کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د علامه رشاد لیکنی هنر او تګلاره

علامه اکادمېسین پوهاند عبدالشکور رشاد د افغانستان د ادب، ژبې او فرهنګ له متفاوته او نایابه څېرو څخه شمېرل کېږي؛ هغه یو لیکوال، مؤرخ، ژبپوه او څېړونکی و، چې په دواړو پښتو او دري ژبو یې ارزښتناک آثار پرېښي دي. مرحوم رشاد له ځوانۍ راهیسې څېړنو او لیکنو ته مخه کړه او د خپلې پراخې علمي حوزې او پر بېلابېلو ژبو د تسلط له امله یې د پوهې په ډېرو برخو کې قلم چلولی دی.

رسالت کلتوري مرکز۱۸
د علامه رشاد لیکنی هنر او تګلاره cover

علامه اکادمېسین پوهاند عبدالشکور رشاد د افغانستان د ادب، ژبې او فرهنګ له متفاوته او نایابه څېرو څخه شمېرل کېږي؛ هغه یو  لیکوال، مؤرخ، ژبپوه او څېړونکی و، چې په دواړو پښتو او دري ژبو یې ارزښتناک آثار پرېښي دي.

مرحوم رشاد له ځوانۍ راهیسې څېړنو او لیکنو ته مخه کړه او د خپلې پراخې علمي حوزې او پر بېلابېلو ژبو د تسلط له امله یې د پوهې په ډېرو برخو کې قلم چلولی دی. ګڼو څېړونکو د هغه علمي شخصیت او د لیکنو سبک ته پاملرنه کړې؛ ځینو د هغه په ادبي او څېړنیزو آثارو کې نوې او ابتکاري ځانګړتیاوې موندلي دي، او نورو بیا په ادبي څېړنو کې د هغه د دریځ پایداري او د ژبپوهې، فرهنګ‌پېژندنې او متني مطالعاتو په ډګر کې د هغه ستره ونډه څرګنده کړې ده .

زه غواړم په دې لیکنه کې د پوهاند عبدالشکور رشاد په لیکني هنر او تګلارې لیکل وکړم. دا ذاتي خبره ده چې هره لیکوال ځانته ځانګړی لیکنی سبک، علمي لیدلوری او څېړنیز روشونه اختیاروي، چې د همدغو ځانګړنو له مخې یې له نورو لیکوالو او څېړونکو سره توپير څرګندېدای شي. استاد رشاد یو له هغو څېړونکو څخه دی چې لیکنی سبک، منتخب څېړنیز روشونه او علمي تګلاره یې، دی تر نورو متفاوته کوي او څېړنې یې مبتکرې او تلپاتې دي. دا ځانګړنې، روشونه او تګلارې په لاندې ډول دي:

په تاریخ‌لیکنه کې د ابن خلدون د مکتب اغېز

د پوهاند عبدالشکور رشاد د څېړنیز سبک له خورا څرګندو ځانګړنو څخه یوه دا ده چې هغه تاریخ ته د ابن خلدون له نظریو څخه په الهام اخیستلو سره ګوري. استاد رشاد په خپل تاریخي اثر لودي پښتانه کې، د کتاب په سریزه کې څرګندوي چې د دولتونو، ملتونو او شخصیتونو ظهور او زوال بې‌سببه نه وي، بلکې دا هر څه معین عوامل او علتونه لري، او د تاریخ‌لیکونکي دنده دا ده چې د پېښو د علتونو او پایلو څېړنه وکړي. دغه لیدلوری نېغ په نېغه د ابن خلدون د سیاسي او ټولنیزو دورو د علت‌محورې نظریې انعکاس دی. څېړونکو یادونه کړې چې علامه رشاد د تاریخ لیکلو لپاره داسې طریقه خپله کړې، چې ریښې یې په ښکاره ډول د ابن خلدون په افکارو کې موندل کېږي. د ابن خلدون د تاریخ‌لیکنې له مکتب څخه دا اغېز ددې لامل شوی، چې د استاد رشاد تاریخي آثار تحلیلي، علت‌محوره او د پېښو په فلسفي لید سره وپېژندل شي.

علمي دقت او احتیاط

پوهاند رشاد په خپلو څېړنو کې ځانګړی علمي سخت کوشي او دقت درلود. ویل کیږي چې هغه هېڅکله یوه کرښه هم کاغذ ته نه لیکله، ترڅو یې د هغې د صحت پوره یقین نه وای حاصل کړی. دا دقیق او محتاط برخورد د هغه په ټولو څېړنیزو آثارو کې څرګنده ده او همدغې ځانګړنې د ده لیکنو ته لوړ اعتبار ورکړی دی. د بېلګې په توګه، کله چې به یې یوه تاریخي پېښه لیکله یا یې ادبي تحلیل کاوه، نو تر هر څه وړاندې به یې ټول اړوند معلومات او منابع ارزول، او یوازې هغه وخت به یې لیک ته سپارل، چې د معلوماتو پر صحت او کره‌والي یې پوره باور پیدا کړی وای. دغه ډول طرز فکر د یوه ویښ علمي وجدان او د حقایقو پر وړاندې د ده ژور مسئولیت‌پذیري ښکاره کوي.

منابعو ته پراخ او منظم استناد

د پوهاند عبدالشکور رشاد د علمي سبک له بڼسټیزو ځانګړنو څخه یوه هم دا ده چې هغه تل خپلو ادعاوو او معلوماتو ته د اعتبار ورکولو لپاره په معتبرو منابعو متکي و. هغه په خپلو تاریخي څېړنو کې د هرې پېښې لپاره مستند شواهد او اسناد وړاندې کول، او لوستونکی یې د دقیقو ارجاعاتو له لارې قانع کاوه. سربېره پر دې، د استاد رشاد هره څېړنیزه پاڼه د یادښتونو او منابعو له ذکره ډکه ده، چې د مطالبو کره‌والی تضمینوي.

د بېلګې په توګه، په لودي پښتانه (د لودي کورنۍ تاریخ) کې، استاد د سلطان بهلول لودي د واک ته رسېدو پېښه د څو بېلابېلو سرچینو پر بنسټ وړاندې کړې ده. هغه د دغې پېښې په تشریح کې، سمدستي د خورشید جهان، مرقع افغان او شوکت افغان په څېر منابعو ته اشاره کوي، څو خپله خبره مستنده کړي. دغه پراخ او منظم استناد دا څرګندوي چې استاد لوستونکي ته دا زمینه برابره کړې چې د مطالبو سرچینې وڅاري، او هېڅ ادعا یې بې د سند له پوره ملاتړ څخه نه ده وړاندې کړې.

د اصلي یا اول لاس او د پېښو د معاصرو منابعو کارول

استاد رشاد د تاریخ او فرهنګ د یوه ژور څېړونکي په توګه، د اصلي او د پېښو له زمانې سره نږدې منابعو ته ځانګړی ارزښت ورکاوه. د هغه په څېړنیزو آثارو کې ګڼ شمېر داسې ارجاعات لیدل کېږي، چې لیکوالان‌یې یا د پېښې له زمانې سره هم‌مهاله و یا ترې ډېره لږه فاصله درلوده. هغه دا باور درلود چې د یوې تاریخي پېښې د سم درک لپاره باید هغو کسانو ته مراجعه وشي چې خپله د پېښې شاهدان یا لږترلږه د هماغه وخت خلک و. همدې لیدلوري ته په پام، نوموړي په لودي پښتانه او نورو تاریخي څېړنو کې له ګڼو پخوانیو، همعصرو او معتبرو منابعو څخه کار اخیستی دی، چې له ډلې یې دا لاندې آثار یادولی شو:

مسالک الممالک د اصطخري

کتاب‌الهند د ابوریحان بیروني

زین‌الاخبار د گردېزي

حدود العالم

تزک بابري (یا بابرنامه)

طبقات ناصري د منهاج سراج جوزجاني

او لسګونه نور باوري مآخذونه.

دغه څېړنیز روش دا څرګندوي چې استاد رشاد د تاریخ یا زمانې غږ اورېده او هڅه‌یې کوله چې د تاریخي پېښو روایت د هغو منابعو پر بنسټ ولیکي، چې تر ټولو نږدې او له حقیقت سره اړیکه لري.

تطبیقي څېړنه او د ګڼو منابعو هم‌مهاله کارونه

د علامه رشاد د څېړنیز روش بله مهمه ځانګړنه دا ده چې هغه هېڅکله یوازې په یوه منبع بسنه نه کوله؛ بلکې تل به یې د یوه موضوع په اړه له څو مختلفو سرچینو معلومات راټولول او پرتله کول یې، تر څو حقیقت ته نږدې شي. استاد په دې باور و چې د یوې ادعا د اثبات لپاره یوازې یو ماخذ وړاندې کول بسنه نه کوي؛ له همدې امله باید تاریخ‌پوه او څېړونکی، د خپلې دعوې د پیاوړتیا لپاره له ګڼو منابعو استفاده وکړي. هغه همدغه لاره خپله کړې وه، تاسو که دده  لودي پښتانه اثر یا یې علمي مقالې ولولئ، تل یې د هرې تاریخي پېښې یا موضوع په اړه بیلابیل ماخذونه سره یو ځای کړي دي.

د بېلګې په توګه، استاد رشاد د لودي پښتانه په کتاب کې، د مبارک‌خان په نوم د یوه تاریخي شخصیت د هویت د روښانولو پر مهال، یوازې له یوه تاریخي روایت څخه استفاده نه ده کړې، بلکې هغه له څو مختلفو سرچینو په تطبیقي بڼه استفاده کړې او ښودلې یې ده چې یاد شوی مبارک‌خان هغه څوک نه دی چې ممکن د لوستونکي ذهن ته په لومړي نظر کې راشي. دغه ډول تطبیقي څېړنه نه یوازې د تحقیق علمي ارزښت لوړوي، بلکې د احتمالي خطاګانو مخنیوی هم کوي، او د پایلو اعتبار زیاتوي.

متني نقد او د منابعو د خطاګانو سمون

پوهاند صاحب رشاد یوازې دا نه کول چې له ګڼو منابعو استفاده وکړي، بلکې په عین حال کې به یې منابعو ته انتقادي کتنه هم کوله او د هغو نیمګړتیاوې یا تېروتنې به یې په نښه کولې. استاد رشاد، چې د کلونو کلونو لپاره یې د نسخو‌پېژندنې او کلاسیکو متونو په ساحه کې کار کړی و، په خپلو څېړنو کې به د نسخو مقابله هم کوله او احتمالي تېروتنې به یې اصلاح کولې.

 

د بېلګې په توګه، په هغه علمي مقاله کې چې د کرلاڼیو پاچاهي تر سرلیک لاندې لیکل شوې ده، استاد رشاد د «کرلاڼی» د نوم د ریښې په اړه تحقیق کوي او له بېلابېلو منابعو کار اخلي. په همدې مقاله کې استاد رشاد دې ته اشاره کوي چې په صولت‌شیرشاهی کتاب کې یوه چاپي تېروتنه شوې، او د یوه شخصیت نوم ناسم ثبت شوی دی. استاد رشاد دا خطا په خورا دقت سره رااخلي او توضیح کوي یې. دا ښيي چې هغه د تاریخي معلوماتو د دقت په اړه، حتی په خورا کوچنیو جزئیاتو کې هم بې‌پروا نه و. دغه انتقادي چلند د منابعو پر وړاندې، د هغه څېړنیزو آثارو ته لوړ علمي اعتبار ورکړی، او دا یې د تاریخ‌نویسۍ په علمي معیارونو کې په یو ممتاز مقام کې درولی دی.

منظم جوړښت، پر وخت او ځای تمرکز

د استاد رشاد د علمي تحقیق بله مهمه ځانګړنه، د مطالبو منظم جوړښت او د پېښو د زمان او مکان یادونه ده. استاد رشاد د تاریخي روایت په جوړښت کې د "زمان او مکان د وحدت اصل" ته خورا ژمن و، او باور یې درلود چې هره پېښه باید د وخت او جغرافیې په یو روښانه بستر کې تشریح شي. په همدې اساس، د هغه په تاریخي متونو کې به هېڅ مهم عنوان یا برخه داسې نه موندل کېده، چې د وخت (تاریخ) او ځای (موقعیت) له یادونې پرته وړاندې شوې وي.

د بېلګې په توګه، په خپل کتاب لودي پښتانه کې، نوموړي د هرې پېښې یا سیمې د پېژندنې پر مهال، لومړی د پېښې نېټه (هجري یا میلادي کال) او د هغې د وقوع ځای ذکر کوي، او وروسته یې تفصیل وړاندې کوي. لاندې د «بهلول‌پور» تر سرلیک لاندې، استاد یادونه کوي چې دا سیمه د سلطان بهلول لودي په نوم نومول شوې وه. هغه زیاتوي چې په ۹۳۲ هـ ق کال کې، کله چې بابر د سیالکوټ ښار ویجاړ کړ، د سیمې اوسېدونکي بهلول‌پور ته کډه شول. همداراز، په بابرنامه کې صراحتاً راغلي چې د بهلول‌پور کلا د چناب سیند پر غاړه پرته وه. دا بېلګه ښيي چې استاد څنګه د وخت او ځای دقیق ذکر له لارې لوستونکی د پېښې فضا ته داخلوي، او د تاریخي روایت له هر ډول ابهام او ګډوډۍ مخنیوی کوي.

څو‌ ژبنیزه پوهه او د روښانه فرهنګي افق پراخوالی

د علامه رشاد د علمي سبک د تنوع او غنامندۍ له مهمو لاملونو څخه یو هم دا و چې هغه پر ډېرو ژبو تسلط درلود او د بېلابېلو ملتونو له ادبي او علمي میراث څخه یې ګټه اخیسته. هغه له پښتو، فارسي، عربي، اردو، انګلیسي، سانسکریت، روسي او حتی تر جاپاني ژبې پورې بلدتیا درلوده، او همدغه څو ژبنیز تسلط یې د څېړنې او ادبي تولید په برخه کې افق پراخ کړی و.

استاد رشاد، تر دې چې په پښتو او فارسي دواړو ژبو یې ارزښتناک آثار تألیف کړي، له نورو ژبو یې ګڼ مهم علمي، ادبي او تاریخي متون پښتو ته هم ژباړلي دي. د دغو هڅو حاصل لسګونه کتابونه او علمي مقالې دي، چې د هغه د پراخ معلوماتي شالید او د روښانه فرهنګي مفاهیمو د تطبیق وړتیا څرګندونه کوي.

د بېلګې په توګه، استاد رشاد په یوه اثر کې دوه سوه هغه پښتانه شاعران معرفي کړي چې شعرونه یې په فارسي ژبه ویلي دي. همداراز، په یوه بله څېړنه کې یې د پښتو ژبې د لغتونو لړۍ په لرغونو فارسي، پهلوي او اوستایي متونو کې تعقیب کړې ده. دغه ډول فعالیتونه ښيي چې ده د بېلابېلو قومونو تر منځ د فرهنګ او ادب یو پیاوړی پُل جوړ کړی و، او خپل لیکنیز سبک یې له مختلفو ژبني سرچینو څخه تغذیه کړی دی.

انتقادي لیدلوری او د زړور قلم کارونه

استاد د خپل عصر د ټولنیزو او سیاسي واقعیتونو په بیان کې بې‌سارې صراحت درلود، او له تندو نیوکو څخه یې هیڅ ویره نه لرله. هغه هېڅکله د زورواکاو پر وړاندې چوپ پاتې نه شو، خپل قلم‌یې ونه‌پلوره، بلکې د علم او ایمان له ژورو باطني او فکري دریځونو سره یې ناروايي، خیانت او فساد په ډاګه کاوه.

دده دغه انتقادي روحیه یوازې په څېړنیزو متونو کې نه، بلکې د هغه په ادبي آثارو کې هم له پامه نه شي غورځول کېدای. استاد د استبداد او فساد د غندنې لپاره، له طنز څخه هم کار اخیسته، او د قلم په نیښ دارو ټکو یې د زمانې ناراستۍ په نښه کولې.

سربېره پر دې آن د هغه د شعرونو د مجموعو ځینې نومونه ښکاره ډول انتقادي، طنزي او د وخت د واکمنو لپاره کنایوي پیغامونه لري؛ د بېلګې په توګه، هغه د کمونیستي حکومت پر مهال خپل طنزي شعرونه د «ملحدشاهي» تر سرلیک لاندې راټول کړل، د مجاهدینو ترمنځ د کورنیو جګړو او ګډوډیو کلونه یې په «تنظیم‌شاهی» کې را ونغاړل.... او په طنزي بڼه‌یې نقد کړل. دا ډول سرلیکونه خپله د دهغه د قلم زړورتیا، سیاسي واقع‌بیني، او له تور استبداد سره د فکري مقاومت نښه ښکاره کوي، چې د ژور طنز له لارې یې د خپل عصر واکمنان او واکمنۍ بې‌پروا نقد کړې دي.

په ادبي مضامینو کې د وطن‌دوستۍ او آزادۍ‌غوښتنې روحیه

مرحوم استاد د ډېرو لیکنو او شعرونو اصلي تکیه‌ځای، د وطن سره ژوره مینه، معتدله اسلامي‌پالنه، او د آزادۍ غوښتنه ده. هغه یو اسلام‌دوست او آزادي‌غوښتونکی شاعر و، چې د ظلم او استعماري نظامونو پر ضد یې قلم پورته کړی و، او هر هغه حکومت یا نظام چې د ملت یا دین خلاف و، په کلکه یې غندلی. د افغانستان د خلکو د جهاد پر مهال، چې د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې پیل شوی و، استاد رشاد د مستعارو نومونو لاندې د آزادې نړۍ په بېلابېلو نشریو کې مقالې لیکلې او داسې شعرونه یې ویل چې په هغو کې یې غیر اسلامي نظامونه محکومول، جهاد، ازادي، او اسلامي حکومت یې ستایه.

وروسته، د کورنیو جګړو او را وروسته واکمنیو پر مهال، استاد رشاد د یو وطن‌دوست مفکر په توګه تل خپل غږ پورته کړی و. نوموړي د ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۷۱ هجري لمریز کلونو پورې درې جلا شعري ټولګې ولیکلې، چې په ترتیب سره یې: د کمونیستي رژیم غندنه، د مجاهدینو ترمنځ د داخلي جګړو غندنه... په کې شامل و.

سيلاني سيلان

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

علامه عبدالشکور رشادليکوال او شاعرمحققڅېړونکید پښتو ژبې ستوريپښتو ادبياتپښتانه شاعرانشعرنثرليکوالي

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر