د افغان او افغانستان شينوارۍ ژبه/ د شفيع الله بابرزي لنډه پېژندنه
د چينې په غاړه د ناستي مجنون او د کوترو په غومبور پسې له هرې ګټې تېر شفيع الله بابرزى ١٣٤٠ هـ ش کال د شينوارو په سپين غر ولسوالۍ کې د چهل ګزي بابا په چم دنيا ته د ناکام خندا وکړه.
په يو موټي جغرافيې او افغان مئين/ ارزښت پلوی ژوند پرست/ په کلي او د کليوال ژوند په برخه رسيدلو ښکلاو ملنګ شفيع الله بابرزى د ارواښاد عبدالوهاب زوى دی.
د چينې په غاړه د ناستي مجنون او د کوترو په غومبور پسې له هرې ګټې تېر شفيع الله بابرزى ١٣٤٠ هـ ش کال د شينوارو په سپين غر ولسوالۍ کې د چهل ګزي بابا په چم دنيا ته د ناکام خندا وکړه.
الف/ ب/ ت يې په خپل کلي کې د دېره امام څخه زده کړي دي. د متوسطې زده کړې يې په خپله سيمه کې او د لېسې دوره يې په هلمند ولايت کې بشپړه کړې ده.
په ١٣٥٨ هـ ش کال يې د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي ته لار ومونده او په ١٣٦١ هـ ش کال يې ياد څلور کلن مزل په منزل ته رسېدو تمام کړ.
له پوهنتون څخه له فارغېدو سره سم د کورنيو چارو وزارت کې په دنده شو.
دلته يې له عسکرۍ واخله تر جينايي او نشراتي برخو کې خدمت وکړ. اوس يې عقل ښه پوخ دی خو د ۱۸ کلنۍ له زوره غورځېدلی او متقاعد افسر دی.
د یار په نوم د بیارغونې موسسې د فرهنګي چارو د مسئول او د ودان افغانستان موسسې په نشراتي برخه کې يې فعاليتونه په ياد د ساتلو دي.
د خپلې ادبي او هنري وړتيا په واسطه يې په ملي راډيو تلويزيون کې د کار بار وړی دی.
په خپل نوښتګر فکر يې اته کالونه د شمشاد نړيوال راډيو تلويزيون د ادبي خپرونو بڼ تر او تازه ساتلی دی.
په کال ۱۳۹۰ هـ ش يې د اب و دانې ځمکه او وسيله ځای بدل شو خورشيد ټلويزيون ته د يادې ادارې د مرستيال په توګه لاړ.
اوس هم همدلته دی.
په لر او بر پښتنو کې ياد په خټه شينواری بابرزی له ادب سره د فطري مينې له مجبوريته په هنري ناستو پسې تللی دی.
د الهي لورينې په مدت يې د شعر د ښاپيرۍ ښکلي لاسونه د فکر او خيال غاړې ته امېل شوي دي او اوس يو پر بل تاوان دي.
شفيع الله بابرزي له شعر سره رشته بچيو سره د رشتې په دود پاللې او لا پرې ستومانه نه دی.
د شاعرۍ ښايست يې له دې يوه شعر څخه چې د بريالي صمدي په داودي غږ يې د ښکلا شرنګ د زړونو زنګ پاکوي معلومېدلی شي چې وايي:
د شملو وطن ته راشه چې شملې درته په سر کړو
ته رڼا د ستورو راوړه موږ به وينې د زړه در کړو
ښاغلی بابرزی صاحب درې چاپ شعري ټولګې لري چې نومونه يې د خيمې سيوري ته/ بوره ونه او د رنجو غرونه دي.
په کاڼو کې خوبونه يې بله شعري ټولګه ده چې کله به يې خدای د چاپ توبه قبلوي.
د نکريزو پاڼه يې د نثرونو کتاب دی خو دا هم په کاڼو کې خوبونه د اثر په سرنوشت اخته دی.
له دې ور هاخوا لسګونو نارينه او ښځينه سندرغاړو د بابرزي شعرونه سندره کړي دي او د خپلې فن پارۍ لپاره يې تکيه پرې کړې ده.
خبرې ډېرې سر يې يو، چې شفيع الله بابرزی د افغانيت په تله دروند ختلی افغان سپاهي/ مرکچي/ شاعر او ژورناليست دی.
د ژوند او ادب اوربل يې د بدرنګي په شمال کوږ مه شه!
ليکوال: بخت جمال کريمي
