کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د ولسي ادبياتو تخريب

د ليکلو ادبياتو په پرتله د ناليکلو ادبياتو د دفاع او پالنې مرجع قوي ده خو بدبختانه هر څوک په خپلو کارو بوخت دی او دا برخه یې له پامه غورځولې. که يو څوک یې بڼه بدله کړي؛ هيڅوک یې د مخنيوي او سمون لپاره اقدام نه کوي. همدې حالت ځينې زړور کړي دي او د شفاهي ادبياتو له ډلې یې د ډېرو اصلي بڼه د خپل طبيعت او غوښتنې سره سمه بدله کړې ده.

بخت جمال کریمي۶۶
د ولسي ادبياتو تخريب cover

زه د پښتو ادبياتو استاد نه يم خو د پښتو ژبې د يوه مبتدي ليکوال او شاعر په توګه او د هغې مینې په اساس چې زه یې ادب سره لرم، پرمختګ یې خوند راکوي او ورته پېښ ګواښ مې خفه کوي.

د سوشل ميډيا دنيا کې ګورو په شعوري او غیرې شعوري ډول ځينې کسان د پښتو ژبې د ليکلو ادبياتو ترڅنګ په ولسي ادبياتو کې خپل سرې زياتونې او کمونې کوي. دا پښتو ادب لپاره يو بد ګواښ دی.
په خواله رسنيو کې به مو ډېر ليدلي وي چې يو شخص د بل چا شعر روغ په خپل نوم کړی وي، دا نو ادبي غلا څه بيخی بې سترګي ده.

ځينې یې تخريب کوي، اصلي بڼه او مفهوم یې بدلوي. رحمان بابا چې د پښتو ژبې يو صوفي شاعر دی يو ځای وايي چې:
د رحمان وينا به هلته در په ياد شي
چې يوه دېوال ته مخ بل ته دې شا شي

همدا بيت خلکو داسې بدل کړی دی:
د رحمان وينا به هلته در په ياد شي
چې جلۍ سره ولاړ یې پلار یې راشي

دا سم کار نه دی ځکه په دې سره نه دا چې د ليکلو ادبياتو تخربب کیږي؛ پنځونکی یې هم تخريبیږي.

د ليکلو ادبياتو په تخريب خبره نه اوږدوم، راځم خپلې اصلي موخې «د ولسي ادبياتو» تخريب باندې خبره کوم.
ولسي ادبيات د خلکو ترمنځ پيدا شوي او د ټولو خلکو شريک ادبي ارزښت دی.

د ليکلو ادبياتو په پرتله د ناليکلو ادبياتو د دفاع او پالنې مرجع قوي ده خو بدبختانه هر څوک په خپلو کارو بوخت دی او دا برخه یې له پامه غورځولې. که يو څوک یې بڼه بدله کړي؛ هيڅوک یې د مخنيوي او سمون لپاره اقدام نه کوي. همدې حالت ځينې زړور کړي دي او د شفاهي ادبياتو له ډلې یې د ډېرو اصلي بڼه د خپل طبيعت او غوښتنې سره سمه بدله کړې ده.

په دې تخريبي بدلونونو کې لنډۍ، سروکي، کاکړۍ او نور... شامل دي. دا خپل سري بدلونونه نه دا چې د لنډۍ، سروکي يا بل شعر اصلي بڼه خرابوي؛ خپل طبيعي خوند هم له لاسه ورکوي. د بېلګې لپاره دا لنډۍ ولولئ!

اصلي بڼه
سپوږمۍ ګړنګ وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه

بدله شوې بڼه

سپوږميه کړنک وهه راخيژه
يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه

بله لنډۍ

اصلي بڼه

پېغلتوب عمر د خانۍ دی
خان چې د چا دېرې ته ځي قدر یې وينه

بدله شوې بڼه

زلميتوب عمر د خانۍ دی
خان چې د چا دېرې ته ځي قدر یې وينه

يا دا بله لنډۍ

اصلي بڼه

په تا دې هيڅ نه کيږي ياره
ما دې خدای واخلي چې خبره ختمه شينه

بدله شوې بڼه

په تا دې هيڅ نه کيږي ياره
په ما دې وشي د ډالرو بارانونه

داسې په لسګونه لنډۍ شته چې بېلابېلو خلکو د خپلې طبعې سره سمې بدلې کړې دي.

سروکی چې د پښتو شفاهي يا ولسي ادب مهم ژانر دی هم له دې بريده روغ نه دی پاتې، ګڼ داسې سروکي شته چې خلکو یې اصلي بڼه هېره کړې او بدله شوې بڼه یې وايي.

ساپو ډېر وژلي دينه
د کنړ غلام محمده – باډېل ته مه ځه

دا سروکی تر خپلې اصلي بڼه په بدله بڼه ډېر مشهور شوی دی.
بدله شوې بڼه

تا خو ډېر وژلي دينه
د کنړ غلام محمده – بانډې ته مه ځه

باډېل په کونړ کې د يوې سيمي نوم دی او بانډه وړوکي کلي او د اوسېدو لنډمهاله ځای ته وايي. بله دا چې د دې سروکي بدله بڼه د دې سروکي تاريخي پېښې واقعيت بدلوي.

د شفاهي ادبياتو د بڼې بدلول مختلف لاملونه لري، لکه څوک یې خپل نه ګڼي او پوښتنه یې نه کيږي. د اصلي بڼې خوندي کولو لپاره یې منظم کار نه دی شوی. د خلکو سطحي چلند، د ځينو کسانو ناپوهي او ډېر نور دلايل شته چې له امله یې ولسي ادبيات زيانمن کيږي.

ولسي ادب د خلکو د پخواني ژوند، پېښو، جګړو، میړانې، مینې او ټولنیزو اړیکو حافظه ده. که دا تحریف شي ژبه ورسره کمزوری کېدلی شي، را روان نسل ته ناسم پوهاوی کيږي او زموږ د هغو څېړنو اعتبار هم شک لاندې راځي چې په ولسي ادب د تکیې په نتيجه کې شوې دي.

د دې لپاره چې د پښتو ادب دا مهمه برخه له تخريب خوندي شي بايد د ولسي ادب محتوا راټوله او په علمي ډول ثبت شي، د لنډیو، نکلونو او متلونو اصلي بڼې په غږیز او ویډیويي شکل ثبت شي، د ولسي ادب څېړنې لپاره علمي معیارونه رامنځته شي، د هر روایت د ویونکي، سیمې او راټولولو  وخت مشخص شي، د اصلي متن او اصلاح شوې بڼې ترمنځ توپیرونه روښانه شي، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ولسي ادب د ارزښت په اړه پوهاوی ډېر شي.
بخت جمال کريمي

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

ولسي ادبياتشفاهي ادبیاتليکلي او ناليکلي ادبياتټپهلنډۍسروکیکاکړۍنارېولسي سندرې

د لیکوال په اړه

بخت جمال کریمي

Kabul, AFGHANISTAN

بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.

بخت جمال کریمي