کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

نړۍ

د سره سمندر پر څپو د یمن د ناورین دروند بار

د یمن کورنۍ جګړه د یوې لسیزې لپاره سیمه‌ییز ناورین ګڼل کېده خو د ۲۰۲۴، ۲۰۲۵ او روان کال تحولاتو وښوده چې دا جګړه اوس د نړۍ پر سوداګرۍ، سمندري تګ راتګ او د سترو قدرتونو پر سټراټيژیکو ګټو مستقیم اغېز لري.

رسالت کلتوري مرکز۱۲
د سره سمندر پر څپو د یمن د ناورین دروند بار cover

د یمن کورنۍ جګړه د یوې لسیزې لپاره سیمه‌ییز ناورین ګڼل کېده خو د ۲۰۲۴، ۲۰۲۵ او روان کال تحولاتو وښوده چې دا جګړه اوس د نړۍ پر سوداګرۍ، سمندري تګ راتګ او د سترو قدرتونو پر سټراټيژیکو ګټو مستقیم اغېز لري.

د حوثیانو له لوري، د ایران په ملاتړ، د باب‌المندب تنګي له لارې د نړیوالو کښتیو تګ راتګ ته ګواښ، یوازې یوه پوځي پېښه نه ده؛ بلکې د یمن د دولتي بنسټونو د ړنګېدو، د مشروع حکومت د نړیوال ملاتړ د کمېدو، د وسله‌والو ډلو د پراخېدو او د سیمه‌ییزو قدرتونو د متضادو سیاستونو پایله ده.

نړیوالې ټولنې د یمن د دولتي جوړښتونو د ړنګېدو د مخنیوي لپاره اغېزناک اقدامات ونه کړل او ځینو سیاستونو یې ان د حوثیانو د واکمنۍ پراختیا ته زمینه برابره کړه. د سمندري تګ راتګ امنیت یوازې د جنګي بېړیو او پوځي ځواکونو په استولو نه تأمینېږي، بلکې د یمن د کړکېچ د اصلي لاملونو حل او د دولت د بنسټونو بیا رغونه اوږدمهاله حل ته لاره هوارلای شي.

په ۲۰۱۴ کال کې د حوثیانو له خوا د صنعا ښار نیول د یمن د سیاسي انتقال بهیر پای ته ورساوه او د یوه موازي سیاسي او پوځي نظام د جوړولو زمینه یې برابره کړه. حوثیان اوس د باب‌المندب تنګي ته نږدې مهمې سیمې او د سره سمندر پر لور سټراټيژیکې لوړې سیمې تر کنټرول لاندې لري.

دوی د پخواني یمني دولت پوځي امکانات هم په لاس کې واخیستل؛ هغه پوځ چې په یوه وخت کې د عربي نړۍ له پیاوړو پوځونو ګڼل کېده. د جغرافیایي کنټرول، پوځي امکاناتو او بهرني ملاتړ ترکیب، د حوثیانو ګواښ تر داعش او القاعده هم دوامدار او پېچلی کړی دی.

سره له دې، نړیوالې ټولنې د حوثیانو پر وړاندې هغومره جدي چلند ونه کړ لکه د داعش او القاعدې پر وړاندې یې چې درلود او د یمن د ملي ادارو بیا رغونه یې لومړیتوب ونه ګرځوله. پر ځای یې د لنډمهاله هوکړو، مذاکراتو او سیاسي فشارونو لاره غوره کړه.

د ۲۰۱۸ کال د سټاکهولم تړون چې د حدیده بندر په سټراټيژیک ښار کې یې اوربند، د ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د بندر د عوایدو د مدیریت لپاره د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ترتیبات رامنځته کړل، په عمل کې د حوثیانو واک لا پیاوړی کړ. دوی د حدیده ښار او بندر د واکمنۍ په تثبیت کې ګټه‌ وکړه او د مخالفو ځواکونو ترمنځ د قدرت توازن یې په خپل لوري بدل کړ. دغه تړون د حوثیانو ضد ځواکونو ترمنځ هم پراخ مخالفتونه راپارولي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د لوېدیځ ساحل د ګډو ځواکونو ناڅاپي وتلو هم حوثیانو ته د حدیده ولایت د کنټرول د پیاوړتیا زمینه برابره کړه. دا وتل نه له یمني حکومت او نه له ملګرو ملتونو سره همغږي شوي وو؛ ملکي خلکو ته یوازې ۲۴ ساعته مخکې خبر ورکړ شوی و. دې پېښې د سټاکهولم تړون ناکامي او د حوثیانو ضد جبهې داخلي اختلافات، د قوماندې نه همغږۍ او د سیمه‌ییز ائتلاف متضاد سیاستونه په ډاګه کړل.

د یمن د مشروع حکومت تر چتر لاندې د یوه واحد ملي پوځ د جوړولو پر ځای، بېلابېلې سیمه‌ییزې وسله‌والې ډلې پیاوړې شوې چې د دولت له قوماندې بهر فعالیت کوي. د اماراتو له خوا د سویلي انتقالي شورا ملاتړ او د سعودي عربستان جلا لومړیتوبونو، د حوثیانو ضد جبهه نوره هم وېشلې کړه. د دولت له قوماندې بهر د وسله‌والو ډلو پیاوړتیا، د حوثیانو د لا پرمختګ او د متحد پوځ پر وړاندې د پرېکنده مقابلې د مخنیوي سبب شوه.

اوس حوثیان د ډرون، بالستیک توغندیو او نورو پرمختللو وسلو په لرلو سره د سره سمندر څنډې ته پر مهمو سیمو واک لري او د یمن جغرافیه د فشار او سیاسي امتیاز اخیستلو لپاره کاروي. د نړیوالې ټولنې سمندري پوځي حضور، که څه هم د توغندیو د شنډولو وړتیا لري، خو د حوثیانو د بریدونو اصلي لاملونه نه شي له منځه وړلای.

یمن شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره ساحلي کرښه لري او د سره سمندر، عدن خلیج او عربي سمندر پر مهمو مسیرونو پرته ده. له همدې امله، د سره سمندر امنیت د یمن له ثبات، ملي حاکمیت او دولتي ادارو سره تړلی دی. د یمن ناورین ته باید یوازې د سیالو ډلو ترمنځ د جګړې په توګه ونه کتل شي، بلکې د دولت، حاکمیت او ملي ادارو د ناورین په توګه ورته پام وشي.

د ناورین د حل لپاره باید ملي دولت بېرته پیاوړی شي، د مشروع ادارې ملاتړ شي، پوځي او امنیتي ځواکونه د یوې واحدې ملي قوماندې لاندې راټول شي، د واک ګڼ مرکزونه له منځه ولاړ شي او داسې سیاسي حل ته زمینه برابره شي چې وسله‌والې ډلې د دولت له واک او کنټرول بهر پاتې نه شي.

د خلیج ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول متحده عربي امارات، باید درک کړي چې د دوی امنیت هم د یمن د دولت په بیا رغونه پورې تړلی دی. د حوثیانو او سویلي انتقالي شورا په څېر وسله‌والو ډلو ته د واک ورکول، د ثبات پر ځای بې‌ثباتي زیاتوي.

د یمن د دولت بیا رغونه یوازې د یمن کورنۍ مسئله نه ده، بلکې د سره سمندر د امنیت، نړیوالې سوداګرۍ او د نړۍ د سټراټيژیکو ګټو لپاره اساسي اړتیا ده.


نبیل البخاري

یمني څېړونکی

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

یمنجګړهحوثیانمنځنی ختیځخلیجاقتصادامنیت

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر