د تهران غونډه د سولې هڅه که د ایران د سیمهییز نفوذ د محدودولو پلان؟
تهران ته د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو سفر د ایراني شنونکو ترمنځ اختلافات راپارولي دي. ځینو دغه سفر د ایران د نفوذ او قدرت په توګه ستایلی، خو ځينې ورته د شک په سترګه ګوري او وايي چې ښايي دغه هېوادونه د یمن په اړه او له واشنګټن سره په خبرو اترو کې له ایران څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو په لټه کې وي.
تهران ته د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د لوړپوړو چارواکو سفر د ایراني شنونکو ترمنځ اختلافات راپارولي دي. ځینو دغه سفر د ایران د نفوذ او قدرت په توګه ستایلی، خو ځينې ورته د شک په سترګه ګوري او وايي چې ښايي دغه هېوادونه د یمن په اړه او له واشنګټن سره په خبرو اترو کې له ایران څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو په لټه کې وي.
د تهران غونډه چې د څلورو هېوادونو په ګډون وشوه په یوې محتاطانه اعلامیې سره پای ته ورسېده. ګډونوالو په دې اعلامیه کې د سیمهییزې سولې او امنیت په اړه د خبرو اترو پر دوام ټينګار وکړ، خو د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د جګړې، د هرمز تنګي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه یې د کومې مشخصې هوکړې اعلان ونه کړ.
رویټرز د یوه پاکستاني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر، تهران ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره داسې وړاندیز وړاندې کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ورسره موافقه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې که ایران دا وړاندیز ومني، نو پاکستان، ترکیه، سعودي عربستان او قطر به د هوکړې د تضمین کوونکو هېوادونو په توګه عمل وکړي.
د يادو هېوادونو د احتمالي منځګړیتوب هوکړې مطرح کېدو سره، د ایراني شنونکو ترمنځ یوه پوښتنه راپورته شوې ده، هغه دا ده چې ایا دغه هېوادونه تهران ته د روانې شخړې څخه د وتلو لار وړاندې کولو لپاره راغلي وو، او که یې غوښتل پر ایران د امتیازاتو منلو لپاره فشار راوړي؟
د ایران دولتي ورځپاڼې «ایران» د سېشنبې ورځې په خپل راپور کې د «له ایران پرته هېڅکله نه» تر سرلیک لاندې د غونډې په اړه لیکلي او استدلال یې کړی چې د سیمې د درېیو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو حضور ښيي چې له تهران پرته په سیمه کې د امنیت هېڅ نوی نظم نه شي رامنځته کېدلی.
د سپاه پاسداران اړوندې ورځپاڼې «جوان» پخواني مسوول مدیر او شنونکي عبدالله ګنجي، تر دې هم وړاندې ګام اخیستی او ایران یې د یوه راټوکېدونکي سیمهییز امنیتي جوړښت مرکز بللی دی.
عبدالله ګنجي پر اېکس (X) لیکلي دي: «ایران په لوېدیځه اسیا کې د امنیت د رامنځته کولو محور دی.» نوموړي زیاته کړې چې یو نوی «د صهیونیزم ضد بلاک» د جوړېدو په حال کې دی.
د ایران پخواني بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف د لوېدیځې اسیا لپاره د یوې پراخې امنیتي شبکې وړاندیز کړی چې د نه تېري، د باور جوړونې او ګډې سوکالۍ پر اصولو ولاړه وي.
محمدجواد ظریف ويلي دي: «سیمهییز امنیت له بهره نه شي وارديدلی؛ باید د همدې سیمې د خلکو له خوا په ګډه جوړ شي.»
خو ډېری سختدریځي شنونکي بیا د دې غونډې په اړه دومره خوشبین نه دي.
د دوی له ډلې مصطفی نجفي پر اېکس ليکلي دي: «د دې غونډې د پایلو په اړه قضاوت کول لا ډېر وختي دی خو داسې نه ښکاري چې بې باوري پر باور او سیالي پر همکارۍ بدله شوې وي.»
نوموړی زياتوي: «په ننني منځني ختیځ کې غونډې تر ډېره د بحرانونو او کړکېچونو د مدیریت، یا د هغو د پایلو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، نه د ستونزو د حل لپاره.»
د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون پخواني مشر حشمتالله فلاحتپېشه استدلال کوي چې د یمن موضوع د ایران او واشنګټن ترمنځ د شخړې په پرتله د دغو راغلو هېوادونو لپاره یوه بېړنۍ اندېښنه ده. نوموړي «خبر آنلاین» ويب پاڼې ته ويلي: «تر هغه چې د یمن مسئله حل شوې نه وي، د ایران مسئله به د اجنډا په سر کې مطرح نه شي.»
پر سعودي عربستان او سیمهییزو بېړیو د حوثیانو بریدونو یمن د ریاض لپاره په یوه مهمه امنیتي اندېښنه بدل کړی دی. خو له دغې ډلې سره د تهران اړیکې هم د سختدریځو له نظره د ایران د سیمهییز نفوذ یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
د «کیهان» ورځپاڼې مسوول مدیر حسین شریعتمداري د «د تهران غونډه اوبه که سراب؟» تر سرلیک لاندې په یوه تبصره کې د دې غونډې موخه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
خبرداری یئ ورکړی چې د مکې د دفاعي تړون له غړو هېوادونو سره همکاري ښايي پر ایران فشار راوړي چې له حوثیانو څخه واټن واخلي. نوموړي ټینګار کړی چې تهران به دا ډله پرېنږدي.
د ایران يوه وکیل محمود نبویان د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان ستونزې د دې لامل په توګه یادې کړي چې ریاض په دغو خبرو اترو کې ګډون کړی دی.
هغه پر اېکس لیکلي: «سعودیان دې پوه شي چې تر هغه چې د یمن د مظلومو خلکو پر وړاندې ظالمانه کلابندي روانه وي، د انصارالله بریدونه به هم دوام ولري او د نورو هېوادونو مرسته به ورته هېڅ ګټه ونه لري.»
خبریاله فرشته صادقي هم دغه سفر ته د شک په سترګه ګوري او دا یې د یمن په اړه تهران ته د خبرداري ورکولو یوه هڅه بللې ده.
فرشتې صادقي په خپل ايکس ليکلي دي: «ایران به ډېر ناپوه وي که د هغوی خبرې او ګواښونه ومني.» د نوموړې استدلال دا دی چې حوثیان به حتی که تهران تر فشار لاندې هم راشي، خپلو خپلواکو کړنو ته دوام ورکړي.
دغه اختلاف د سیمهییزې ډیپلوماسۍ یوه اساسي ستونزه څرګندوي: هغه اقدامات چې سعودي عربستان یې د حوثیانو له بریدونو څخه د ځان ساتنې لپاره غواړي، ښايي د ایران سختدریځي یې داسې امتیازات وګڼي چې د تهران سیمهییز نفوذ کمزوری کوي.
پوښتنه دا ده چې سیمهییز هېوادونه د یوې هوکړې تضمین کولای شي؟
د یمن تر موضوع ورهاخوا، دې غونډې دا بحث هم راپورته کړی چې ایا سعودي عربستان، ترکیه، پاکستان او قطر کولای شي داسې تضمینونه وړاندې کړي چې پر ایران د امریکا یا اسرائیلو د بل برید مخه ونیسي.
تهران له واشنګټن سره د هر ډول هوکړې په اړه داسې تضمینونه غواړي چې د هغو له مخې به د هوکړې له عملي کېدو وروسته بیا جګړه نه پیلېږي. دا موضوع د ډیپلوماسۍ د بیا راژوندي کولو په اړه د خبرو اترو په یوه اساسي مسئله بدله شوې ده.
د ایران دولتي ورځپاڼې «ایران» يوې مسولې مریم سالاري استدلال کړی او ليکلي دي چې: «اوس پوښتنه دا نه ده چې ایران باید په دې وخت کې د اټومي مسئلې په اړه امتیازات ورکړي که نه؛ بلکې پوښتنه دا ده چې که ایران امتیازات ورکړي، کوم تضمین شته چې جګړه به بیا نه پیلېږي؟»
نوموړې وړاندیز کړی چې تهران ته د وراغلو چارواکو د سفر موخه د همدې اندېښنې حل کول وو.
ځينې بيا په دې اند دي چې دې غونډې او دې ته ورته غونډې کولی شي ايران ته لا ډېر سیمهییز نفوذ ورکړي خو په عين وخت کې بېلابېل غبرګونونه ښيي چې د دغو هڅو عملي کول به څومره ستونزمن وي.
په ټوله کې د دغه غونډې په اړه دوه نظرونه ډېر مهم دي، هغه دا چې ځينې فکر کوي د دغو هېوادونو سفر د ایران د سیمهییز نفوذ نښه ده خو د نورو له نظره، دغه سفر دا احتمال راپورته کوي چې ښايي له ایران څخه د سولې په بدل کې د خپل سیمهییز نفوذ د یوې برخې د پرېښودو غوښتنه وشي.
ايرانۍ ليکواله: مریم سینایي
