کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د انسان په ژوند کې، لویې او وړې ستونزې

د درک خبره مې وکړه، خپل ماشومتوب را په زړه شو. لوی اختر و، قرباني مو نه وه کړې. ورته خفه وم، چې غوښې به و نه شم خوړلی؛ خو تر دې ډېر دې ته ځورېدم چې اختر په مني کې راغلی، ږلۍ ورېدلې، ژېړې پاڼې یې له ونو غورځولې. نه په پاڼو خفه وم او نه هم په ږلۍ.

رسالت کلتوري مرکز۵۳۰
د انسان په ژوند کې، لویې او وړې ستونزې  cover

مشکلات د انسان د ژوند برخه ده. انسان په دې دنیا له مشکلاتو نه خلاصېدونکی موجود دی. ستونزې لویې او وړې وي او د بېلابېلو انسانانو ذهني عکس العمل د دوی پر وړاندې هم ډول، ډول دی.

ځینې انسانان د موقتي او وړو ستونزو په اړه، په هماغه موقت وخت کې ډېر فکر کوي؛ پر ځان فشار راولي. د همدې وړې موقتي ستونزې په اړه فکر کول یې لوی مشکل ته د حل لارې له پیدا کولو راګرځوي.

زه ځینې وخت له ملګرو سره کارته چهار ته ځم. له دې خوا تګ راته اسانه وي؛ خو چې کله ورسېږم په بنډار له دې امله نه پوهېږم چې څنګه به کور ته ځان رسوم. ملګرو ته وایم: اوس زما ترټولو لوی مشکل دا دی چې څنګه به کور ته ځم؟

دوې خاندي او وايي: خو څلورلارې ته ولاړ شه، موټر ته لس روپۍ ورکړه د کور مخکې به دې کوز کړي.

زه ورته وایم چې موټر ته به درېږم، پکې سپرېږم به، د سړک پر غاړه به ترې پیاده کېږم، بیا به شاوخوا پینځه سوه متره لاره په پښو وهم.

همدا وجه ده چې یا نږدې له کوم ملګري سره پاتې کېږم، یا چاته زنګ وهم چې راپسې راشي.

بل مشکل د لويو مشکلاتو د نه درک کولو دی. شاید د انسان له درکه لوړ وي او يا د کوچنیو ستونزو دومره ډېروالی وي چې د لویو مشکلاتو د درک او ورته د پام مخه نیسي. مثلاً که زه د مېږیانو په منځ کې ایسار شم، هر یو راخېژي، پام مې له هغه سپي چې زما په لور را روان دی اړوي.

د درک خبره مې وکړه، خپل ماشومتوب را په زړه شو. لوی اختر و، قرباني مو نه وه کړې. ورته خفه وم، چې غوښې به و نه شم خوړلی؛ خو تر دې ډېر دې ته ځورېدم چې اختر په مني کې راغلی، ږلۍ ورېدلې، ژېړې پاڼې یې له ونو غورځولې. نه په پاڼو خفه وم او نه هم په ږلۍ. ما د اختري پیسې ټولې په پلاسټیکي ټوپک ورکړې وې، يو پاکټ ژېړې مرمۍ ورسره وې، هغه مې ټولې پرې ویشتې وې. مخکې به مې له ځمکې راټولولې؛ خو اوس د ژېړو پاڼو په منځ کې، واړه ژېړ کرتوس پیدا کول ډېر ستونزمن کار و. که د نورو لپاره نه و، زما لپاره خو و؛ ځکه ما په دومره غټو سترګو د جومات د بوټو په منځ کې له کوڅې ور اوښتی د کرکټ بال هم نه شو موندلی.

هغه وخت ماته د اقتصادي مشکل د نه درک کولو له امله د قربانۍ نه کول دومره لویه ستونزه نه ښکارېده؛ خو که اوس قرباني و نه کړو زه به ډېر وځورېږم او که په اخر کې، ژېړې پاڼې باران راوغورځوي قدم وهل به پرې ډېر خوند راکړي، ممکن يو نیم بیت هم ورته ولیکم.

مقصد دا دی چې وړو او موقتي مشکلاتو ته اجازه ورکول نه دي په کار چې لويو ستونزو ته د حل لارې د پیدا کولو مخه ډپ کړي. له مېږیانو ټوپ اچول پکار دي چې راروان سپي ته د سړي پام شي او ځان ترې خلاص کړي.

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

ستونزېله ستونزو د وتلو لارېناهيليژور خفګانمبارزه

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر