی په لاس جوړ شوي جمهوریت کې یوازې هغه کسان و چې دوی پیژندل او د افغانستان ولس کې یې نه ځای لرلو او نه ولس پيژندل او نه د ولس په ژبه پوهیدل .
نو اړ و د هېواد له اصل مالکانو سره رسمي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې رسمي تړون وکړي او همداسې وشول.
خو دا چې اوس امریکا نه تړون ته ژمنه ده او نه هم د هغه تړون مواد یې عملي کړي دي، هغوی هیڅکله یو قوي افغانستان د افغانانو په اراده افغانستان، د افغانانو په واک کې افغانستان نه غواړي، نه ورسره رسمي اړیکې پالل غواړي او نه نوره خپل ملګري پریږدي او هغه هېوادونه چې تر اوسه پورې له افغانستان سره اړیکې نه پالي هم د امریکا په اشاره دي.
امریکا بیا هم د هغه اهدافو لپاره چې افغانستان په دې سیمه کې د پرمختګ او اقتصادي ودې په موخه یو ستر رول لري، افغانستان د سیمې د سترو پروژو د وصل نقطه ده، که هغه د ریل په وسیله دسیمي وصل دی، که د سړک په وسیله، که د ګازو او تیلو د پایپ لاین په وسیله، د وچې له لارې د چین او سیمې وصل او نور دي نه غواړي.
په همدې خاطر لا هڅه کوي افغانستان په انزوا کې وساتي افغانستان غریب وساتي چې د دې وړتیا پیدا نه کړي چې د خپلو شته امکاناتو ګټه پورته کړي، سیمه سره وصل کړي، د هېوادونو ګډې ګټې سره یو ځای شي، پرمختګونه رامنځ ته شي.

نو خپل چل ول ته دوام ورکوي او بیا یو شمیر افغانان چې پرون یې هر څه د سترګو پر وړاندې تیر شوي دي نن بیا د یو شمیر کسانو په هغه خبرو غولیږي چې هغوی ځان غواړي او د افغانستان لپاره هیڅ اجنډا نه لري.
امریکا اوس بیا وايي اسلامي امارت له دې امله په رسیمت نه پيژني او نه غواړي اړیکې ورسره وپالي، هغه د بهرنیو چارو وزارت چې له اسلامي امارت سره یې د یو نظام په توګه هوکړه لاسلیک کړې نن وايي چې نړیوال مکلفیتونه نه مني، نړیوال ثبات لپاره لیوالتیا نه لري، ایا دا خبرې نور هم افغانان ومني، روښانه نده چې د امریکا په موجودیت کې داعش د افغانستان خاوره لاندې کړه جبهه یې جوړه کړه او اوس ټول افغانستان د یو واحدې قوماندې لاندې دی .
افغانان باید نور پوه شي، له شته خپلواکۍ ګټه پورته کړي، د خپل هېواد پرمختګ ته کار وکړي، په نیمه خیټه ډوډۍ وخوري او په شته خپلواکۍ کې هغه لارې رالنډې کړي چې د افغانستان راتلونکی تضمین کوي.
په سیمه کې د سترو پروژو لپاره زمینه برابره شي، لوی لارې جوړې شي، ریل پټلۍ جوړې شي، خپل امکانات په کار واچوي، سیمې سره د ګډو ګټو پروژې عملي کړي، تولیداتو ته پراختیا ورکړي، په خپل ازاد هېواد او ازد ژوند کې سوداګر او پانګوال د هېواد لپاره کار وکړي، فابریکې جوړې شي، د سیمې سره مو هغه پروژې عملي شي چې دلته بیا د نا امنیو امکان ختموي، دلته بیا د لاسوهنو لپاره یوازې افغانان نه دریږي، بلکه د سیمې هېوادونه هم د خپلو ګټو لپاره ودریږي، د سیمې سیالان په هغه ګټو کې سره راشریک شي چې تل پاتې ثبات ته لاره هواروي.
که د سیمې هېوادونه او د نړۍ هېوادونه له مونږ سره په ګټو وټو کې شریک شي بیا د امریکا او بل دښمن سره د پړي سر نه نیسي دلته به بیا زمونږ ثبات، زمونږ اقتصاد او زمونږ سترې پروژې د ګڼو هېوادونو د ګټو وټو مرکز وي او هغوی به د خپلو ګټو ساتنه کوي او هغه هېوادونو چې وده کړې او ثبات یې ساتلی دی همداسې دي .
افغانستان سره د ډیرو ګټې تړلي او تړل کیږي او باید کار ورته وشي او امریکا هغه اهداف چې د هغې لپاره یې افغانستان نا امن کړی و باید هر افغان پرې پوه شي او هغوی چې بیا غواړي د پردیو ګټو ته کار وکړي افغانان یې وپيژني .
رسالت
