غمزه مخ کې دې سورخي نشته اثر شته
لنډه دا چې خطر نشته دی خطر شته
ستا تر مخ مې ګوتې زور کړې د بل ښکلي
ته مې پوی کړلې چې سر د پاسه سر شته
وړمه شپه یې ستا په غېږه کې ځای را کړ
خدای دې خیر یوسي په موږ یې هم نظر شته
په ریښتیا چې مینه یو ټولګی عالم دی
خو بېلتون سره د شام پورې لښکر شته
بیا راتګ د نامالومې وعدې نوم دی
او زموږه سر خوړلو پرې باور شته
رنګ دې ژیړ دی خدای دې وساته فرهاده
په څېره کې دې خبر د بد خبر شته
فرهاد علي مومند
دا مطلب شریک کړئ
