کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ساینس او ټکنالوژي

د امریکا او چین د ټکنالوژۍ جګړه او د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی

نظیف الله شیرزی

رسالت کلتوري مرکز۵۸
د امریکا او چین د ټکنالوژۍ جګړه او د مصنوعي ځیرکتیا راتلونکی cover

انوېډیا (NVIDIA) د برخلیک په مهم پړاو کې؛ د جېنسن هوانګ (Jensen Huang) د واک پرېښودل!

 

څنګه یوې شخصي لانجې د نړۍ د یوه ستر ټکنالوژیک شرکت د رهبرۍ ناورین رامنځته کړ؟ ولې واشنګټن د پرمختللو کمپیوټري چِپونو پر صادراتو محدودیتونه لګولي دي؟ او د انوېډیا راتلونکی برخلیک د نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا پر صنعت څه اغېز لرلای شي؟

 

انوېډیا (NVIDIA) یوازې د کمپیوټري ګرافیک کارټونو جوړوونکی شرکت نه دی؛ بلکې د نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، کلاوډ کمپیوټنګ او پرمختللو کمپیوټري سیسټمونو له مهمو بنسټونو دی. د دې شرکت ګرافیکي پروسېسرونه (GPUs) د لویو AI ماډلونو په روزنه او چلولو کې اساسي رول لري. انویډیا د نړۍ دویم لوی ټکنالوژي شرکت دی چې ټولټال ارزښت یې ۳.۹ تریلیون ډالر و.

د څه باندې درېیو لسیزو لپاره، جېنسن هوانګ (Jensen Huang) د دې شرکت مشري کړې او انوېډیا یې د نړۍ د ټکنالوژۍ له تر ټولو بډایه او اغېزناکو شرکتونو ګرځولې ده. خو  په روانه میاشت کې د هغه د شخصي اړیکو، د شرکت د ادارې او د چین ته د پرمختللو چِپونو د احتمالي لېږد په اړه راپورونو یوه لویه لانجه رامنځته کړه.

 

د جېنسن هوانګ ژوند او د انوېډیا بری

جېنسن هوانګ د ۱۹۶۳ کال د فبرورۍ په ۱۷مه په تایوان کې زېږېدلی دی. نوموړي د امریکا په اورېګن دولتي پوهنتون (Oregon State University) کې د برېښنايي انجینرۍ لېسانس او د سټنفورډ پوهنتون (Stanford University) ماسټري ترلاسه کړې ده.

هغه په ۱۹۹۳ کال کې له کریس مالاکوفسکي (Chris Malachowsky) او کرټیس پریم (Curtis Priem) سره یوځای انوېډیا جوړه کړه. شرکت په لومړیو کې د کمپیوټري لوبو لپاره ګرافیکي پروسېسرونه جوړول خو وروسته یې خپله ټکنالوژي د مصنوعي ځیرکتیا او علمي څېړنو په برخه کې هم پراخه کړه.

د ۲۰۰۶ کال د کوډا (CUDA) ټکنالوژۍ معرفي کول د انوېډیا د بري یو مهم پړاو و. دې ټکنالوژۍ د پروګرام جوړونکو او څېړونکو لپاره دا زمینه برابره کړه چې د ګرافیکي پروسېسرونو په مرسته پېچلې محاسبې ترسره کړي.

 

د هوانګ په اړه رسنیزې ادعاوې او د شرکت د مشرتابه بدلون

د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۲مه، نیویارک ټایمز (The New York Times) لومړی مهم راپور خپور کړ چې د جېنسن هوانګ د ادعا شوې شخصي اړیکې او له الېس هوانګ (Alice Huang) سره د هغه د اړیکو په اړه یې پوښتنې مطرح کړې.

وروسته فوربز (Forbes) او رویټرز (Reuters) هم د هوانګ د نورو ادعا شویو اړیکو، د انوېډیا له کارکوونکو سره د هغه د اړیکو او د شرکت د داخلي څارنې په اړه راپورونه خپاره کړل.

د دغو راپورونو له مخې، د الېس هوانګ له سوداګریزو فعالیتونو او له مېګاسپېډ انټرنېشنل (Megaspeed International) شرکت سره د هغې له اړیکو هم پوښتنې راپورته شوې. د چین له احتمالي استخباراتي فعالیتونو سره د هغې د ارتباط ادعاوې هم مطرح شوې خو تر اوسه داسې شواهد نه دي وړاندې شوي چې دا ادعاوې ثابتې کړي.

د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر ۸مه، د انوېډیا مدیره پلاوي د موضوع د څېړلو اعلان وکړ. څلور ورځې وروسته، د نومبر پر ۱۲مه، شرکت اعلان وکړ چې هوانګ د اجرائیوي مشر (CEO) او د مدیره پلاوي د غړي په توګه خپله دنده پرېښې ده. کوولېټ کرېس (Colette M. Kress) د لنډمهالې اجرائیوي مشرې په توګه وټاکل شوه.

ولې انوېډیا د مصنوعي ځیرکتیا لپاره مهمه ده؟

د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللي سیسټمونه د ډېرو چټکو محاسباتو او پیاوړو کمپیوټري وسایلو اړتیا لري. د انوېډیا پروسېسرونه د همدې محاسباتو لپاره کارول کېږي.

د مایکروسافټ (Microsoft)، امازون (Amazon)، ګوګل (Google)، مېټا (Meta) او اوپن اې آی (OpenAI) په څېر لوی شرکتونه د خپلو مصنوعي ځیرکتیايي سیسټمونو او معلوماتي مرکزونو لپاره د انوېډیا له ټکنالوژۍ ګټه اخلي.

 

د امریکا او چین ټکنالوژیکه جګړه

د انوېډیا د ستونزو یو مهم اړخ د امریکا او چین ترمنځ ټکنالوژی او مصنوعي ځیرکتیا سیالي ده.

امریکا هڅه کوي چین ته د پرمختللو کمپیوټري چِپونو (پروسیسرونو) د لاسرسي مخه ونیسي ځکه دغه چِپونه د مصنوعي ځیرکتیا ترڅنګ په پوځي، استخباراتي او سټراټيژيکو برخو کې هم کارول کېدای شي.

د امریکا د صادراتي محدودیتونو له امله انوېډیا اړ شوې چې د چین بازار ته د خپلو ځینو محصولاتو صادرات محدود کړي. د شرکت په رسمي مالي اسنادو کې هم د دغو محدودیتونو له امله د میلیاردونو ډالرو لګښتونو یادونه شوې ده.

خو چین هم هڅه کوي پر امریکایي ټکنالوژۍ خپله تکیه کمه کړي. هواوې (Huawei) او ډیپ‌سیک (DeepSeek) د چین د همدې ټکنالوژیک پرمختګ د هڅو مهمې بېلګې دي.

د انوېډیا ستونزه دا ده چې له یوې خوا د چین په څېر لوی بازار ته لاسرسی غواړي، خو له بلې خوا باید د امریکا د صادراتو او ملي امنیت مقررات مراعات کړي.

 

د انوېډیا مالي زیانونه او د ونډو بازار

د بلومبرګ (Bloomberg) د ۲۰۲۶ کال د نومبر د ۱۲مې د راپور له مخې، د هوانګ د استعفا له اعلان وروسته د انوېډیا د ونډو بیه د معاملاتو پر مهال تر ۱۴ سلنې پورې راټیټه شوه او د شرکت د بازار ارزښت شاوخوا ۶۰۱ میلیارد ډالره کم شو.

خو د بازار د ارزښت کمېدل د دې معنا نه لري چې شرکت په هماغه اندازه نغدې پیسې له لاسه ورکړې دي. دا د ونډو د بیو د کمېدو له امله د شرکت د ټول بازار ارزښت راټیټېدل دي.

سره له دې، انوېډیا له مالي پلوه لا هم یو پیاوړی شرکت دی. د شرکت د ۲۰۲۷ مالي کال د دوېیمې ربعې د راپور له مخې، عواید یې ۹۶.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو چې د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۰۶ سلنې وده ښيي.

 

د انوېډیا سیالان او راتلونکې

که څه هم انوېډیا په بازار کې پیاوړی دریځ لري خو له جدي سیالۍ سره هم مخ ده.

•       ګوګل د خپلو ځانګړو پروسېسرونو (TPUs) پر جوړولو پانګونه کوي.

•       امازون د ټرېنېم (Trainium) پروسېسرونه جوړ کړي دي.

•       اې اېم ډي (AMD) د مصنوعي ځیرکتیا په بازار کې له انوېډیا سره سیالي کوي.

•       هواوې د چین د کورني بازار لپاره د خپلو بدیلو پروسېسرونو د پراختیا هڅه کوي.

د راتلونکې سیالۍ بریا یوازې د چِپونو یا پروسیسرونو په سرعت پورې نه ده تړلې؛ بلکې سافټویر، شبکې، برېښنايي مصرف، د پروګرام جوړونکو ملاتړ او د بشپړو کمپیوټري سیسټمونو وړتیا هم پکې مهم رول لري.

د انوېډیا اصلي ازموینه دا ده چې ایا شرکت کولای شي د خپل بنسټګر له وتلو وروسته هم خپل ټکنالوژی برلاسی او نړیوال اغېز وساتلای شي؟

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

ټکنالوژيساینسنوېډیامصنوعي ځیرکتیااوپن ای آی

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر