ايا د وخت له تیريدو سره د شاعرانو د شعرونو هنریت کمزوری کیږي؟
ځینې وخت داسې فکر کیږي چې ګویا د وخت په ګردش سره به د یو شاعر شاعرانه صلاحیتونه کمزري کیدلی شي، شاعري یې په فني یا فکري لحاظ هغه ډول سنجیده نه وي لکه څنګه چې پخوا وه. که دا پوښتنه په بیلابیلو پیمانو کې وڅیړلی شي نو بیلابیلې پایلې ورڅخه را اخیستل کیدلی شي.
ځینې وخت داسې فکر کیږي چې ګویا د وخت په ګردش سره به د یو شاعر شاعرانه صلاحیتونه کمزري کیدلی شي، شاعري یې په فني یا فکري لحاظ هغه ډول سنجیده نه وي لکه څنګه چې پخوا وه. که دا پوښتنه په بیلابیلو پیمانو کې وڅیړلی شي نو بیلابیلې پایلې ورڅخه را اخیستل کیدلی شي که چېرته مونږ شعر د داخلي کیفیاتو او زورورو احساساتو په تناظر کې ګورو نو بیا خو به د William Wordsworth دا خبره بلکل منو چې "All good poetry is the spontaneous overflow of powerful feelings" یعنې وليم ورډزورت چې دلته کومه د Spontaneous او بيا دې Powerful feelings خبره کوي نو د داخلیت په تناظر کې یې کوي.
کله چې شعر د فطري تخلیق او د شدت احساس یا د زورور احساس په بنیاد ودرول شي نو د وخت او د انساني فکري ترقۍ تر څنګ انساني جذباتي ارتقاء هم نظر کې نیول پکار دي دا ځکه کله چې انسان د ځوانۍ له پړاونو را اوړي د عقل د پختګۍ سره سره به په فکري لحاظ سنجیده کیږي، مګر د احساس او جذباتو کوم شدت چې ورسره د ځوانۍ په دور کې موجود وي شاید هغه ورڅخه رو رو کمزوری شي بیا خو د وليم ورډزورت دا خبره هم د منلو ده چې ښه شعر د زورورو احساساتو په بنیاد ولاړ دی.
په یوه مرکه کې له استاد پسرلي صیب څخه پوښتنه کیږي چې که د ځوانۍ د وخت شاعري مو د بوډاتوب د وخت له شاعرۍ سره پرتله کړئ نو کومه تاسو ته ښه ده هغه ورته وایي چې د ځوانۍ د وخت شاعري، نو اوس که چېرته د استاد خبرې ته وګورو دا نقطه به ورڅخه اخذ کړو چې شاعري د جذباتو د بیان ډېره ښه ژبه ده یعني Poetry = emotion او که چېرته یو شاعر د زمانې له ډېرو پړاونه اوړي شاید چې د عمر سره سره یې جذبات هم کمزوري شي بیا هغه جذبات ورسره نه وي کوم چې ورسره په ځوانۍ کې وو.
د غني خان په خبره دا هم باید ومنو چې "خلاصیدل شراب په جام کې اختتام د مستۍ نه وي" نو زما دا خبره نه باید حتمي وګڼل شي ځکه چې د هر شاعر د ذاتي ژوند او د هغه د زندګۍ حالات مختلف دي داسې هم کیدلی شي چې یو شاعر د ځوانۍ د دور سره په نسبت د ژوند په وروستیو پړاونو کې خپلو زندۍ شویو چغو ته په خپل تخلیقي صلاحیت د ازادۍ هڅه ډېره ښه کامیابه کړای شي او یا که ووایم چې شاید شاعري یې د عمر په وروستیو پړاونو کې پختګۍ ته ورسیګي او داسې ډېر شوي هم دي.
که مونږ د لویو لویو شاعرانو څه پخواني چاپ شوي کتابونه را پرانیزو او بیا یې له وروسته چاپ شویو کتابونو سره پرتله کړو نو دا به وګورو چې وروستۍ شاعري یې په فکري او فني لحاظ له پخوا ډېره زوروره ده یو بل څه هم د یادونې وړ ګڼم چې هر منظوم کلام شعر نه شي کیدلی ځیني لوستونکي په دې مغالته کې اخته دي چې ګني هر منظوم کلام شعر دی. دلته به په همدې حواله دا خبره هم لږه وسپړو چې ایاد وخت په تیریدلو سره د یو شاعر هنریت کمزوری کیدلی شي او که د منظومو کلامونو د هنګامه بازۍ او هنګامه سازۍ بازار ختمیدلی شي؟ نو اوس که مونږ د ناره بازۍ یا هنګامه بازۍ بازار ته سر ورښکاره کړو ګورو چې دا بازارونه د سیاسي او معاشرتي بدلون سره خامخا بدلیدلی شي یا لکه د درملتون دارو د وخت په تیریدو سره تاریخ تیر کیدلی شي او بیا یو ناروغ ته د صحت په ځای نور ضررونه هم ور اړولی شي.
همدا شان د نوي تنقید په تناظر کې که وګورو نو مابعد جدیدت غوښته خو دا ده چې تاسو داسې څه تخلیق کړئ چې د هر عصر معصریت ولرلی شي او همدا بیا د ښه شعر د ښه معیار خبره هم ده لکه چې صائب وایي:
صائب نشود خشک به خورشید قیامت
بر خاک نویسم اګر شعر ترم را
ليکوال: نظم الدين ندرت
