د مصنوعي ځیرکتیا پېر او پښتو ژباړه
د ژبو د ژباړې په برخه کې د اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا مېکانېزم هڅه کوي چې د متن عمومي مفهوم، د جملو تسلسل، د کلماتو اړیکه، د استعمال ځایونه او په ټوله کې د مختلفو ژبو جوړښتونه په پراخه توګه درک او خوندي کړي. ترڅو د پخوانیو ماشیني ژباړو په پرتله معیاري او منلی کار وکولی شي او لا هم نورو ژباړونکو ته د اسانتیاو د رامنځته کولو په برخه کې پراخه بدلونونه رامنځته کړي.
ژباړه د مختلفو ژبو، ملتونو او فرهنګونو ترمنځ د اړیکو او څو اړخیز تړون دوامداره بهیر دی. بشر له کلونو راهیسې د بېلابېلو ژبو ترمنځ د علمي او مالوماتي تړون لپاره ژباړې ته مخه کړې ده. دې چارې د مختلفو علومو، سیاست، سوداګرۍ، مذهب، فرهنګ او انساني تړون په پیاوړتیا کې د پام وړ رول لوبولی دی. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په دې وروستیو لسیزو کې یې ژبو ته د ژباړې بهیر د پخوا په پرتله ګړندی شوی دی، په همدې اساس پښتو ژبې ته له نورو ژبو څخه د ژباړې جریان هم په یاده ژبه کې د عملي، ادبي، فرهنګي، مسلکي او ورته نورو مطالبو د پراختیا لپاره د پام وړ جریان ګڼل کېږي. د دې ترڅنګ په دې وروستیو لسیزو کې د تکنالوژۍ چټک پرمختګ او په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا بې مثاله پراختیا هم د ژباړې په برخه کې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي. دا بدلونونه د هغو لارو چارو بدیل ګڼل کېږي چې پخوا به ژباړونکو ور څخه د ژباړې کولو پر مهال استفاده کوله. په دې برخه کې یو د پام وړ ټکی دا هم دی چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ نه یوازې د ژباړې پر کفیت ښه او بد اغېز لري؛ بلکې له ژباړونکو سره د ژباړې پر مهال په هغو لارو چارو کې هم ډېره مرسته کولی شي چې پخوا یې له ژباړونکو څخه په ورځو-ورځو وخت نیوه. پخوا به ژباړونکو د یوې ژبې د متن د ژباړلو په برخه کې تر ډېره په قاموسونو، چاپی کتابونو، مطلوبو اصطلاحاتو او نورو اړوند لارو چارو باندې تکیه کوله. ترڅو وکولی شي له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د ژباړل شوي مفهوم ټولې خواوې د ژباړې اصالت ته په کتو سره خوندي کړي. مګر د مصنوعي ځیرکتیا په پراختیا سره د ژباړونکو په کار کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي. د ژباړې معیار او اصالت ته په پاملرنې سره ژباړونکي اوس کولی شي چې د مصنوعي ځيرکتیا د وسایلو او اسانتیاو په مرسته د ژباړې پر مهال د کلماتو د ماناو، پر ځانګړو مطالبو د پوهېدو او د نورو بشپړو وضاحتونو لپاره په ډېر کم وخت کې لاس رسی پیدا کړي. د اوس لپاره زموږ هدف دلته همدا دی چې د مصنوعي ځیرکتیا د اسانتیاو په مرسته، پښتو ژبې ته د ژباړې د بهیر په هغو مطالبو وغږېږو چې د یاد بهیر پر وړاندې ګټور فرصتونه او د پام وړ ننګونې ګڼل کېږي.
مصنوعي ځیرکتیا د معاصرې تکنالوژۍ په قلمرو کې هغه انقلاب دی چې په ډېره کمه موده کې یې نړۍوال حیثیت خپل کړ او په اوسنیو وختونو کې یې د انساني چاپيریال ګن شمېر اړین عناصر په ډېره لویه پیمانه اغېزمن کړي دي. د مصنوعي ځیرکتیا منځته راتګ د اوسنۍ تکنالوژۍ هغه برخه ده چې کمپیوترونو او ډيجېټل سیستمونو ته یې د داسې کارونو وړتیا ورکړه چې په عمومي توګه د انسان د فزیکي او ذهني وړتیاو بدیل ګڼل کېدی شي. د ژبې درک، د متن تولید، د مالوماتو تنظیم، د پوښتنو ځوابول، د مطالبو ابتدايي وضاحت، ژباړه او ورته نور کارونه چې د انسان د ذهني پیاوړتیا استازیتوب کوي د مصنوعي ځیرکتیا له هغو برخو څخه ګڼل کېږي چې په ډېر کم وخت کې یې په ډېره لویه کچه د پرمختګ او پیاوړتیا ګامونه اخیستې دي.
د ژبو د ژباړې په برخه کې د اوسنۍ مصنوعي ځیرکتیا مېکانېزم هڅه کوي چې د متن عمومي مفهوم، د جملو تسلسل، د کلماتو اړیکه، د استعمال ځایونه او په ټوله کې د مختلفو ژبو جوړښتونه په پراخه توګه درک او خوندي کړي. ترڅو د پخوانیو ماشیني ژباړو په پرتله معیاري او منلی کار وکولی شي او لا هم نورو ژباړونکو ته د اسانتیاو د رامنځته کولو په برخه کې پراخه بدلونونه رامنځته کړي. خو دا پرمختګونه په ټولو ژبو کې یو شان نه دي؛ ځکه هغه ژپې چې پراخ ډيجېټلي متنونه، کتابونه، وېبپاڼې، علمي منابع، د عمومي مالوماتو فهرست او مختلف لیکلي برېښنایی مطالب لري په عمومي توګه د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو لپاره ډېر مالومات برابروي. پښتو ژبه بیا د نورو نړۍوالو ژبو په پرتله له محدودو ډيجېټلي سرچینو سره مخ ده، همدا دلیل د پښتو ژباړې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د کار په بحث کې ډېر د پاملرنې وړ هم دی.
اوس بحث دا دی چې مصنوعي ځیرکتیا د پښتو ژباړې لپاره په کومو برخو کې د اسانتیاو او فرصتونو د رامنځته کېدو او په کومو برخو کې د ننګونو د شتون احتمال رامنځته کړی دی. مصنوعي ځیرکتیا لکه د نورو ژبو د ژباړو په څېر، پښتو ژبې ته د ژباړې بهیر هم په مختلفو برخو کې اغېزمن کړی دی او تر ډېره حده یې په دې برخه کې د اساتیاوو او پرمختګونو د رامنځته کېدو زمینه سازي کړې ده. مګر په ځینو مسایلو کې لا هم د ژبې پوهان او ژباړونکي وېره لري او په دې بهیر کې ځینو موجودو نیمګړتیاو ته په کتو سره د ژباړې په برخه کې د مختلفو ستونزو د رامنځته کېدو خبره کوي. دلته به په یاده برخه کې رامنځته شوو فرصتونو او هغو ننګونو ته نظر ښکاره کوو چې په اوسني وخت کې هم د هیله مندۍ او هم د وېرې د رامنځته کېدو روښانه ټکي ګڼل کېدی شي.
یو بحث چې په دې برخه کې ډېر د پاملرنې وړ دی، هغه دا دی چې مصنوعي ځیرکتیا د پښتو ژبې د ژباړې بهیر په څو برخو کې متغیر کړی دی. په دې بحث کې یې تر ټولو روښانه بدلون د چټکې ژباړې په برخه کې د رامنځته شوو فرصتونو او اسانتیاو په قلمرو را ګرځي. دا معمول خبره ده چې یو ژباړونکی ممکن د یوې مقالې د ژباړې لپاره څو ساعته یا څو ورځې وخت ته اړتیا ولري. مګر د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته کولی شي چې په ډېر کم وخت کې د خپلې مقالې لومړنۍ ژباړه ترلاسه کړي. د چتکې ژباړې دا بحث هغه وخت ډېر د پاملرنې وړ دی، کله چې یو ژباړونکی وغواړي ډېر مالومات په لنډ وخت کې وژباړي. دا چاره هغه وخت لا نوره هم اغېزمنه تمامېدلی شی چې رسنۍ، ښوونیز مرکزونه، علمي بنسټونه، وېبپاڼې، انفرادي ژباړونکي، لیکوالان او مختلفې ادارې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د یو متن لومړنۍ ژباړه ترلاسه کړي او وروسته د یو مسلکي او مجرب ژباړونکي لخوا د اصلي متن سره وکتل شي. دلته باید یوه خبره په یاد ولرو او هغه دا چې د ژباړې په بهیر کې د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونه یوازې د اصلي متن د ژباړلو لپاره نه کارول کېږي؛ بلکې ژباړونکي کولی شي چې له دې سیستمونو څخه د یوې اصطلاح د احتمالي مانا د موندلو، د یوې اوږدې جملې د ساده کولو، د متن د ژبني سمون، د تکراري عبارتونو د موندلو، د ژباړې د څو بدیلو وړاندیزونو د ترلاسه کولو، د ځانګړو مطالبو د مفاهیمو د پیدا کولو او د ورته نورو اضافي وضاحتونو د موندلو لپاره
استفاده وکړي. په همدې توګه مصنوعي ځیرکتیا د ژباړونکو لپاره په لنډ وخت کې د ډېر کار کولو په منظور د مرستندویه وسیلې په توګه د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کوي. خو دا کار باید د ژباړې د کیفیت بهیر له خنډ سره مخ نه کړي؛ دا ځکه که چېرې د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو په مرسته ژباړل شوی متن پرته د مسلکي خلکو له کتنې خپور شي، نو د متن د مانا، اصطلاحاتو، عمومي جوړښت او ګرامري برخه کې یې د لویو ستونزو د رامنځته کېدو احتمال شته دی.
پر دې سربېره د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو له لارې ژباړه کول، د پښتو ژبې د علمي محتوا په پراختیا او غني کولو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کولی شي. د معاصرې نړۍ ډېری علمي مالومات په نورو نړۍوالو او پرمختللو ژبو کې خوندي او لیکل شوي دي. که د دغو مالوماتو مختلفې برخې په چټکه توګه د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د یو معیاري مېکانېزم له لارې پښتو ژبې ته وژباړل شي نو په پښتو ژبه کې به د عمومي، مسلکي او علمي محتوا په پراختیا کې د پام وړ رول ولوبوي. ځکه د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونه دا شونتیا رامنځته کولی شي چې په روغتیا، مالوماتي تکنالوژۍ، اقتصاد، کرنې، او ورته نورو برخو کې د ژباړې لومړنی کار چټک کړي. د دې تر څنګ د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونه د پښتو ژبې له ژباړونکو سره د مختلفو اصطلاحاتو په پس منظر او د کلماتو لپاره د مناسب بدیل په پیدا کولو کې هم مرسته کولی شي. دا هغه چاره ده چې پخوا به ورپسې ژباړونکو په ساعتونو ساعتونو قاموسونه او نور وضاحت ورکوونکي ادرسونه پلټل؛ مګر اوس د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ډېر اسان او ممکن شوی دی. په معاصرو علومو کې هره ورځ نوي اصطلاحات رامنځته کېږي او د مختلفو علومو په مختلفو مضامینو کې سلګونه داسې اصطلاحات شته دی چې د پښتو ژبې د ژباړونکي لپاره یې ورته په لنډ وخت کې مناسب، دقیق او منل شوی بدیل پیدا کول ډېر ګران کار دی.
همدارنګه ژبه یوازې د کلماتو مجموعه نه دی. بلکې فرهنګ، تاریخ، دودونه او ټولنیز قلمرو د یوې ژبې د جوړښت او پیاوړتیا مهم عناصر دي. ځینې ژبې داسې ځانګړي اصطلاحات، متلونه، محاورې او فرهنګي تعبیرونه لري چې خپلې ځانګړې ماناوې او وضاحتونه ورسره تړلي وي، پر دې وضاحتونو او ماناو کټ مټ پوهېدل د یوه ژباړن لپاره په لڼډ وخت کې ګران کار دی. مګر مصنوعي ځیرکتیا ژباړونکو ته دا فرصت ورکوي چې په لنډ وخت او اسانۍ سره یې پر مفهوم او پس منظر وضاحتونه ترلاسه کړي او بیا ورته د لا نور وضاحت او بدیل لپاره یو مناسب متن او کلمات انتخاب کړي. دا ځکه چې ځینې فرهنګي، تاریخي او علمي متنونه یوازې په لفظي ژباړه نه شي ارایه کېدلی. باید د داسې لیکنو د ژباړې په برخه کې له یو داسې وضاحت ورکوونکي مېکانېزم څخه کار واخیستل شي چې په توله مانا د اصلي متن او نسخې عامیانه مفهوم په سمه توګه انتقال کړي. مصنوعي ځیرکتیا د همدې وضاحتونو د شریکولو په برخه کې د یوې ژبې له ژباړن سره په همدې مواردو کې تر ممکنه حده مرسته کولی شي.
آخر دا چې په دې بهیر کې د پښتو او نورو ژبو ترمنځ د مالوماتو د انتقال بهیر لا نور هم ګړندی کېدی شی. په پښتو ژبه کې د علمي، تخنیکي او ښوونیزو مطالبو د تولید زمینه سازۍ ته لا نوره هم لاره اوارېدی شي. د پښتو ژبې ډيجیټلي حضور ورسره پیاوړی کېدی شي. راتلونکي نسل د ژبې د کارونې او د تکنالوژۍ د تړون امکانات لا نور هم پراخیدی شي. د مختلفو ژبو او ملتونو ترمنځ د ارتباط، پوهاوي او مالوماتي تړون بهیر ګړندی او پياوړی کېدی شي. دا او دېته ورته ډېری نور مسایل شته دی چې د ژباړې په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا له سیستمونو څخه اغېزمن دي او په راتلونکي کې لا نور هم پراخېدی شي.
مګر په دې برخه کې لا اوس هم ځینې ننګونې شته دی چې ګڼ شمېر لیکوالان او ژباړونکي یې اندېښمن کړي دي. دا ځکه چې د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو په وسیله ژباړل شوی متن له تېروتنو خالي نه وي. کله نا کله سیستم ممکن یوه کلمه په ناسم مفهوم واخلي او د متن د مانا او تسلسل اړیکه په ټوله مانا غلته درک کړي. دوهم دا چې ځینې وختونه ژباړه له ګرامري اړخه سمه ښکاري، خو اصلي مفهوم پکې کمزوری شوی او یا په بشپړه توګه بدل شوی وي. د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ژباړې د مالوماتو محرمیت هم مهم دی، چې ډېری خلک یې دې ټکي هم اندېښمن کړي دي. دا او دېته ورته نورې ننګونې لا هم شته دی چې په یاده برخه کې یې لیکوالان او ژباړونکي د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ژباړې کولو د بهیر پر وړاندې درولي دي.
لنډه دا چې د ژباړې د اوسني بهیر له نظره د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونه کولی شي چې د ژبو د ژباړونکو د کار ډېره برخه اتومات کړي او په دې برخه کې لا نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي. خو په دې برخه د پښتو لپاره د ډیجیټلي سرچینو شتون، احتمالي تېروتنو ته پاملرنه، د مالوماتو محرمیت او د دې سیستمونو په وسیله د ژباړل شوي متن کتل د اصلي متن سره هغه ټکي دي چې پاملرنه ورته اړینه ده.
ليکوال: فرهاد علي مومند
