د برېکس یوه غونډه او څو اړخیزې را برسېرنې
برېکس ښايي د امریکا پر وړاندې د یوه واحد جیوپولیټیک بلاک په توګه دومره بریالی نه شي؛ خو د نړیوال ځواک د توازن په تدریجي بدلون کې کولی شي مهم رول ولوبوي.
سږ کال د برېکس کلنۍ سرمشریزه په نوي ډیلي کې له وار د مخې ټاکل شوو ژمنو سره پای ته ورسېده؛ د غړو هېوادونو ترمنځ د لا ژورې همکارۍ او د اقتصادي اړیکو د پراختیا ژمنې بیا تکرار شوې. خو یو مهم موضوع پکې له پامه وغورځول شوه.
سره له دې چې د امریکا او اسراییلو جګړې پر ایران د برېکس پر ډېرو غړو او لسو شریکو هېوادونو اغېز کړی، د دې سازمان په خپره شوې اعلامیه کې د ایران جګړې ته په مستقیم ډول هېڅ اشاره ونه شوه. همدارنګه، په اعلامیه کې پر امریکا هم نیوکه یا غندنه ونه شوه؛ حال دا چې د جګړې د پیل او پوځي بریدونو له نظره، امریکا د شخړې اصلي بریدګر لوری بلل کېږي.
د اعلامیې ژبه داسې جوړه شوې وه چې ټول غړي وکولای شي د یوه ګډ ډيپلوماټیک چتر لاندې پاتې شي. خو دا موضوع یو بل مهم حقیقت هم څرګندوي: برېکس لا هم له دې ستونزې سره مخ دی چې خپله ګډه نارضایتي له لوېدیځمحور نړیوال نظم په یوې همغږې جیوپولیټیکې کړنلارې بدله کړي.
د ایران ازموېنه
دا ستونزه د سرمشریزې له ترسره کېدو څو میاشتې وړاندې هم څرګنده شوې وه. د می میاشتې په بهیر کې په نوي ډیلي کې د BRICS د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د ایران پر جګړه د ګډ دریځ له اعلانولو پرته پای ته ورسېده. په پایله کې خپره شوې اعلامیې یوازې د غړو ترمنځ اختلافاتو ته اشاره وکړه او د امریکا او اسرائیلو نومونه یې هم په مستقیم ډول یاد نه کړل.
ایران غوښتل چې دغه ډله د امریکا او اسرائیلو پوځي عملیات په څرګندو ټکو وغندي. خو متحده عربي اماراتو د داسې ژبې مخالفت وکړ چې د ایران بریدونه او د اماراتو خپلې امنیتي اندېښنې له پامه غورځوي.
دا ناکامي یوازې یوه ډيپلوماټيکه ستونزه نه وه؛ بلکې د BRICS د پراختیا سیاسي بیه یې هم په ډاګه کړه.
د دې ډلې پراختیا د هغې نړیواله ساحه او نفوذ زیات کړی خو ورسره یې د بېلابېلو سیمو سیالۍ او سیمهییز اختلافات هم د سازمان دننه راوستي دي.
د ایران او متحده عربي اماراتو اړیکې یې ښه بېلګه ده.
دواړه هېوادونه د برېکس غړي دي، خو په منځني ختیځ کې د دوی سټراټيژیکې محاسبې له یو بل سره ټکر لري. له همدې امله، د یوه سازمان تر چتر لاندې د دواړو هېوادونو شتون د هغو شخړو پر وړاندې د برېکس د ګډ اقدام لپاره یو طبیعي محدودیت رامنځته کوي چې دواړو هېوادونو ته مستقیم ارزښت لري.
د سپټمبر سرمشریزې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه خو د هغې جوړجاړی ډېر معنا لرونکی و. برېکس د یوه روښانه او پیاوړي دریځ پر ځای، تر ډېره د اختلافاتو د مدیریت پر یوه داسې فورم بدل شو چې غړي یې وکولای شي خپل اختلافات پکې کنټرول کړي.
له همدې امله، د ایران جګړه ښيي چې د دې ډلې اساسي ستونزه د اقتصادي یا ډيپلوماټيک ځواک نشتوالی نه دی؛ اصلي ستونزه دا ده چې دغه ځواک څنګه په یوه واحده جیوپولیټیک وسیله بدل کړي.
د امریکا پر وړاندې درېدل
برېکس د داسې تمایل له امله رامنځته شوی چې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال نظم و ننګوي، خو تر اوسه یې د واشنګټن په اړه یو ګډ دریځ نه دی رامنځته کړی. دلیل یې دا دی چې غړي هېوادونه له متحده ایالاتو سره د اړیکو په اړه ډېر متفاوتې ګټې او محاسبې لري.
هند د دې ستونزې تر ټولو څرګنده بېلګه ده.
نوی ډیلي برېکس د سټراټيژیکې خپلواکۍ د ساتلو لپاره د یوه وسیلې په توګه ویني، نه د امریکا پر وړاندې د یوه ائتلاف په توګه. هند له واشنګټن سره خپلې اړیکې پراخوي، د Quad په څېر امنیتي جوړښتونو کې برخه اخلي او له لوېدیځو هېوادونو سره پراخې دفاعي او اقتصادي اړیکې لري. له بلې خوا، له روسیې او چین سره هم ژورې اړیکې ساتي.
د هند لپاره د برېکس یوه مهمه ګټه دا ده چې د نړۍ د بېلابېلو قدرتي مرکزونو ترمنځ د مانور او انتخاب لپاره خپلواکه فضا وساتي. که برېکس په ښکاره ډول د امریکا پر ضد ائتلاف بدل شي، نو هند به هماغه سټراټیژیکه انعطافپذیري له لاسه ورکړي چې د دې سازمان له لارې یې غواړي وساتي.
چین او روسیه هم داسې دلایل لري چې برېکس د امریکا پر وړاندې د مستقیمې مقابلې په یوه وسیله بدل نه کړي.
د روسیې لپاره برېکس بې له شکه مهمه فضا ده چې له لارې یې غواړي د لوېدیځ د اقتصادي او سیاسي فشارونو اغېز راکم کړي.
خو که مسکو د پوځي ائتلافونو او لا سختو سیاستونو له لارې له امریکا سره مستقیمه مقابله زیاته کړي، ښايي ځان له امریکا او ناټو سره په پراخې شخړې کې ښکېل کړي؛ هغه څه چې روسیه یې تر ډېره غواړي مخنیوی یې وکړي.
د چین لپاره محاسبه لا پېچلې ده.
بیجینګ غواړي څو قطبي نړیوال نظم پیاوړی شي او د نړیوال سوېلي هېوادونو نفوذ زیات شي. چین همدارنګه غواړي په نړیوالو مالي، سوداګریزو او نړیوالو بنسټونو کې د امریکا له جوړښتي برلاسۍ څخه د نړۍ اتکا راکمه شي.
خو چین هېڅ اړتیا نه ویني چې د برېکس هر اختلاف له واشنګټن سره په دوهقطبي یا صفر-جمع مقابله بدل کړي. متحده ایالات لا هم د چین د صادراتو لپاره یو مهم بازار او د نړیوالې سوداګرۍ په جوړښت کې یو مهم عامل دی.
برازیل او اندونیزیا؛ بله پېچلتیا
برازیل او اندونیزیا هم دې مسئلې ته بله مهمه پېچلتیا ورزیاتوي.
برازیل غواړي نړیوال نظام لا استازی او عادلانه شي، مخ پر ودې هېوادونو ته د پراختیايي تمویل زمینه پراخه شي او د پراختیايي هېوادونو د خبرو او معاملې ځواک زیات شي. خو برازیل چندان لېوالتیا نه لري چې برېکس د چین یا روسیې په جیوپولیټیکه سټراټيژۍ کې پر یوې وسیلې بدل شي.
همدارنګه، جاکارتا برېکس د دې لپاره مهم ګڼي چې خپل سټراټيژیک او اقتصادي انتخابونه پراخ کړي، نه دا چې د نړۍ په سیالو قدرتونو کې د یوه لوري انتخاب وکړي.
د څو مرکزونو جال
داسې ښکاري چې برېکس څو مرکزیزتوب په جال کې راګیر دی.
د دې ډلې تر ټولو لوی قوت یې همدا تنوع ده. دغه تنوع برېکس ته په هغو سیمو کې مشروعیت ورکوي چې تر اوسه یې د نړیوالې حکومتولۍ په جوړښت کې محدود نفوذ درلود.
خو همدا تنوع ګډ جیوپولیټیک اقدام هم ستونزمنوي.
هر نوی غړی د دې ډلې اقتصادي سرچینې، دیپلوماتیکه ساحه او سیاسي مشروعیت زیاتوي؛ خو ورسره د ملي ګټو یوه بله مجموعه هم سازمان ته داخلېږي چې باید په پام کې ونیول شي.
همدا لامل دی چې برېکس ښايي تر یوه منسجم جیوپولیټیک بلاک ډېر، د پیاوړي معاملاتي او مذاکراتي ائتلاف په توګه وده وکړي.
د دې ډلې غړي کولای شي د نړیوالو بنسټونو د اصلاح، په نړیوالو ادارو کې د مخ پر ودې هېوادونو د استازیتوب د زیاتولو، د جنوب-جنوب سوداګرۍ د پیاوړتیا، د پراختیايي تمویل د پراخولو او پر لوېدیځو مالي جوړښتونو د زیاتې اتکا د کمولو په اړه سره توافق وکړي.
دوی همدارنګه کولای شي د سیمهییزو اسعارو د تادیاتو، پراختیايي پورونو، انرژۍ او د خوړو د امنیت په برخو کې همکاري وکړي.
خو کله چې همکاري دې ته اړتیا ولري چې غړي د یوې واقعي جیوپولیټیکې شخړې په اړه یو لوری انتخاب کړي، توافق خورا ستونزمن کېږي.
د ایران جګړه دغه تضاد تر بل هر وخت ډېر څرګند کړی دی.
ایا برېکس بېاغېزې دی؟
دا په دې معنا نه ده چې برېکس بېاغېزې یا بېاهمیته دی؛ برعکس، د دې ډلې اغېز ښايي په داسې کار کې وي چې لږ تر لږه ظاهراً ډېر ډراماتیک نه ښکاري، خو دوامدار او ژور بدلون رامنځته کولای شي.
برېکس اړتیا نه لري چې د امریکا پر وړاندې د اوسني نړیوال نظام د له منځه وړلو لپاره مستقیمه جګړه یا مقابله وکړي.
دغه ډله کولای شي:
• په نړیوال وجهي صندوق (IMF) او نړیوال بانک کې د مخ پر ودې هېوادونو د استازیتوب د زیاتولو لپاره فشار وارد کړي؛
• بدیل پراختیايي مالي بنسټونه پیاوړي کړي؛
• د ډالرو له انحصار څخه بهر د تادیاتو میکانیزمونه پراخ کړي؛
• او مخ پر ودې هېوادونو ته په نړیوال سیاست کې د انتخاب او مانور لا ډېر فرصتونه برابر کړي.
ښايي همدا د برېکس تر ټولو مهم او اغېزناک رول وي.
پایله
له همدې امله، د BRICS د جیوپولیټیک اقدام محدودیتونه ښايي په یوه معنا د دې ډلې لپاره مثبت اړخ هم ولري.
له سختې او مستقیمې مقابلې څخه ډډه کول کولای شي BRICS ته دا فرصت ورکړي چې د نړیوال نظام د تدریجي بدلون لپاره پراخه فضا رامنځته کړي.
دغه بدلون ښايي د امریکا پر وړاندې د مستقیم تقابل له لارې نه، بلکې د نړیوال اقتصاد، مالي نظام، نړیوالو بنسټونو او دیپلوماتیکو اړیکو د ځواک د توازن د ورو ورو بدلېدو له لارې رامنځته شي.
په بل عبارت، BRICS ښايي د امریکا پر وړاندې د یوه واحد جیوپولیټیک بلاک په توګه دومره بریالی نه شي؛ خو د نړیوال ځواک د توازن په تدریجي بدلون کې کولی شي مهم رول ولوبوي.
روني پي. ساسمیتا
