د اجمل خټک د فن تصور؛ ژوندی تصور
ښاغلی اجمل خټک يو زيرک، پوهه، لوستی او باشعوره او ويخ ضمير فنکار او شاعر دی او داسې فنکار او شاعر د فن په هکله يو واضح تصور او نظريه لري. دغه وجه ده چې اجمل خټک هم د فن په هکله خپل تصور لري.
د ادب او فن په اړه د اجمل خټک د تصور پيژندلو د پاره موږ سره درې بنيادي حوالې شته، د اجمل صاحب مرکې، د هغه مقاله ژوند او فن او د هغه شاعري. راځئ چې ځان پرې پوهه کړو.
د ادب فن او هنر په ميدان کې دوه پخوانۍ نظريې ډېرې مشهورې دي چې يوې ته د ’’ادب برائے ادب‘‘ يا ادب د ادب لپاره او دويمې ته د ’’ادب برائے زندګي‘‘ يا ادب د ژوند لپاره ويلی شي. په دغو نظریو اجمل خټک د ’’ادب برائے زندګي‘‘ يعني ادب د ژوند د پاره د نظريې حامي دی چې د مقصدي ادب په زمره کې راځي.
ښاغلی اجمل خټک يو زيرک، پوهه، لوستی او باشعوره او ويخ ضمير فنکار او شاعر دی او داسې فنکار او شاعر د فن په هکله يو واضح تصور او نظريه لري. دغه وجه ده چې اجمل خټک هم د فن په هکله خپل تصور لري. د دغه فني تصور په پس منظر کې د هغۀ د اوږد ژوند د ژورې مشاهدې او خورې مطالعې بازګشت پروت دی او ورسره د هغه سياسي او ادبي تحريکونو عوامل هم محرک دي کومو سره چې ښاغلی اجمل پاتې شوی دی. په دې وجه د دوی د فن په تصور د بحث په وخت د دغه متعلقه تحريکونو عمل دخل ضرور کتل پکار دي.
ښاغلي اجمل خټک د سياست په عملي مېدان کې د ژوند يوه لويه برخه تېره کړې ده او په دغه بنياد د خپلو تجربو او مشاهدو په نتيجه کې هغه د ادب او سياست د کلک تړون قایل دی خو پښتنه معاشره کې را پېښ بندېزونه یې هم په نظر کې دي، په دې حقله د هغۀ تصور دا دی:
’’ادب او سياست پکار ده چې يو ځای روان شي او تلی شي، خو زموږ پښتنه معاشره د خپلو ملي او تاريخي بنيادونو په ځای د بېروني او اخوا ديخوا اثراتو لاندې چې څنګه پکار وه په هغسې سوچه بنسټونو چا پرې نه ښوه. حالات داسې جوړ شو چې د ملي ژوند ټولو اړخونو او تقاضو باندې د يو مرکز نه او په يو رفتار عمل کېده، په ځاې هر څه تس نس او ځان ځاني شوه ځکه چې دلته د ادب مېدان کې کار کېږي، ورسره د سياست مېدان کې هم جدوجهد روان دی او په ظاهره بېل بېل ښکاري خو زما يقين دی چې لا تر اوسه دواړو کې ژور احساس موجود دی او زموږ کوشش دی چې ادبي او ثقافتي خدمت او سياست خپل لازمي فرض وګڼو. دواړو کې تر نن ورځې ملي قوت متحرکه هم دی. سره د دې چې په هر اړخ زموږ د مخالفت کوششونه کېږي او کاميابېدی نۀ شي زه به دا ووايم چې اوس خو خبره دې ته راغلې ده چې په تور سورنګ کې سپينه رڼا ښکاري.
خپله مقاله ژوند او فن کې ليکي:
’’مونږ ادب کې د فن د لوړ معيار او د ذوق جمال د تقاضو د هر چانه زيات قایل يو خو که نه يو قایل نو د دې نه يو قایل چې فن او ادب دې د خپلې معاشرې د تقاضو او حقيقتونو نه جدا په خيالي او وهمي دُنيا کې هوایي قلعې جوړوي يا دې اولس کې د خپل حقيقي ژوند د شعور د خوند پېدا کولو په ځای اولس د حقيقي ژوند نه جدا ولرې ساتي. زموږ په نزد که د چا سرې شونډې، تورې سترګې، ولول ويښته، د ناز مسکا او د حسن ادا د فن ادب موضوع کېدی شي نو د معاشرې ناهمواري د مظلوم د زړه زخمونه، د يتيم اوښکې، د زميندار زړه چاودون د مزدور رټلي شوي ارمانونه، د شهيد تمنا ګانې او د ملي غازې غېرت او شجاعت او د ژوند بې شماره اړخونه د فن موضوع کيدی ولې نه شي؟ او کيدی شي يعني د ادب او فن په قوت مونږ د ژوند دا حقيقتونه هم په يو اثر ناک او خوندناک رنګ کې پېش کولی شو نو ولې دې دغه پېش نه کړو او حال دا دی چې دا موضوعات د فن او ښکلا او د ذوق د خوند سره سره د معاشرې د ژوند احساس هم پېدا کوي او معاشرې ته د حسن او ارتقاء بخښلو د پاره حرکت او ولوله هم پېدا کوي يعنې هم خوند او رنګ لري هم ژوند او شعور.
موږ وايو چې د فن او ادب خوږه وله دې د معاشرې د ژوند په منځ کې روانه وي، داسې چې د دواړو غاړو عکس پکې هم ځلېږي او دواړه غاړې یې د ښکلي او شيوه ناک رفتار نه خوند، مزه او فایده هم اخلي.
د فن په هکله دغه تصور ښاغلي خټک صاحب په خپله شاعرۍ کې هم ځای کړی دی او په مختلفو نظمونو کې یې د دې ښودنه کړې ده. په خپل يو نظم ’’زه هم زلمی يم‘‘ کې وایي:
زه هم شاعر يم د چا دنګې سپينې غاړې سره
د لونګين په ټال خپل فکر زنګولی شمه
زه هم فنکار يم د چا تورو خمارو سترګو کې
د پېغلتوب شراب په جام وکاسو څښلی شمه
ولې اشنا دا هر څه خيال وګڼه خوب وګڼه
خدایګو که دې ته يو لحظه اوزګارېدلی شمه
دا خو مستۍ دي خوشحالۍ دي او خندا هوس دی
والله که زه خو هغه ساه هم اخستلی شمه
چې رانه چار چاپېره ټول ماحول سلګۍ سلګۍ وي
وايه د سرو شونډو خندا باندې به څه پوهه شمه
چې خپل کرلی فصل ټول راته ازغي ازغي کړي
د بل د ګلو په مسکا باندې به څه پوهه شمه
په داسې حال کې د هغه د فن تقاضه څه کېدی شي؟ همدا کنه! چې د خپل چار چاپېره سلګۍ سلګۍ ماحول د اولس غم وژاړي. د هغوی د مسلو ترجماني وکړي او د خپل ماحول د زخمي اولس دغه درد ټول انسانيت سره شريک کړي چې په فن کې د ټول مظلوم اولس د درد نغمه راوچته شي او همدغه خو اجمل خټک وایي:
ټول خواران په يوه چغه يادومه
شاعران او فنکاران بېدارومه
ننګيالي او غېرتيان دا لړزومه
خواري کښ غيور انسان راويښومه
د اېشياء د زړه ارمان پوره کومه
بس دی ټول اولس افغان راخبرومه
د سپرلو د حسن تذکره کوونکو ته هم دا درس ښايي:
موسم د ګل په ژبه د انګار خبرې کړي
ياران دې لږ په فکر د بهار خبرې کړي
فروفيسور حنيف خليل
