کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

پنجشنبه

اوس مې پنجشنبې ته هيڅ تلوسه نه وي او د خوښۍ په ځای درد راکوي. زه په پېسو ګټلو پسې له کوره لرې راغلی يم، بېلابېل مجبوريتونه اجازه نه راکوي چې هره پنجشنبه کورته لاړ شم. د پنجشنبې په مازيګر همکاران خپلو کورونو ته ځي او زه لکه د وجدان په محکمه کې پړ شوی انسان په ځان پسې کوټه بنده کړم. موبايل، سوشل ميډيا، مطالعه، خيالونه او هر څه مې تنګ کړي. کله کله کړکۍ ته ودرېږم خو ښار ډېر بې نقشې جوړ دی.

بخت جمال کریمي۹۲
پنجشنبه cover

د ښوونځی په دوره کې به د اوونۍ له سره د پنجشنبې ورځ ته خوښ و. د پنجشنبې ورځ به د غرمې تر ۱۲ بجو سخته تېرېده، نوره به يوه ورکه خوښي او مستي په وجود راګډه شوه. د چکر فکرونه به پيدا شو، د لوبو او تفريح لپاره به پلانونه جوړ شول.

هغه وخت مې د واليبال لوبه د خوښې لوبه وه، د پنجشنبې له مازيګره به مې د توپ هوا وکتله، د تمرين لباس او بوټان به مې منظم کړل. د جمعې ورځ به له سهاره تر ماښامه په دې تېره شوه چې واخله ـ واخله، ونيسه، پاس که او ووهه!
د ښوونځی په وروستيو کلونو کې د واليبال ځای کرکت ونيوه، د پنجشنبې په مازيګر به مو تر لنډې لوبې وروسته له خاورو جوړ ويشتنځای باندې اوبه واچولې، سهار وخته به مو جارو کړ او تر چای وروسته به کرکټ شروع شو. تر قضاء مازيګره به مو هر څه هېر و، صرف کرکټ و کرکټ.
په کرکټ کې به کله داسې هم وشو چې په شل ـ پينځويشت ملګرو کې به د يوه بال او راشن ټايپ پېسې نه پوره کېدلې خو بيا به مو په يو نوم او بل نوم له مشرانو واخيستي. داسې وخت هم راغلی چې د مات شوي بيټ پېسې به نه وې او په ورځو ورځو به کرکټ پاتې و.
ښه مې ياد شي کله به چې کوم ملګري نه بيټ په ځمکه ولګيد، د دواړو لوبډلو لوبغاړي به پرې راټول شو، ټولو به له نظره تېر کړ. که به مات هم نه و خو ټول به هغه لوبغاړي ته غوسه و او د احتياط په سپارښتنو به یې پرېښود.

د پوهنتون دوره هم بده نه وه، پنجشنبې ته به په درې دليلونو خوښ وم، يوه دا چې کور ته به تلم، دويمه دا چې د کلي ملګري به مې ليدل او دريمه دا چې کرکټ ته به موقع برابریده.
د پوهنتون دوره کې چې د تفريح لپاره مو په اوونۍ کې يوازې يوه ورځ درلوده ان د نږدې دوستانو ښادي مو هم ښه نه راتله.
داسې هم شوي دي چې يو ملګری مو د ورور د واده په ورځ کرکټ ته وړی و.
په هغو ورځو پسې که څه هم له ډېرو محدوديتونو او محروميتونو ډکې وي، ماته زما د ژوند تر ټولو ښې ورځې وې خو حقيقت دا دی چې هغه د تېر ژوند برخه وه او بيا به هيڅکله رانشي.

اوس دنده شته، پېسې شته خو نه هغه وخت شته، نه هغه ملګري، نه هغه حوصله او نه د لوبو کولو هغه انرژي. اوس ځان رانه هېر دی، د سپين ږيري پلار، د ناروغې مور، کشرانو ورونو، خويندو او له دوه کوچنيو لورګانو سره په څلورو دېوالونو کې د پرې ايښی ځوانې مېرمن د خېټې، روغ – رنځور او هيلو پوره کولو غم را په سر دی.

اوس مې پنجشنبې ته هيڅ تلوسه نه وي او د خوښۍ په ځای درد راکوي. زه په پېسو ګټلو پسې له کوره لرې راغلی يم، بېلابېل مجبوريتونه اجازه نه راکوي چې هره پنجشنبه کورته لاړ شم. د پنجشنبې په مازيګر همکاران خپلو کورونو ته ځي او زه لکه د وجدان په محکمه کې پړ شوی انسان په ځان پسې کوټه بنده کړم. موبايل، سوشل ميډيا، مطالعه، خيالونه او هر څه مې تنګ کړي. کله کله کړکۍ ته ودرېږم خو ښار ډېر بې نقشې جوړ دی.
له ځان سره خبرې او ترنم مې ستړی کړي بالاخره حوصله تمامه شي، د نارينتوب غرور مې مات شي او بې اختياره راغلې اوښکې مې مخ او ګريوان لوند کړي.
کله کله داسې شي چې لورګانې مې زنګ وکړي او پرته له دې چې پوی شي راځم کنه؟ خپل فرمايشونه راته قطار کړي. د خپلو کوچنيو لورګانو هر سوال ته بې ځوابه شم او ځان راته د نه بښنې وړ مجرم ښکاره شي. په ځلونو داسې شوي چې نه يم تللی لورګانې مې هلته ژاړي او زه دلته.

زما دروغ نه خوښيږي خو بيا مې هم دروغ ويلي دي او هغه هم مور، مېرمن او لورګانو ته ـ دا ما او زما خدای ته ناخوښه ګناه د دوی خوښۍ لپاره کوم خو ظلم کوم. مور راته ووايي: زويه ولې رانغلې؟
ورته پلمه وکړم ځکه که ورته ووايم په ما کار ډېر دی، ادارې په وخت رخصت رانکړ، معاش ځنډیدلی پېسې راسره نشته نو ضرور خفه کيږي. زه دې لپاره چې مور مې راته اندېښمنه نشي- په دروغو ځان خلاص کړم.
مېرمن مې ووايی: نن خو پنجشنبه ده راځي؟ زه ترې خپل مجبوريت په يوه پلمه کې پټ کړم، بيا یې له دې ویرې ژر ژر رخصت کړم چې زما خفګان درک نه کړي.

ژوند ـ کال، مياشتې، اوونۍ او ورځې د قدر وړ دي خو دا څو کلونه کيږي چې د پنجشنبې له ورځې مې ډېر بد راځي.
ما ژړوي او راباندې دروغ وايي.

 بخت جمال کريمي

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

اوونۍهنرليکواليشاعرهنري نثرمنثور نثرنثرمداستاني ادبياتليکوالکرکټواليبال

د لیکوال په اړه

بخت جمال کریمي

Kabul, AFGHANISTAN

بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.

بخت جمال کریمي