کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

بارانه وورېږه!

بخت جمال کريمي

بخت جمال کریمي۳۸
بارانه وورېږه! cover

بارانه وورېږه!

ډېرې مودې وشوې کوچی خفه دی، دښتې سپېرې دي او رمې خوارې ـ د واسکټ جيب ته یې لاس نه ورځي ـ ماران د شپېلې په خواږه غږ له غارونو نه دي راوتلي.

ونې له خپلو تنو انرژي اخلي، په شنو پاڼو ګردونه پراته دي، تنفس نه شي کولی، نژدې ده چې د بچي دارو مرغيو ځالې د سوزونکي لمر مخې ته وازې خولې پاتې شي او د طبيعت دا سندرماره ډله لکه زما هيلې يوه يوه ومري.

بارانه وورېږه!

ډېرې مودې وشوې د لمدو خاورو بوی مې نه دی حس کړی. د لمدې خارو د الوتلو ناکامه هڅه مې نه ده ليدلې. په لمر کې تودې نينې او پولۍ خوند نه کوي.

بارانه وورېږه!

ډېرې مودې وشوې ناڅاپه مې په غاړه کې د ونو له پاڼو يخ څاڅکي نه دي لوېدلي.

بارانه!
نجونې هوښارې شوې دي اوس نرۍ جامې نه کوي.

ځه نن ښه په شېبو شېبو وورېږه!
ډېرې مودې وشوې هغه ستا له څاڅکو نازکې او سپينې راته دا لنډۍ نه دي ويلې چې:

باران وريږي ځمکې خټې
قدم زما په قدم ږده راځه د ننه

بيا د باران په شپه رانشې
د پښو خاپونه دې بې بې ليدلي دينه

بارانه وورېږه!

مودې وشوې چې د بېلتون اور په سينه تېروم. زړه مې ډک دی خو له دې پېغوره چې نر یم ژړا او اوښکو تويولو ته حل نشته. ته وورېږه چې زه وژاړم، ښې ډېرې اوښکې توی کړم.

هله نو - بارانه وورېږه!

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

بارانطبيعتغرونهدرېابشارونهپاڼې او ګلونهليکوالشاعر

د لیکوال په اړه

بخت جمال کریمي

Kabul, AFGHANISTAN

بخت جمال کريمي لیکوال او ژورنالیست دی، د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی، له ١٢ کلونو یې په بېلابېلو رسنیو کې د ویاند، متن سموونکي په توګه کار کړی. دوه چاپ شوي اثار لري.

بخت جمال کریمي