کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

نړۍ

د ډموکراټانو بریا؛ د ټرمپ سیاسي محاصره

د امريکا منځ مهالې ټاکنې چې د روان ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۳ مه تر سره شوې، د لومړنۍ پايلو له مخې په کې ډموکراټانو د کانګرس د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړی دی. جمهوريت غوښتونکو او ډونالډ ټرمپ لپاره د ډموکراټانو دا بريا مهمه سیاسي ضربه او د امریکا په سیاسي مسايلو کې د بدلون نښه ده.

رسالت کلتوري مرکز۵۵
د ډموکراټانو بریا؛ د ټرمپ سیاسي محاصره cover

د امريکا منځ مهالې ټاکنې چې د روان ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۳ مه تر سره شوې، د لومړنۍ پايلو له مخې په کې ډموکراټانو د کانګرس د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړی دی.
جمهوريت غوښتونکو او ډونالډ ټرمپ لپاره د ډموکراټانو دا بريا مهمه سیاسي ضربه او د امریکا په سیاسي مسايلو کې د بدلون نښه ده.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې د ډموکراټانو بریا کې د ټرمپ د ادارې له غلطو اقتصادي، پوځي او سیاسي تګلارو ډېر رول درلود.  د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس هم د ایران جګړه، امريکا کې د ژوند د لګښتونو لوړوالی، د امریکا ګټو ته د لومړیتوب نه ورکول او له اسرائیلو سره د اړیکو څرنګوالی هغه عوامل ښيي چې د جمهوري غوښتونکي پرې ناکام شو.

د ډموکراټانو د بريا په لاملونو به لږ نور هم تم شو او هغه مهم سیاسي، اقتصادي او بهرني عوامل به یې دلته ياد کړم.

لومړی- له ايران سره جګړه او ناکامه بهرنۍ پاليسي: د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه جګړه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوه. په دې ورځ امریکا او اسرائیلو پر ایران ګډ هوايي او پوځي بریدونه پیل کړل او خپله ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا په ایران کې لوی پوځي عملیات پیل کړي دي.

له دې جګړې سره د امريکا ګڼ سياسي مشران، د ګانګرس او سنا غړي او امريکايان مخالف و. دا یې د اسرائیلو په فرمايش پردۍ جګړه بلله. له ایران سره جګړې په امریکا کې پراخې سیاسي او اقتصادي اندېښنې رامنځته کړې.
د جګړې مالي لګښتونه، د انرژۍ د بیو لوړوالی او په منځني ختیځ کې د یوې اوږدې جګړې وېره هغه مسایل وو چې د امریکایانو یوه برخه یې د حکومت له تګلارې ناراضه کړه. په ځانګړي ډول هغه رایه ورکوونکي چې ټرمپ ته یې د بهرنیو جګړو د پای ته رسولو او د امریکا د ګټو د ساتلو په تمه رایه ورکړې وه، له دې وضعیت څخه ناهیلي شول.

دويمه- په امريکا د بیو لوړوالی: پورته د بيو د لوړوالي خبره شوه او دا هغه ټکی دی چې جمهوري غوښتونکي یې په منځ مهاله ټاکنو کې ډموکراټانو ته په ګونډو کړل. په امريکا کې دا اوس د خوراکي توکو، کورونو، روغتیايي خدمتونو، سون توکو او نورو لومړنیو اړتیاوو د بیو لوړوالي خلک تر جدي فشار لاندې دي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ټاکنیزې مبارزې پر مهال د اقتصادي وضعیت د ښه کولو ژمنې کړې وې، خو د رایه ورکوونکو یوه برخه په دې باور شوه چې حکومت د دوی د اقتصادي ستونزو په حل کې پاتې راغلی دی او مخالف لوری یې ونيوه.

درېيمه- امريکا لومړی انتخاب نه دی: د امريکايانو په باور چې د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشرۍ لاندې «لومړی امريکا» بيادي اصل له پامه غورځېدلی دی. په داسې حال کې چې «امريکا لومړی» د ټرمپ د ادارې اساسي شعار و خو ایران سره جګړې او بهرنيو سياستونو په اړه پرېکړو د دې شعار عملي کېدل ټکني کړل. په دې سره یو شمېر رایه ورکوونکي په دې باور شول چې د حکومت پاملرنه د امریکایانو د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو پر ځای بهرنیو شخړو ته چې هغه هم پردۍ بلل کيږي، زیاته شوې ده.

څلورمه- اسرائيلو سره اړيکې: د امريکا د منځ مهال ټاکنو په پايلو کې د امريکا او اسرائيلو اړيکې بل هغه بحث دی چې ډموکراټان یې بريالي او جمهوريت غوښتونکي یې ناکام کړل. د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو چې د بشري جنايتونو، جنګي جنايتونو، د مسلمانانو او په خاص ډول د فلسطينيانو په وژنو کې لوس لاس لري په اړه یې ويل کيږي چې ټرمپ د اسرائيلو ګټو لپاره استعمالوي.

د منځني ختیځ  جګړې، د اسرائیلو بې بندوباره ملاتړ او له ایران سره د ناتعريف شويو ګټو جګړه هغه ټکي دي چې د حکومت او ولس ترمنځ یې فاصلې پيدا کړې.

جي ډي ونس هم د جمهوري غوښتونکو د ماتې د لاملونو په بیانولو کې د اسرائیلو په اړه د امریکا د اړیکو د بیا ارزونې موضوع یاده کړې ده.

تر دې عواملو سربېره، د ټرمپ د حکومت پر ادارې د فساد تورونه، د کډوالۍ سخت سیاست او د ځینو جمهوري غوښتونکو نوماندانو کمزوری انتخاباتي دریځ هم د ډموکراټانو په بریا کې مهم وو.

د ډموکراټانو بریا به د امریکا په سیاست کې څه بدلون راولي؟

د کانګرس د دواړو جرګو کنټرول د ډموکراټانو لپاره داسې سیاسي فرصت برابروي چې د ټرمپ د حکومت پر پرېکړو او تګلارو جدي څارنه وکړي.

حالاتت ښيي چې ډموکراټان به لومړی هڅه وکړي چې د ژوند د لګښتونو د کمولو، د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو، د مالیاتي سیاستونو د بدلون او د ټولنیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره خپل پلانونه عملي کړي. همدا راز به د ټرمپ د حکومتي کړنو، مالي لګښتونو، کډوالۍ، اجرائیوي پرېکړو او احتمالي قانوني سرغړونو په اړه د کانګرس نظارت پیاوړی شي. د استیضاح موضوع هم د سیاسي بحثونو یوه احتمالي برخه ګرځېدای شي.

بهرني سیاست کې احتمالي بدلونونه

د ډموکراټانو بریا به ضرور د امریکا په بهرني سیاست کې ځینو مهمو بدلونونو زمینه برابره کړي، ځکه د دوی سره يو ځای شوي امريکايان ډېر هغه کسان دي چې د ټرمپ د حکومت بهرني سياستونو ردوي.

له ایران سره د جګړې د دوام، د ډیپلوماسۍ د بیا پیل او په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي حضور په اړه به د کانګرس فشار زیات شي. ډموکراټان ښايي د جګړې د لګښتونو، د پوځي عملیاتو د قانوني بنسټ او د جګړې د پای ته رسولو په اړه د حکومت وضاحت وغواړي.

له اسرائیلو سره د اړیکو په برخه کې هم د مرستو، پوځي ملاتړ او د منځني ختیځ د جګړو په اړه د امریکا د دریځ د بیا ارزونې غوښتنې پیاوړې کېدای شي. همدارنګه به له اروپايي متحدینو او نورو نړیوالو شریکانو سره د اړیکو د رغولو موضوع د امریکا د بهرني سیاست په بحثونو کې مهم ځای ولري. خو دا بايد هېر نه شي چې د امریکا بهرني سیاست اساسي واکونه یوازې د کانګرس په لاس کې نه دي؛ ولسمشر د بهرني سیاست او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه پراخ صلاحیتونه لري. په همدې اساس به د بدلونونو اندازه د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ پر سیاسي تعامل پورې تړلې وي.

ایا ټرمپ به له ډموکراټانو سره جوړ راشي؟

دا د امریکا د راتلونکي سیاست یوه مهمه پوښتنه ده. ډونالډ ټرمپ د خپلې سیاسي تګلارې، د پرېکړو د متمرکز کولو او له مخالفینو سره د سخت دریځ له امله پېژندل کېږي. له بلې خوا، ډموکراټان له هغه سره په اقتصادي، ټولنیزو، کډوالۍ او بهرنیو سیاستونو کې ژور اختلافات لري.
له همدې امله د دواړو لورو ترمنځ د سیاسي ټکر احتمال ډېر زيات دی. ډموکراټان به د کانګرس له واک څخه په استفادې د ټرمپ پر اجرائیوي پرېکړو څارنه او محدودیتونه زیات کړي او ټرمپ به هم د خپلې اجنډا د عملي کولو لپاره د ولسمشرۍ له صلاحیتونو څخه ګټه واخلي.

ټرمپ د ټاکنو له پایلو وروسته ډموکراټانو سره د کار کولو چمتووالی هم ښودلی خو ترڅنګ یې د ډموکراټانو د قوانینو د ویټو کولو ګواښ هم کړی دی.

که یې را لنډه کړم نو وه به وايم چې د امریکا سیاست یوې نوې مرحلې ته داخلېږي، داسې مرحله چې په کې به د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د واک، نفوذ او سیاسي اجنډا پر سر رقابت د امریکا د راتلونکي داخلي او بهرني سیاست پر څرنګوالي ژور اغېز ولري.
ارسلان ځواک


دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

امريکاټاکنېډموکراټانجمهوري غوښتونکيکانګرس او سناانتخاباتايراناسرائيل

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر