نثري نظم او که نثرم؟
نو پۀ ټوله کې دا ویلی شم چې نثري نظم د جدید دور پۀ شاعرۍ کې خپله برخه تر پخوا بیخي ډیره اخیستې ده د دغه نظم لیکونکو پۀ دغه نظم کې ډیر شاعرانه صلاحیتونه هم حاصل کړل او دغه نظم یې پښتو ژبې ته داسې پۀ هنر ور اضافه کړ چې دا لۀ سره ګمان هم نۀ کیږي چې دا ژانر دې د کومې بلې ژبې ژانر وي.

هغه کلام تۀ ویل کیږي چې د وزن او قافیي لۀ قید څخه بلکل ازاد وي دا کلامونه د وزن پۀ ردعمل کې پۀ شاعرانه ارټ ډير زور کوي او غوښتنه یې هم دا ده چې شعر باید شعریت ولري نۀ قالبیت او لفظي ساختیات پۀ دغو کلامونو کې یو شاعر لۀ روایتي قافیه بندۍ ځان ازاد محسوسوي او خپل شاعرانه صلاحیتونه د نثر پۀ ژبه تر لوستونکو رسوي . که د نثري نظم پۀ حواله خبرې کوو نو مونږ ته به د ډیرو سنجیده شاعرانو نومونه لکه افضل شوق ، ارواښاد ایوب صابر او نورو ډیرو شاعرانو نومونه خامخا ذهن تۀ راځي او همداسې د جدید دور پۀ شاعرۍ کې یې مونږ ډېرې د پام وړ بیلګې هم لیدلی شو. کوم څۀ چې مونږ ته د دغه ژانر لیکونکو را پۀ ګوته کړل هغه دا دي چې مونږ یې لۀ دې مغالطې را بهر کړي یو چې ګویا شعر هغه کلام دی چې وزن او قافیه ولري بلکې دغو لیکونکو هر منظوم کلام د شعر لۀ چوکاټ څخه بهر او شعریات یې د شعر بنیادي ټکی یاد کړ هغه کلامونه چې قالبونه او هندسي جوړښتونه یې لۀ شعریاتو خالي وي د یو ضرف پۀ شکل یې را وپیژندل او د شعریاتو پۀ بنیاد یې دغه ژانر ته د مضروف حیثیت ورکړ. دغه نثري نظمونه د نن دور ډیرو شاعرانو د خپل تخلیق لویه برخه ګرځولې هم ده او دا ژانر یې د یو مقبول ژانر پۀ توګه منلی هم دی شاید وجه یې هماغه وي چې ما یې پورته یادونه وکړه چې نثري نظم د یو شاعر لپاره شاعرانه ازادي ده داسې ازادي چې د قافیه بندۍ لۀ روایاتو بلکل ازاده وي.
که د دغو نظمونو یا شعرونو پس منظر تۀ پۀ تاریخي حواله سر ور ښکاروو نو پۀ فرانسس ادب کې د بادلیر(Baudelaire) نوم بلکل د یادونې وړ دی ځکه چې دا هغه څوک ؤ چې پۀ لومړي ځل یې د دغسې نظمونو لپاره د poem in prose یا poem en prose چې پۀ انګلش کې ورته prose poem اصطلاح وکارول شوه کوم تۀ چې مونږ پۀ لفظي ژباړې د نثري نظم یا نثري شعر ترجمه غوره ګڼلی شو دغه شعرونه پۀ خپل لنډ شکل کې ډیر درانه مضامین ځایولی شي دغه نظمونو تۀ پۀ اردو ادب کې هم ډیر کار شوی او هغو هم ورته څۀ ترکیبي نومونه غوره کړي لکه نثم، نثرانه، نثمانه، نثرِ لطیف او داسې نومونه ورکړل شول چې د ابوزرپاچا سره پۀ اتفاق به دا هم تر دې اندازې ومنو چې "نوم ورکول یو ثقافتي عمل دی او هر یو نوم مسمَی نۀ وي" نو پۀ دغه نظمونو کې ډیرو شاعرانو کتابونه چاپ کړي دي خو پۀ پښتو ادب کې چې کله دغه ژانر پۀ دې وروستیو کې د ډیرو شاعرانو پام ځان تۀ را واړولو نو یو شمیر تنقید نګارانو ورته څۀ ترکیبي اصطلاحات وکارول او پۀ پښتو ادب کې یې امتیاز خپلول وغوښتل دغه ژانر تۀ یې د نثرم نوم ورکړ او دعوه یې صرف دومره وه چې دا هغه نظمونه دي چې د موسقیت پر ځای پۀ ارټ زور کوي خو دا هماغه څۀ وو چې پۀ نثري نظم کې هم عین دا موضوع د بحث وړ وه او ده چې نثري نظمونه د موسیقیت یا نظمي اهنګ پر ځای پر شعري ارټ زور کول غواړي یعني شاعرانه مصوري کول غواړي که چېرته د نثري نظم غوښتنه هم دا وي او د نثرم کومه اصلاح چې فاران کارولې ده غوښتنه هم همدا وي بیا نو د دغو دوو ژانرونو فرق پۀ څۀ کې دی چې باید ورته د نثرم نوم غوره وګڼل شي دا هغه سوال دی چې نۀ یواځې زما بلکې د نورو ډیرو لپاره بې ځوابه پاتې بله خبره خو دا هم ده چې دا ژانر لکه څنګه چې ما یادونه وکړه یواځې پۀ پښتو شاعرۍ کې د شاعرانو د تخلیق برخه نه ده بلکې پۀ نورو ژبو کې ورته هم نظمونه لیکل شوي دي او هغو ژبو کې منل شوي هم دي لکه د هیوز Langston Hughes دا یو مشهور نثري نظم
The calm,
Cool face of the river
Asked me for a kiss.
او یا هم د ویټمن ددا نظم هم پۀ لوستلو ارزي چې پۀ نثري نظم کې یې د موسیقیت پر ځای ارټ یا انځورکښنه پۀ څومره هنر سره کړې
I exist
The wind knows my name,
the earth feels my step,
and the stars
they remember me
دغو نظمونو ته پۀ کتو بله پوښتنه دا هم را ولاړیږي چې دغه ژانر ته خو نوم بودلیر ورکړ او دا اعزاز یې پۀ عین وخت کې یو نوم ورکي شاعر برترنډ ته ورکړی او د دغو نظمونو سرخیل یې هم یاد کړی او بیا ډیرو نورو شاعرانو لکه وټمن، انډرسن او نورو شاعرانو هم دغه ژانر د خپل تخلیق لویه برخه وګرځوله نو اوس پوښتنه دا ده چې لکه فاران به هغو هم دغو نظمونو ته یوه، یوه اصطلاح لۀ خپله ځانه ورکوله ؟ د فاران لۀ خوا پۀ دغې ټاکل شوې اصطلاح که کتابونه هم چاپ شول خو اختلافات لا ژوندي پاتي او د نثرم دا اصلاح د قناعت تر بریده و نۀ رسیده خیر دا بحث به همدلته ودروم تاسو دا د اومان نیازي تر ټولو لنډ نظم وګورئ!
اوبو غوندې پسته وې
زۀ دې یوړم
ومان نیازی
که څۀ هم د دغه تخلیقي ژانر لپاره د ځینو شعرپوهانو لخوا یو څو نومونه پۀ مترادفه معنی کارول شوي لکه (سپین شعر فارسۍ کې (شعر سپید) نثري شعر، ازاد شعر او یا هم منثور شعر) چې تقریبا دا ټول په څۀ نا څۀ شکل لۀ یو بل سره توپیر هم لرلی شي ازاد نظم د بڼې له مخې همغه قافیه نه لري؛ مګر موزون وي، سپين شعر زیار صاحب هغه بولي چې موزون نه وي، یوازې یو خیالي انځور او لنډ پېغام لري؛ خو د منثور شعر (نثري نظم) لنډ شکل وي، یعنې منثور شعر سره یې توپیر یوازې د لنډوالي دی، دوه یا درې نثري شاعرانه بې وزنه کرښې یې عام شکل دی، ، استاد زیار منثور شعر همغه نثري نظم ته وايي، چې اوسمهال په ټولو پښتو ادبیاتو کې ډېرعام او مشهور دی، زیار صاحب د سپين او ازاد شعر دواړه په یو ځای د لیکلو بېلګې هم راوړي، چې دی يې ګډوله شعر بولي او نیمه برخه یې بې قافیې ازاده موزونه او نیمه یې منثوره هغه وي.
نو پۀ ټوله کې دا ویلی شم چې نثري نظم د جدید دور پۀ شاعرۍ کې خپله برخه تر پخوا بیخي ډیره اخیستې ده د دغه نظم لیکونکو پۀ دغه نظم کې ډیر شاعرانه صلاحیتونه هم حاصل کړل او دغه نظم یې پښتو ژبې ته داسې پۀ هنر ور اضافه کړ چې دا لۀ سره ګمان هم نۀ کیږي چې دا ژانر دې د کومې بلې ژبې ژانر وي.
ن. ندرت
ـــــــــ
مطالعه:
(پوهاند مجاور احمد زیار Zyar. nat)( استاد نعمت الله صدیقي – نثرم یو حماقتي بحث)
اختلاف ـ افتاب ګلبڼ
