کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

سیمه

د واشنګټن پراختیايي مرستې او د پاکستان ورانکاری چلند

د امريکا چارواکي وايي چې له پیله تر اوسه یې له پاکستان سره مرسته روغتيايي، تعليمي، کرنېزو خدمتونو او د امريکا ضد ترهګرو ډلو خلاف مبارزې لپاره ورکړي دي خو ډېر داسې موارد شته چې ثبوتوي پاکستان د امريکا مرسته شوې پېسې یې په خپل پوځ، د وسله والو ډلو په جوړولو او قوي کولو لګولي دي.

بخت جمال کریمي۷۱
د واشنګټن پراختیايي مرستې او د پاکستان ورانکاری چلند cover

امريکا خپلو سياسي موخو ته د رسېدو لپاره په بېلابېلو نومونو سره د نړۍ ډېرو هېوادونو سره کلنۍ مرستې کوي. په اسيا کې عربي هېوادونه او پاکستان هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل دي چې امريکا ورسره مالي مرستې کوي.

له پاکستان سره د امريکا مرستې له څو ليسزو روانې دي. د امريکا د مالي راپور له مخې يوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې له پاکستان سره ۱۹۵.۸ ميليونه امريکايي ډالر مرسته کړې ده. له دغو مرستو څخه ۸۹.۶ ميليونه امريکايي ډالر مرسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت، ۸۰ ميليونه امريکايي ډالر د امريکا د کرنې وزارت او ۴۶.۶ ميليونه امريکايي ډالر د USAID تر چتر لاندې شوې ده.

د امريکا چارواکي وايي چې له پیله تر اوسه یې له پاکستان سره مرسته روغتيايي، تعليمي، کرنېزو خدمتونو او د امريکا ضد ترهګرو ډلو خلاف مبارزې لپاره ورکړي دي خو ډېر داسې موارد شته چې ثبوتوي پاکستان د امريکا مرسته شوې پېسې یې په خپل پوځ، د وسله والو ډلو په جوړولو او قوي کولو لګولي دي. همدا راز یې د ګاونډيو او سيمې هېوادونو کې خپلو استخبارتي لوبو او نفو‌ذ لپاره مصرف کړي دي. د امريکا په مرسته شويو پیسو یې د نړيوالو نورمونو خلاف بشري جنايتونه تر سره کړي دي.

د دې موضوع په اړه د امریکا د حکومت رسمي اسناد هم شته؛ دا یوازې د رسنیو یا د پاکستان د مخالفو سیاسي ډلو ادعاوې نه دي. د ۲۰۰۸ کال د جون په ۲۴مه د GAO په رسمي راپور کې د پاکستان د امریکايي مرستو په اړه جدي ستونزې په ډاګه شوې.
د دې راپور موندنې ښيي چې پاکستان له ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۰۸ کال تر مې پورې د Coalition Support Funds  په نوم له امريکا ۵.۵۶ میلیارده ډالره ترلاسه کړي وو. دا پیسې د هغو پوځي عملیاتو او لګښتونو د بېرته ورکولو لپاره وې چې پاکستان ادعا کوله د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې په ملاتړ یې ترسره کړي دي خو د امریکا د دفاع وزارت په ډېرو مواردو کې د پاکستان د ادعا شویو لګښتونو د تصدیق لپاره کافي اسناد نه درلودل، نه داسې اسناد موجود و چې خپلواک پلټونکي یې بیا محاسبه او تصدیق کړای شي.

همدا راز د ۲۰۰۴ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۰۷ کال تر جون پورې د امريکا له لوري پاکستان ته له دوو میلیارده ډالرو څخه زیاتې پیسې ورکړل شوې وې، خو دا چې پاکستان دا پېسې چېرته او په څه مصرف کړې وې؟ امريکا سره یې اسناد موجود نه و.

د GAO د دې راپور تر ټولو مهم ټکی دا دی چې امریکا د پاکستان د پوځي لګښتونو د تصدیق او څارنې په برخه کې جدي نیمګړتیاوې لرلې. دا د امريکا د مالي حساب ورکونې د کمزورۍ رسمي ثبوت دی او دا هم ښيي چې کومې پېسې امريکا ـ پاکستان ته ورکړي دي، پرې خبر نه دي چې پاکستان يادې پېسې په څه، چېرته او د چا خلاف کارولي دي؟

د GAO د ۲۰۰۸ کال د مې د ۶مې نېټې په بل راپور کې یوه بله مهمه موضوع څرګنده شوې ده کومه چې ښيي پاکستان د امريکا مرسته شويو پېسو څخه په سياسي او استخبارتي بڼه ناوړه استفاده کړې ده.

دGAO  په راپور کې راځي امریکا ـ پاکستان ته د Coalition Support Funds پیسې د بېرته ورکړې (Reimbursement)  په توګه ورکولې خو کله چې دغه پیسې د پاکستان خزانې ته داخليدې، د پاکستان په خپلواکو دولتي پیسو بدلېدې او امریکا پر هغو د مستقیمې څارنې قانوني واک نه درلود. دا هغه ټکی دی چې له مرستو  ناوړه استفاده ثبوتوي.

په دې برخه کې د امريکايي چارواکو څرګندونې بل هغه څه دي چې د امريکا له مرستو د پاکستان د ناوړه کړنو، بشر ضد جنايتونو او نړيوالو نورمونو خلاف کړنې ثابتوي.
د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په ۲۲مه د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز مایک مولن د امریکا د سنا د وسله‌والو ځواکونو کمېټې ته په خپله رسمي شاهدي کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI  په اړه سختې څرګندونې وکړې. مایک مولن په خپل شاهدۍ کې وويل: پاکستان وسله والې ډلې جوړوي او وسله والو ډلو سره مستقيمې اړيکې لري او دا کار د نفوذ ترلاسه کولو لپاره کوي.

د امریکا د څېړنیز مرکز CSIS راپور کې راځي چې پاکستان له وسله والو ډلو سره مالي، استخباراتي، ستراتیژیکې مشورو، د جنګیالیو لپاره روغتیايي خدمات، د ځینو مشرانو لپاره استوګنځایونه، لوژستیکي او عملیاتي مرستې کوي. د په راپور کې راغلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې له دغو ډلو سره اړیکې د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت کې د نفوذ د ساتلو لپاره کارولې.

د ۲۰۱۱ کال د مې په ۲مه امریکايي ځواکونو د پاکستان په ایبټ‌اباد ښار کې د اسامه بن لادن پر پټنځای عملیات وکړل او هغه یې وواژه.

د راپورونو له مخې بن لادن د پاکستان په یوه مهم پوځي ښار کې د پوځي اکاډمۍ له سیمې سره نږدې له کلونو اوسېده خو د پاکستان دولتي ادارو یې په اړه ناخبري ښودله.  

د امریکا د کانګرس د څېړنیز مرکز (CRS) په راپور کې راغلي چې د بن لادن د موندل کېدو پېښې نه دا چې په پاکستان د امريکا باور کم کړ، د پاکستان د استخباراتي ادارو او وسله‌والو ډلو ترمنځ د اړیکو په اړه یې ټول شکونه هم رښتيا کړل.

لنډه دا چې د امریکا د GAO راپور د امريکا د مالي څارنې نیمګړتیاوې او د پاکستان د دوګوني سیاست يا  Double Game ثابتوي. همدا راز د مایک مولن شاهدي، د CSIS څېړنه، د پاکستان د استخباراتي ادارو او وسله‌والو ډلو د اړیکو ترڅنګ دا هم ثابتوي چې پاکستان د امريکا له مرسته شويو پېسو غیرې قانوني فعاليتونو کې استفاده کړې ده.

بخت جمال کريمي

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

د امريکا مرستېپاکستانپوځي رژيمپاکستان او وسله والد پآکستان او وسله الو اړيکېisi

د لیکوال په اړه

بخت جمال کریمي

Kabul, AFGHANISTAN

بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.

بخت جمال کریمي