د ډاکټر اعظم د غزل فکري جماليات
د پښتو په نوي غزل کې ډاکټر محمد اعظم اعظم يو داسې تخليقکار دی چې د خپل فن انفراديت يې د احساس په ژورتيا، د بيان په نزاکت او د تخيل په رنګينۍ کې ساتلی دی. د هغۀ غزل د روايتي رومانوي احساساتو تسلسل هم دی او د جديد انسان د فکري تجربو يو نازک اظهار هم.
د پښتو په نوي غزل کې ډاکټر محمد اعظم اعظم يو داسې تخليقکار دی چې د خپل فن انفراديت يې د احساس په ژورتيا، د بيان په نزاکت او د تخيل په رنګينۍ کې ساتلی دی. د هغۀ غزل د روايتي رومانوي احساساتو تسلسل هم دی او د جديد انسان د فکري تجربو يو نازک اظهار هم. د اعظم صېب د ژوند لوی او پېچلي حقيقتونه د غزل په نسبتاً محدود او نازک قالب کې داسې ځای کړي دي چې د اظهار خوږلت، د احساس شدت او د فکر ژورتيا يې يو له بله بېل نۀ ښکاري.
د اعظم د غزل مطالعه چې کوو نو په وړومبي نظر کې يې د رومانوي احساساتو يوه ښکلې او رنګينه نړۍ مخې ته راځي خو دا رومانويت د حسن، عشق او هجر تر محدودو تجربو پورې نۀ پاتې کېږي، بلکې د ژوند د ادراک يوه وسيله جوړېږي. هغه د حسن په مشاهده کې د ژوند تضادات ويني، د مينې په تجربه کې د محرومۍ احساس رابرسېره کوي او د هجر په اظهار کې د زمانې د بې رحمۍ او د انسان د بې وسۍ کيسه رقم کوي. په دغه ټول تناظر کې د اعظم رومانويت د واقعيت نه د تېښتې په ځای د واقعيت د ژور ادراک د يوې بدلې ژبني استعارې په توګه مخې ته راځي .
د اعظم صېب د غزل فني خوبي د علامتونو او استعارو فطري استعمال دی. هغه د ګل، خوشبو، ماښام، سحر، اور، باران، وېرانه، اسوېلي او وختونه، دا ټول تصويرونه داسې کاروي چې له خپل لغوي يا ظاهري مفهوم نه وړاندې د انساني تجربو د بېلابېلو اړخونو استازيتوب کوي. د دۀ په شاعرۍ کې ګل يوازې ګل نه دی، د ښکلا د ناپايدارۍ علامت هم دی، ماښام يوازې د ورځې ختمېدل نۀ دي، د محرومۍ او بېلتون د احساس انځور هم دی. دا تجسيمي ژبه د هغۀ غزل ته يو قسم داخلي موسيقي او معنوي پراخوالی بخښي.
د اعظم شاعرۍ ته که د ټولنيز او تاريخي اړخه وګورو نو د هغۀ د رومانوي اظهار تر شا د خپلې خاورې د محرومو انسانانو درد محسوسېږي. هغه د سياسي شعارونو نۀ دی خو د ټولنيزو حقيقتونو د هنري اظهار شاعر ضرور دی. د دۀ مزاحمت په څرګنده ډول نارې وهلو نه ډېر په فاصله دی خو د درد د تخليقي اظهار سره دومره نزدې دی چې د ظلم، استحصال او محرومۍ احساس تش د لوستونکي په شعور کې نۀ، بلکې د هغۀ په سترګو او مخ کې د يو ښکاره تاثر په توګه نېغ اودرېږي .
د اعظم د شاعرۍ يو مهم اړخ د وخت او زمانې شعور دی. هغه د انسان د ژوند تېرېدونکې شېبې، د عمر د تجربو بدلون، د يادونو دوام او د تاريخي حالاتو اثر په داسې انداز بيانوي چې ذاتي تجربه يې په اجتماعي تجربه بدله شي. د هغۀ په شعر کې که هر څو يو فرد خپل درد بيانوي خو د دغه درد په هنداره کې د پوره ټولنې د محروميتونو انځور ښودل کېږي .
د فن په ترڅ کې که خبره کوو نو د اعظم صېب ژبه روانه، موسيقيت لرونکې او د بې ځايه تکلف نه بېخي پاکه ده. هغه د لفظونو د ښکلا تر څنګ د لفظونو د داخلي توان احساس هم لري. د هغۀ په غزل کې قافيه او رديف يوازې د شعري جوړښت تقاضا نۀ پوره کوي، بلکې د شعر د معنوي تکمیل او د موسيقيت په جوړولو کې هم ونډه لري.
په مجموعي توګه زۀ وئيلی شم چې د اعظم صېب د غزل تر ټولو لويه ځانګړتيا دا ده چې هغۀ د جمال او حقيقت ترمينځ مصنوعي دېوال نۀ دی جوړ کړی. د هغۀ د پاره حسن د ژوند د حقيقتونو نه بدله کومه تجربه نۀ ده او مزاحمت د شاعرۍ د جمالياتو ضد نۀ دی. هغه د حسن په ژبه د محرومۍ خبره کوي، د مينې په استعارو کې د اجتماعي درد اظهار کوي او د غزل په نازک اهنګ کیې د يوې سختې يعني ساينسي او مشيني زمانې د انسان غږ خوندي کوي. په دغه وجه هغه د پښتو د نوې شاعرۍ يو داسې تخليقي باب دی چې د جمالياتو، انساني احساس او شعور ترمينځ د فن او فکر يو متوازن رومانوي تړون رامينځ ته کوي چې مونږ يې د شعري جمالياتو فکريات او د فکرياتو جماليات ګڼلی شو .
ليکوال: محب وزير
يوه يادونه: د پښتو ژبې وتلی شاعر، ادیب، محقق او ډرامه لیکونکی ډاکټر محمد اعظم اعظم د ۲۰۱۲ زېږدیز کال د نومبر په ۱۶مه نېټه د زړه د درېدو له امله په پېښور کې وفات شو. نوموړی د مړینې پر مهال ۷۱ کلن و او جنازه یې د خیبر پښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ په خپل پلرني کلي رځړو کې خاورو ته وسپارل شوه. د ښاغلي محب وزير پورته ليکنه د ارواښاد اعظم صاحب د تلين په مناسبت کړې ده.
