وطن – وطن دی!
له خپل کور او وطن سره د انسانانو اړيکه فطري ده او تجربو ثابته کړې؛ څومره چې انسان خپل وطن کې خوښ او راحت وي؛ په بل وطن کې نه وي. په لنډمهالي ډول شايد يو څوک بل ځای کې خوښي او راحتي تجربه کړي خو بېرته خپل وطن ته ګرځي.
کوچنی وم چې دا دوه متلونه مې اورېدلي: «چې ځې ځې، ابا زوی ته به راځې» او بل دا چې: «پردی کټ تر نيمو شپو وي»
کله چې د پښتنو مجلسونو کې خبره د خپل ځای، خپلوان او ملکیت وي نو خبرې کوونکي په دې متلونو خپله خبره قوي کوي. حقيقت همدا دی چې د پلار له زويه شکېدل نشته، له خپل کور بل ځای کې د سکون لټه د وخت ضایع او له خپلې خاورې بله هغه غوره نشته.
خپله خاوره ده چې موږ په غیر اختیاري ډول د ګرد په ډول تر سږو رسولې، زموږ د وجود برخه ګرځېدلې او بیا د کوچنیو حجرو په بڼه وینې ته ننوتې، له مختلفو پړاوونو تېره شوې له زړه راګرځېدلې، وجود ته ننوتې او کمزوری بدن یې په غورځنګونو راوستی.
له خپل کور او وطن سره د انسانانو اړيکه فطري ده او تجربو ثابته کړې؛ څومره چې انسان خپل وطن کې خوښ او راحت وي؛ په بل وطن کې نه وي. په لنډمهالي ډول شايد يو څوک بل ځای کې خوښي او راحتي تجربه کړي خو بېرته خپل وطن ته ګرځي.
په دا وروستيو لسيزو کې چې د بېلابېلو لاملونو په اساس زموږ ګڼ هېوادوال اروپا، امريکا او نورو هېوادونو ته تللي دي؛ اوس د خپل وطن ارمان کوي.
ځينې ورته وايي: ولې یې وطن پرې ايښی چې اوس پسې ارمان کوي؟
د دې پوښتنې ځواب به په دې لنډۍ وکړم چې:
څوک په رضا له ملکه نه ځي
يا ډېر غريب شي يا د يار له غمه ځينه
البته په دې لنډۍ کې يار او غربت د سمبول په ډول راغلي دي او په مختلفو بڼو تعبیر کېدلی شي. لنډه دا چې د وطن پرېښودلو بحث جلا دی او له وطن سره د مينې او فطري اړيکې بحث جلا دی. هغه چې له مستۍ یې وطن پرې ايښی دی هم پرې شک نه شو کولی چې ګني وطن سره مينه نه لري ځکه همدا ډول خلک هم بېرته د وطنۍ مينې له مجبوريته راګرځيدلي دي.
احمدشاه بابا غوندې امپراتور چې په نورو وطنونو کې یې هر څه او هرې اسانتيا ته لاس رسی درلود هم په وطن پسې ارمان کړی دی.
د ډهلي تخت هېرومه چې راياد کړم
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه
ارواښاد همېش خليل به ويل:
موټی خاورې د وطن به پرې ورنکړم
که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي
کره وخت راته معلوم نه دی خو څو مياشتې وړاندې فرانسه کې په يوه کلتوري غونډه کې چې د افغان مسافرو له لوري جوړه شوې وه د ترنم یو خوږ بلبل یارمحمد پردیس په جلاوطنۍ کې د وطن مینې په ژړا کړ.
هغه شعر چې شاعر یې عبدالله سهار دی؛ دا دی:
ډير مې ياديږې د زړه ښاره، جلال اباده
زما د ښې او بدې ياره، جلال اباده
لارې كوڅې دې هيرولى نه شم
خير كه نن ډېره غريبي ده، د وخت
په ګونګه ژبه دې ستايلى نه شم
ډېره ترخه مو زنده ګي ده، د وخت
د ماښامونو تريخ خماره، جلا ل اباده
زما نه چېرې هېرېدلى نه شې
زما خو مينه، زما زړه يې اخر
درته دروغ په كې ويلى نه شم
ما ته له ګله خو كم نه يې اخر
د مساپرو لارې څاره، جلا ل اباده
ښه مې ياد شي له وطن سره د فطري مينې او ترې د لرې والي په اساس د پردېس صاحب ژړا ډېرو مسخره کړه. پرته له دې چې په لوی محفل کې د بې اختياره ژړا راز یې درک شي او درناوی ورته وشي په سل نومونو یې ياد کړ. خدای شته زه له يوې خوا د پردېس صاحب ژړا ته په ژړا وم او له بلې خوا د ځينو بې باکه انسانانو پوسټونو ته.
لنډه خبره دا ده چې د وطن مينه فطري ده، که انسان هر ځای لاړ شي د وطن مينه ورسره ځي او هيڅوک یې ترې نه شي اخيستلی.
بخت جمال کريمي
کلیدي ټکي
د لیکوال په اړه
بخت جمال کریمي
Kabul, AFGHANISTAN
بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.
