کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

ټکنده غرمه په هنري محیط کې

ټکنده غرمه شعري ټولګه د شاعرانه جوړښت دوې لویې خوا وې لري، چې موږ په دې مقالې کې د لومړۍ خوا د بحث کوښښ کړی دی. لومړی خوا یې د جمالیت، تخیلاتي نړۍ، ژبه او دوهم یې معنوي او مضموناتي شکل دی، خو دا دواړه اړخونه تر ډېره بریده شاعرانه دي.

یونس تنویر۲۳۲
ټکنده غرمه په هنري محیط کې cover

ټکنده غرمه شعري ټولګه د شاعرانه جوړښت دوې لویې خوا وې لري، چې موږ په دې مقالې کې د لومړۍ خوا د بحث کوښښ کړی دی. لومړی خوا یې د جمالیت، تخیلاتي نړۍ، ژبه او دوهم یې معنوي او مضموناتي شکل دی، خو دا دواړه اړخونه تر ډېره بریده شاعرانه دي. مطلب دا دی، که ټکنده غرمه د مضمون د وړاندې کولو په لحاظ ولولو او که په هنري او تخیلاتي ډول یې ولولو، نو دواړه خوا وې ترې شاعرانه شوې دي. موږ داسې نه شو ویلای، چې ټکنده غرمه د پښتو معاصر شعر بنیادي نتیجه ده؛ بلکې دا د هر شاعر په وړاندې ویلای شو، چې د بنیادي شاعرۍ پلیوني یې کړې ده. د ټکنده غرمه شعري ټولګې د شاعرۍ د هنري ارزونې پر مهال باید له دې څخه پیل وکړو، چې شعر یوازې مضمون نه دی او شعر یوازې ژبه هم نه ده، بلکې شعر هغه دی، چې دغه دواړه خوا وې پرې غالبې وي او شاعران باید په همدې تله وتلل شي.

د ښه شعر د رامنځته کېدو یو تسلسل دا هم وي، چې تر ډېره په بریالیو تجربو کې رامنځته شوی وي. زموږ د پښتو کلاسک ادب شعر که ولوستل شي او د دوی ترمنځ ځینې مشترکې تجربو ته غور وشي، نو په دوی ټولو کې ځینې مشترک شاعرانه اړیکې او ارزښتونه موجود وي.

په پښتو کلاسیک شعر کې زیاتره ښه شاعري په وړو سېلابونو کې شوې ده، یانې زه دا خبره په ندرت کوم، چې که د کلاسیک شعر ستر سیلابه شعرونو د ښه بیتونو او د کوچنیو سیلابونو د ښه شعرونو غورچاڼ وشي، نو دا به ثابته شي، چې زیاتره ښه بیتونه په وړو سیلابونو کې دي. زه په یقین سره ویلای شم، چې په وړو سیلابونو کې ډېره پخه شاعري شوې ده. اصل کې د شعر واړه سیلابونه په پښتو غزل کې د شعر یوه بنیادي مسله ده. تاسو همدا اوس په خپل ذهن کې هغه بیتونه، چې تاسو خوښ کړي وي، ویلولئ، چې دا خوښ شوي بیتونه واړه سیلابونو کې شوې شاعري ده او که په لویو؟ نو تاسو به خپله هم په دې خبره یقین وکړئ، چې پښتو غزل په واړه سیلاب کې ډېره ښه شاعري شوې ده.

واړه سیلابونه له دولسو څخه ان تر ښکته پورې عبارت دي او لوی سیلابونه له دولسو څخه بره سیلابونه دي، چې په دې برخه کې پښتو شاعري په څوارلس او پنځلس سیلابه کې د نورو اوږدو سیلابونو په پرتله ډېره شاعري شوې ده؛ خو که موږ د استادو شاعرانو کمال په دې برخه کې ګورو، نو د لویو سیلابونو د شاعرانه کولو قدرت په ډېرو کمو شاعرانو کې شته، خو که یو څو مثالونه یې ورکوو، چې په پښتو غزل کې د لویو بحرونو شاعري یې، چې شاعرانه کړې؛ هغه ریاض تسنیم، استاد پسرلي او درویش دراني شاعري ده، چې په اوږده سیلابه شاعرۍ کې یې بریالۍ شاعري کړې ده؛ مګر نورو زیاترو استادو شاعرانو د واړه بحر شاعري ډېره غښتلې ده او که سړی ووایي، چې هسې پښتو غزل واړه سیلابه شاعرۍ ته ډېر جوړ دی، هم به بده نه وي.

د کلاسیک شعر یوه بله لویه تجربه دا هم ده، چې تر ډېره یې ښه شاعري په هغو غزلونو کې کړې ده، چې هغه د ردیف په لحاظ ډېر اوږده ردیفونه نه وي، بلکې زیاتره یې هېڅ ردیف نه لري او په یو شمېر مسرو کې داسې ردیفونه دي، چې ډېرې وړې کلمې او د کلمو واړه توکونه لري. یانې زیاتره یې کومکي فعلونه، صفتونه او ځینې یې قیدونه دي.

د کلاسیک پښتو شعر د شاعرانو که چېرې انتخابي شاعرۍ ولولئ، نو دا ډول بیلګې به ډېرې پیدا کړی. یانې دا هم د ښه شعر د پنځولو یوه وسیله او تجربه ده. په ټکنده غرمه کتاب کې پوره دېرش غزلونه داسې دي، چې هغوی هم دا تجربه اختیاره کړې. یانې دا د بریالۍ شاعرۍ یولویه تجربه ده. د ټکنده غرمه کتاب (۱۶۸،۱۶۷،۱۶۶،۱۶۳،۱۵۷،۱۵۵،۱۴۸،۱۳۶،۱۳۵،۱۳۱) او ځینو نورو مخونو کې د دغه ډول شاعرۍ یو ډېر جوت مثالونه شته.

یوه بله مهمه مسله په پښتو شعر کې دا ده، چې زموږ زیاتره شاعران ښه فکر لري، خو د غزل د ښه وړاندې کولو ژبه نه لري. یانې که د شعر لپاره دا خبره وکړو، چې شاعري او په ځانګړي ډول پښتو غزل په ژبه کې رامنځته کیږي، نو اوس تر ټولو مهمه مسله دا ده، چې موږ د شاعر شاعرانه ژبه وګورو، چې دوی خپل احساسات څه ډول وړاندې کړي دي؟

ژبه په شاعرۍ د تخیل، تصویر، رمز، تلمیح، تناقض او ژبنیو مناسبتونو په مرسته رامنځته کېږي. یو فکر ښايي په عادي نثر کې هم بیان شي؛ خو شاعر هغه مهال خپل فکر په هنر بدلوي، چې د ژبې کمال ولري او دا داسې تصویر پیدا کوي، چې د لوستونکي تخیل هم راویښ کړي.

مطلب دا دی، چې موږ که یوه اثر ته په تنقیدي تیورۍ ور دننه کېږو، نو باید، چې هنر ته یې وګورو او ادبیات هنر دی او هنرونه د نړۍ هغه اړیکې دي، چې ټول سره پکې شریک دي. یانې هنر د نړۍ هغه ژبه ده، چې ټول تر خوند اخلي، نو که په همدې کړکیو ټکنده غرمه کتاب ته ور دننه شوو؛ نو باید دا دواړه مسایل یې را برسېره کړو، چې هغه یو هنري لید دی او دوهم یې مفهومي او پیغامي دی؛ خو دا که شعر شوی وي، نو د شاعرۍ کیف د استاد ناګار د شاعري کیف به وي او که شعر شوی نه وي، نو د دودېزو مشاعرو لپاره به ښه شعارونه وي.

موږ لومړۍ د انس په شاعرۍ کې هنري ظرفیت تر مطالعې لاندې نیسو؛ خو د مطالعې لپاره اړینه ده، چې د هغه بیتونه یوازې د سیاسي، تاریخي شالید له مخې و نه لولو، بلکې دا هم وڅېړو، چې شاعر خپل فکري او عاطفي دریځ په کومو ادبي او هنري موتیفونو کې ساتلی دی؟

په ټکنده غرمه شعري ټولکه کې تلمیح، پاراډوکس، مدعاالمثل، حسن تعلیل، سېمبول، استعارې او همدا راز د طبیعت له تصویرونو څخه ډېره استفاده شوې ده. یانې دا په دې مانا ده، چې دا ډول شاعري د شعر بنیادي بنسټ او د هنري کېدو په لور پلیونې ده.

په پښتو شاعرۍ کې دغه پورته یادې شوې، شاعرانه تجربې که سړی په نظر کې ونیسي، نو یو ډول د شاعرۍ ازادي ده. یانې ممکن یوه تلمیحي اشاره، بېلابېلو ټولنو کې په خپلو ایډیالونو استنباط ګرځول شوې وي. اصل کې تلمیح د تاریخ دروازه ده. تلمیح په ادبیاتو کې هغې اشارې ته ویل کېږي، چې شاعر یوې پېژندل شوې تاریخي پېښې، دیني روایت، اسطورې، ادبي کیسې یا فرهنګي واقعیت ته متوجې وي؛ خو دا په بشپړ ډول نه بیانوي، بلکې شاعر یوازې یوه نښه وړاندې کوي او لوستونکی د خپلې پوهې او حافظې په مرسته د هغې تر شا ولاړ مفهوم راژوندی کوي.

تاسې د ټکنده غرمې کتاب دا بیتونه را سره ولولئ:

 بایللی جنګ د ژڼو مو ګټلی دی هنر

په شان د سپاهیانو به سندرې تاوېدې

یانې په پورته بیت کې د جنګ ګټل او د سپاهیانو سندرې یوه تلمیحي استعاره ده، ځکه چې سپاهیان، چې جنګونه وګټي، نو سندرې وایي او بیا هغه جنګ، چې یو ځل بایلل شوی وي، یانې شاعر د یوه داسې تلمیحي استعارې څخه کار اخلي او د خپل هېواد د ازادۍ یوه هنري تابلو وړاندې کوي.

په بیت کې تلمیحي لاحقه د ژڼو کلمه ده، چې د سپاهیانو د کلمې سره ډېره متناسبه ده. په دوهمه مسره کې د سندرو تاوېدل د سپاهیانو سره یوه ډېر تخیلاتي تصویري اړیکه لري. دا د دې بیت هنري ځانګړنه ده. تاسې د ټکنده غرمې کتاب دا بیت هم را سره ولولئ:

 

 پاتې که ژوندی شوم په ګومل مې هرکلی کوه

لاړو له خالو سره موږ بیا غزا ته ووتو

په دې بیت کې ګومل د یوې جغرافیې په بڼه نه دی پاتې شوی، بلکې ټولو هغو سیمو ته تلمیح کېدای شي، چې د جګړې لپاره وړکي پرې ځي. دلته بیا هم شاعر خپل ټول هنر په دغو کلمو کې رامنځته کوي، چې هغه ((ګومل، خالو او غزا)) کلمې دي، چې د جګړییز روایت کې سره تړلې دي او په تاریخي لحاظ د هغې لنډۍ په استنباط ویل شوی:

که د خالو لښکرې راغلې

زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه

 یانې په تاریخي لحاظ خالو خان د سلطان محمود غزنوي قومندان و، چې د هند د فتحې په موقع یې د پوځونو قومانده پر غاړه وه؛ خو عجیبه عاطفي لوری یې دا دی، چې هغه د /خالو/ سره تګ دی. په دې بیت کې هرکلی هم یو ډېر هنري تصویر وړاندې کوي، ډېر عاطفي مسایل ور پسې تړل شوي دي. یانې د هغه چا لپاره، چې غزا ته ځي او غزاګانې د شهادتونو لپاره وي، نو تاسې فکر وکړئ، چې /پاتې که ژوندی شوم/ د هرکلي لپاره یو ډېر عاطفي تړاو رامنځته کوي؛ نو ایا بېرته به راستون شي؟ دا نو د ډېرو هېلو او حسرتونو څخه یو ډک تصویر هم دی. یانې هنري شاعري د هرې کلمې تر شاه ګڼې ماناوې شیندلی شي، چې په ټکنه غرمه کتاب کې دا ډېر محسوس کېدای شي. په دې بیت کې د تعلیق هنري کیفیت، چې هغه را ستنېدل او نه راستنېدل دي هم شته، چې عاطفي اغیز یې قوي کړی دی. یانې هنري شاعري دا ده، چې په یوه تلمیح کې هم بې شمېره نور هنري توکي راوړي، لکه استعاره، تمثیل، سیمبول....

یانې ځینې تلمیح په یوه شعر کې په یوې استعارتي مانا بدله شوې وي، لکه په پورته دوو بیتونو کې ګومل او بایللی جنګ، چې دا دواړه د شاعر هغه تاریخي حالتونه دي، چې دوی عملاً جنګ بایللی و او دوباره د ګومل په لاره وړکي غزا ته تلل او جنګ یې وګاټه.

انس په شعر کې اسانې تلمیح هم را وړې دي، چې یوې تاریخي پېښې ته پکې اشاره شوې وي، لکه په دې لاندې بیت کې، چې د طارق بن زیاد کیسه مو سترګو ته دروي؛ خو د دې تلمیحي کیسه تر شاه شاعر د خپلو هیلو د تاندوالي لپاره استعاره ګرځولې ده:

مړاوې هېلې مو له تندې وروسته تاندې

سوځولې مو کښتۍ دي درومو وړاندې

یانې اصل کې د کښتیو سوځېده هم هغه د طارق بن زیاد داستان دی، چې د اموي خلافت په موقع، چې کله د هسپانې خاورې ته د ننه شو، نو د خپل فوځ کښتۍ یې ټولې وسوځولې، تر څو چې سرتېرې یې د بېرته تګ فکر ونه کړي او د جګړې لپاره تر پایه ودرېږي. خو شاعر له دغه حالته یوه استعاره جوړه کړې او د خپلو هېلو د ژوندي کولو استعاره یې ګرځولې ده. تاسې د انس دا تلمیحي سبمبول وګورئ:

چې ښار ته د هوس درومي واړه ګناهګاران

په لاره کې دې وپوښتي زاړه ګناهګاران

په ټکنده غرمه کتاب کې ځینې داسې بیتونه هم شته، چې د متضادو واقعیتونو څخه یو تصویر رامنځته کوي. یانې دا غیر حقیقي بیان دی، چې په پراډوکس شروع کېږي او په تضاد ختمیږي. یانې په پراډوکس کې دوه داسې مفاهیم سره یو ځای کيږي، چې د هغو ترمنځ سازوالی نه وي. یانې دوه متضاد حالتونو د یوه او بل سره پخلا کول دا د پراډوکس هنر دی او ټکنده غرمه کتاب په دې هنر هم پسولل شوې ده.

د پاراډوکس توپیر له تضاد صنعت سره په دې کې دی، چې تضاد دوه متقابل مفاهیم سره مخامخ کوي، خو پاراډوکس له داسې اړیکې څخه مانا پیدا کوي، چې هغه غیر حقیقي او یا غیرعادي بیان وي. تاسې د ټکنده غرمه شعري ټولګې دا بیتونه را سره ولولئ:

د همت باغ مو د اور په باران شین شو

د طوفان په شور مو ویښې ارادې شوې

د اور په باران شین کېدل، یانې د اور او باران دوه متضاد حالتونه او کیفیتونه دي. شاعر د /باغ/ او /شین/ کلمو سره د اور په باران د شنه کېدو روایت رامنځته کړی، چې دا یو ډېر خوندور پراډوکس دی او تخیل په همدې د دوو متضادو عناصرو د یو ځای کېدو څخه رامنځته شوی او غیر حقیقي بیان حقیقي شوی او بیا په دوهمه مسره کې د ارادو وېښېدل د طوفان له شور سره یو متناسب حالت دی. یانې شاعر خپل همت او ارادو د تمثیل لپاره دوه حالتونه راوړي، چې یو متناسب او بل پراډوکسي حالت دی. په دې ډول شاعر د سختۍ او کړاو تجربه د بیدارۍ او همت له مفهوم سره نښلوي.

یانې که چېرې مانا ترې اخلو نو داسې هم ویلای شو، چې د بیت شاعرانه منطق دا دی، چې د انسان د ماتېدو، سوځېدو او کمزوري کېدو لپاره یوه بله تجربه، چې هغه ارادې او همت دی. تاسو دا بیت هم را سره ولولئ، چې پراډوکس یې د تورو زولنو په اورېدو کې رامنځته کړی دی:

حسوي د څړیکو چیغې او دردونه

اورېدلې چې چا تورې زولنې وي

په ټکنده غرمه کې ډېر هنري متیفونه لا نور هم شته، خو که چېرې سړی په ټولو خبره کوي، نو د یوې مقالې له غېږې ډېرې ارتې بخثونه دي؛ خو موږ به د ځینو هنري مسایلو څخه پرده پورته کوو.

په ټکنده غرمه شعري ټولکه کې د مدعاالمثل ډېرې پریمانې بېلګې لرو، چې په دې سره د یادې ټولګې هنري کشش لا نور هم زیات شوی دی. اصل کې مدعا المثل د یوې دعوې لپاره شاعرانه مثال راوړل دي او دا مثال یو منل شوی روایت وي. یا هم یوې پېښې ته مستند دلیل راوړي. دا دلیل تشبیهي وي. یا په بل ډول: مدعاالمثل هغه هنري طرز دی، چې شاعر د خپلې ادعا او موخې د څرګندولو لپاره یو مناسب مثال وړاندې کړي. یانې دا هنر یو مجرد فکر په یو محسوس شي بدلوي. تاسې د انس دا بیت را سره ولولئ، چې د څلورو دیوالونو په سر بام ته متوجې شوی او دا حالت د پردیو پر اوږو د پورته ختلو مسله ده:

را لویږي په پردیو اوږو بار ختلي خلک

تر څو به ځان بالا وساتي؟ بام په دیوالونو

تاسې د مدعاالمثل دا تخنیک ولولئ، چې د سترګو جنګولو لپاره یې د لمر د وړانګو مثال را وړی دی:

په کار نه ده له هر شي سره سترګې جنګول

چې تاب د وړانګو نه لري نظر دې اړوي

...

تمثیلونو کې څوک خدای موندلی نه شي

پورته نه ځي ریاکارې دعاګانې

یانې په دې بیت کې ریاکارې دعاګانې هغه حالت دی، چې خدای تعالی (ج) یې نه خوښوي او په دې یې نه قبلوي، یانې یو معنوي منل شوی واقعیت دی؛ خو شاعر دا حالت د دې لپاره دلیل ګرځولی دی، چې څوک تمثیل کوي او تمثیل ریا ده او ریا کاره ممثل خدای تعالی (ج) نه شي موندلی. دا بیت اصل کې صوفیانه مضمون لري، چې د مدعاالمثل په بڼه وړاندې شوی دی.

په ټکنده غرمه کتاب کې د حسن تعلیل ډېر خوندور مثالونه پیدا کولای شو. د دې تخنیک فرق د مدعاالمثل سره دا وي، چې په دې کې دلیل تر ډېره د طبیعت څخه راوړل کیږي. په حسن تعلیل کې همدا علت په تخیلي منطق استوار وي. یانې حسن تعلیل داسې دلیل تراشي، چې واقعیت ته هنري او تخیلي مانا ورکوي. په کلاسیک شعر کې به دا تجربه ډېره محسوسه وي، چې یو شاعر ويلي وي، چې ګل ځکه غوړېدلی، چې د محبوب د راتګ خبر یې اورېدلی، نو دا د حسن تعلیل طرز دی، مګر اصل کې ګل په طبیعي نړۍ کې د نباتي شرایطو له مخې غوړېږي، خو شاعر یې غوړېدل د محبوب له راتګ سره تړي، مګر انس د حسن تعلیل لپاره ډېر نوي تخیلاتي روایتونه نور هم ساز کړي دي، تاسې یې دا بیت را سره ولولئ:

وړانګې د ښکلاوو حجابونه کې ژوندی وي

ویښې شي وږمې د یاسمین په توره شپه کې

شاعر د جمالیت د اظهار لپاره او د هغوی د شرقي مزاج او پان اسلامیزم د تصور په بنیاد دا خبره کوي، چې ښکلا په حجابونو، حیا او غرور کې وي. د دې لپاره د طبیعیت دلیل راوړي، چې هغه د یاسمین د ګلونو وږمې دي، چې په توره شپه کې خورې کېږي. یانې دا د یاسمین ګل طبیعي حالت دی؛ خو شاعر دا د حجاب لپاره یو دلیل راوړی دی. یانې د (حجاب) او د (تورې شپې) تصویر د (وږمو او ښکلا) تصویر د (وېښو او ژوندی) کلمو تړون د دې شعر هنري موتیف په ډاکه کوي.

د انس حقاني د ټکنده غرمه کتاب په وروستي مخ کې د بندي باګرام په نوم د مثنوي په قالب کې یو شعر راغلی دی. البته دا شعر پوره نفسیاتي  او تخیلي انځور دی. شاعر د خپلو شاعرانه احساساتو په مرسته خپل نفسیات ښکاره کوي. دا شعر اصل کې د انس د نفسیاتي شعور یوه خاکه ده، چې ژبه یې عاطفي او احساس یې یوه عیني او دردناکه تجربه ده، چې ور سره مبارزه کې بوخت دی. د ګمنامۍ هغه حد هم پکې په ډېر عاطفي بڼه څرګند شوی، چې یو انسان یې د حق په لاره په زندان کې تېروي او بیا حتا تر داره پورې د قاضي په قلم د مرګ حکم ورته صادریږي. اصل کې زموږ فیصلې قاضیان نه شي کولای، ځکه چې انسان د الله تعالی (ج) په اراده کې دی؛ نو په دې وجه د دې قلم سره مخالفت شوی دی او دا ډېر په عاطفي ډول شوی دی. موږ داسې فرض کوو، چې په دې شعر کې شاعر په هر حالت کې په عاطفي او تخیلي ژبه کې پاتې شوی دی. ویني وینې راټوکېدل، شهیدان د تخم سره شباهت، د خدای ارادې او د قاضي فیصلې هم په عاطفي ډول شوې دي. دا شعر اصل کې یوه تراژیدیکه عاطیفي حماسه ده.

 دا حماسه په درېیو فکري او عاطفي پړاوونو باندې ولاړه ده. لومړۍ برخه یې په حسرت شروع کيږي او په زندان کې د قاضي په حکم ختمیږي. دوهمه برخه یې په بیا راټوکېدنې پیلیږي او دا برخه یې پوره په تخیلاتي ډول څرکنده کړې ده، بیان یې غیرعادي او ژبه یې هنري او تخیلاتي ده. پای یې په دې شروع کېږي، چې د قاضي قلم به را زما په لاس کړي. یانې په دې یوه شعر کې د انس د سیاسي ژوند یو ډېر ترخ حقیقت موجود دی او دایې په ډېره عاطفي بڼه څرګند کړی او د قساوت او قضاوت ټول پیداکوونکی الله تعالی (ج) دی او په دې شعر کې دا دا باب یوازې په وروستۍ مسره کې رانغښتل شوی دی.

شاعر په دې مثنوي کې د خپل خدای تعالی (ج) وحدانیت داسې بیانوي، چې ټولې چارې له دنه دي او بغیر له ده! څخه د عزت او ذلت ولا نه شته.

په دې شعر کې زندان کله کله په یوې استعارې بدل شوی دی او د وینې په راټوکېدنه کې څرګند شوی دی. کله کله زندان سیمبول شوی دی او د مرګي په سپېره دښته او د قاضي په قلم کې را شین شوی دی. داسې هم شوي دي، چې زندان د مرګ او ژوند یوه ګډ پراډوکسي شکل غوره کړي. دا د دې شعر هغه تخیلاتي خوا ده، چې په لاندې مسرو کې به یې ولولئ. په لاندې مسرو کې یو بل عجیب کیفیت دا دی، چې احساس یې مړ نه دی او دایم پکې د بدلون په لور رهي شوی دی. د مرګي په دښته شین کېدل، ژوندون، د مني تخم او د شهیدانو تشبیهي حالت، د قاضي او شاعر ترمنځ اړیکې تر ډېره د شاعر د احساس د څرګنولو سره تړل شوې دي. البته په دې شعر کې حتا یوه جغرافیه(زندان) په څو مانیزو سیمبولونو بدله شوې ده.

اصل کې دا شعر د ‌ډېرو بندیانو په اړه یو روایت دی، چې قاضیان د انسان برخلیک  ټاکي. د دې شعر هنري قوت په دې کې دی، چې شاعر خپله عیني تجربه په یوه داسې ادبي اثر بدلوي، چې د شخصي درد تر څنګ د انساني ازادۍ او ارزښتونو پراخ مفهوم هم رانغاړي. تاسې د دې مثنوي دا څو مسرې را سره ولولئ:

محرومۍ ته مې ولاړ دي ارمانونه

نیمه خوا یې کړل زما د ژوند خوبونه

لاس مې بند دی، ازادي مې ده بایللې

د قاضي قلم زندۍ راته لیکلې

په دې شعر کې د قاضي قلم د واک هغه سمبول دی، چې د انسانانو برخلیک ټاکي. یانې یو ډېر عادي قلم د انسان د مرګ او ژوند پریکړه کوي، د بندي کېدو او ازادۍ پریکړه کوي. دا شعر د همدې محرومیت سره مبارزه کوي او بیا راټوکېدنه د طبیعیت له عناصرو سره تړي او د حق په لاره کې د لا نورو انسانو(انس) د راټوکېدو زیری ورکوي.

خو ډېر ژر به وینې وینې را زغون شم

د مرګي په سپېره دښته به ژوندون شم

وایم بیا به راټوکېږي چې سپرلي وي

شهیدان د میني تخم وي ژوندي وي

اصل کې په دې شعر کې تخم، خاوره، دښته او سپرلی ټول د مرګ، انتظار، بقا او بیا راژوندي کېدنې په اړیکه کې سره تړل شوي دي. په دې شعر کې شاعر خپله نفسیاتي تجربه په پر یوې عاطفي بدله کړې ده او دا د دې شعر یو ستر پیغام دی.

د تقدیر خدای به څوک ښکته کړي څوک پاس کړي

د قاضي قلم به را زما په لاس کړي

قضاوت په قساوت مه کړه هېڅکله

عشق مې عشق و، جرم نه و، قاضي ګله!

په دې شعر کې د اخلاقو ترازو دومره بلند دی، چې د ده د مرګ برخلیک ټاکونکي قاضي ته هم د ګله(قاضي ګله) خطاب کوي، یانې ما تر اوسه په سیاست کې د یوه شاعر داسې نرمه ژبه نه وه لوستې. په دوهمه کړۍ کې شاعر د قساوت پر وړاندې د عشق مفهوم له جرم څخه بېل وي. ښه دا ده، چې د دې شعر یو څو کړئ را سره ګډې ولولئ:

محرومۍ ته مې ولاړ دي ارمانونه

نیمه خوا یې کړل زما د ژوند خوبونه

لاس مې بند دی، ازادي مې ده بایللې

د قاضي قلم زندۍ راته لیکلې

عشق مې جرم شو، عجیبه قیامت دی

د بنده په ښار کې داسې عدالت دی

غواړي وینې وینې توی شمه او مړ شم

غواړي ژوند مرګي ته وبایلم او پړ شم

هو د مرګ په نوم به خښ په هدیره شم

څو خزانه به په خاورو کې ویده شم

خو ډېر ژر به وینې وینې را زغون شم

د مرګي په سپېره دښته به ژوندون شم

جوړ لښکر به د مینو زلمکو شم

وړانګه وړانګه انقلاب به په تیارو شم

ښاپېریو ته به فرش د ستورو بام کړم

له دیوانو به ازاد بندي باګرام کړم

وایم بیا به راټوکېږي چې سپرلي وي

شهیدان د میني تخم وي، ژوندي وي

د تقدیر خدای به څوک ښکته کړي څوک پاس کړي

د قاضي قلم به را زما په لاس کړي

قضاوت په قساوت مه کړه هېڅکله

عشق مې عشق و، جرم نه و، قاضي ګله!

ټکنده غرمه یوازې پر همدې بحث نه ختمیږي. یانې شاعر د داسې مسایلو باوجود د استادو شاعرانو له مضامینو سره متني وحدت هم کړی دی او دا وحدت یې په خپل رنګ کې کړی دی او داسې یې کړی، چې د خپل سبک انقلابي رنګ پرې غالب دی. داسې ښکاري، چې شاعر د پښتو غزل له معاصر شعر سره هم پخې اړیکې لري. موږ دلته د شاه سعود او مرحوم رحمت الله درد بیتونه راوړ، چې ښاغلي انس ترې متني وحدت کړی دی:

راته ویل یې چې سړي په ژړا ښه نه ښکاري

ورته ویل مې ژړا هر سړي لپاره نه وي

سعود

سړیو سره نه ښاییږي ساندې او ویرونه

سړیو سره خوند کړي جنګ جدل د ازادۍ

انس

تش په نارو انقلاب کله راځي

پاس په نیزو یو څو سرونه غواړي

درد

 

په چیغو او نارو باندې وطن ګټلی نه شي

له موږ نه باید زده کړي خلک چل د ازادۍ

انس

او په پای کې د ټکنده غرمه شعري ټولګې دغه انتخاب شوي بیتونه هم را سره ولولئ، خو مخکې یو عرض وړاندې کوم، چې پورته خوښه شوې شاعرۍ او د هغې تفسیر زما ذاتي مزاج دی. شعر او د شعر تشریحي لمنې ډېرې پراخې دي، ممکن څوک یې په خوښه شوې شاعرۍ په تشریح کې را سره اتفاق ونه کړي:

د قیامت د غرمې تنده مې پر ځان تېره کړه

جام را کوه ولې دې زه یمه له پامه پاتې

...

انسه که تا هر څو کړو تمثیل د خاموشۍ

په سترګو کې دې یو جهان خبرې تاوېدې

...

څه به کړي؟ د پاڼ او پړانګ په منځ کې چې وي ګیر سړی

څنګه شي ټاکلی لحاظونو کې مسیر سړی؟

چېرته د هغه د خودخواهۍ او د غرور دربار

چېرته د انس غوندې عاجز، ملنګ، فقیر سړی

...

ښکلیه د مخ ښیښه دې ماته مه شه

موږ به بیا خپل زړونه په چا کې ګورو؟

...

نهرونه مست کړئ د وطن چینې په شور راولئ

د وچې خلکو که په څنګ کې مو دریاب نه وي

...

خوی د ازادۍ یې په یوه لوږه ور وتړي

باز انسه پاتې نه شي باز په سوداکرو کې

...

دا په وږمه وږمه موسم کې د موسکا پلوشه

ته وا بدرۍ جماله ناسته د جهیل په غاړه

...

د وصال قدر مستور دی په فراق کې

د عشق خوند ټول له هجرانه پیدا کیږي

...

چې یې باغ ستا د جمال لیدلی نه دی

د قفس تر کونج یې تنګه زندګي ده

...

مینه هم انسه زیاتي بله جلوه غواړي

نور نو پتنګان دي له څراغه څخه ستړي

ټګنده غرمه

پای
يونس تنوير

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

کره کتنهپښتانه او کره کتنهليکواليپښتانه ليکوالانپښتو ادبياتپښتو شاعريغزلشعر او هنر

د لیکوال په اړه

یونس تنویر

Writer

Kabul, AFGHANISTAN

لیکوال، شاعر او ادبي نقاد چې د ادبیاتو په برخه کې یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې دي تر اوسه یې دوه څېړنیز اثار چاپ شوي او شاوخوا دولس نور څېړنیز اثار یې د چاپ لپاره چمتو دي

یونس تنویر