کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

دېته مې خیال شو!

فرهاد علي مومند

رسالت کلتوري مرکز۵۹
دېته مې خیال شو! cover

ممکن هر څه ښه او بد ولري. خو ته به خپل نظر په ښو ساتې، د انسان ذهني وده له همدې ځایه پيلېږي او هغه څه خپلوي چې د نظر تمرکز يې پرې ډېر وي.

فرض کړئ! هغوي چې د نورو له پرمختګ څخه ویره لري؛ د خپل پرمختګ لپاره هم اندېخمن دي، هغوي چې د نورو د ګټو پر وړاندې خنډ جوړېږي؛ د خپلو ګټو د تحفظ لپاره هم وخت نه لري، هغوي چې تل د نورو تخریب کوي د ځان د پیاوړتیا او پرمختګ توان هم له لاسه ورکوي.

اغا مې دا خبره ډېره کوي: "ژوند ستا خپل دی او انتخاب یې هم ستا خپل دی؛ خوښه دې چې کوم لوری یې انتخابوې. مګر دا له یاده مه باسه چې د ښو پیل سخت دی او د بدو پای سخت دی."

یو ځای پښتو ژبی شاعر حفیظ همیم په لږ توپیر سره ذکر کوي چې:

خوشحالي او خپګان دواړه ستا په لاس کې دي همیمه
ژوند روان دی که هغه کړې او که دا کوې کوه یې

که څه هم ژوند انسان ته د ښو او بدو د انتخاب خوښه ورکړې ده مګر د دې انتخاب د تول لپاره یې هم ډېر عجیب ترتیب کړی دی. بلعم ابن باعورا چې د موسی (ع) په وخت کې یې ژوند کاوه؛ دنیا یې خوښه کړه، دنیا یې په "تول" کې ترې انسانیت واخیست، سپی یې کړ چې ژبه یې له خولې بهر پرته وه. قارون په خپلو خزانو نازېده، چې د ژوند "تول" سره د خپلو خزانو تر ځمکې دننه کړ. شیطان لويي انتخاب کړه، د ژوند "تول" د عمر لعنتي وګرځوه.

اوس نو څه فکر کوئ. له سلو بدو خوښیو به یوه ښه ناخوښه غوره نه وي چې پر ځان یې ومنو. هم به مو د یوسف ع په څېر د خزانو واک په برخه شي او هم به مو د ژوند "تول" په دومره اسانۍ وشي چې تر آخره به د خیر غوښتونکو انسانانو په ژبه یادېږو.

موږ پښتو کې یو متل لرو، وایي د درواغو مزل لنډ وي. که زه دا متل لږ بل ډول ووایم چې: " د بدو مزل لنډ وي، انجام یې بد وي." نو ډېره بده به نه وي. ځکه درواغ د انسان انتخاب دی چې اطلاق یې په بدو کېدای شي مګر ریښتیا هم د انسان انتخاب دی چې اطلاق یې په ښو کېدای شي.

اوس چې د بدو مزل لنډ دی ولې یې انتخابو؟ ښه نده چې د ښو په اوږدو لارو اوږده مزلونه وکړو، چې هم مو سفر ډاډمن وي او هم مو منزل له توخې ډک وي.

فکر وکړه! ته یو موټر چلوونکی یې، تر مخه دې د سرک تر څنګ یو امسا په لاس سپین ږیری ولاړ دی او غواړي له سړک نه تېر شي. دلته به ستا د ښه او بد انتخاب څه وي؟ دوې دقیقې صبر کوې، نېکي انتخابوې. که په بې صبرۍ مخ پر وړاندې حرکت کوې ممکن چې ستا تګ به کومه بده کړنه هم نه وي.

ومنئ چې د ښو انتخاب له همداسې کوچنیو کارونو شروع کېږي، دا وده کوي او بله ورځ "ته" د یوه ډېر لوي خیر په انتخاب کې مخکښ انسان جوړېږې.

زه فکر کوم، د ښو انتخاب به تر دې نه وي محدود چې تل دې د نورو لاسنیوی وکړو بلکې له دې به دا ډېر ښه انتخاب وي چې د نورو د پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړ نه شو. د نورو د تخریب سبب و نه ګرځو او دا هم کفایت کوي چې د نورو په اړه یو مثبت فکر ولرو. ښه فکر وکړئ چې ښه انتخاب کړئ او ښه انتخاب کړئ چې ښه پاتې شې.

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

ليکوال او شاعرليکواليمتلشعرټولنيز ژوندټولنيز توبښه انسان کېدل

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر