کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

مېږتون؛ مېږي ته نه وايي

زما دې ټول عمر په دار کړ لکه هوسۍ په مېږتون شپې تېرومه د دې لنډۍ تشریح ته وروسته راځو؛ خو دغه خبره اړینه ده، چې په ځینو پښتو لهجو کې (مېږتون) په ناسمه توګه د (مېږي) پرځای کارول کېږي. ځکه (مېږتون) د ځای نوم دی او (مېږی) خپله یو کوچنی ژوی دی.

رسالت کلتوري مرکز۱۹
مېږتون؛ مېږي ته نه وايي cover

زما دې ټول عمر په دار کړ
لکه هوسۍ په مېږتون شپې تېرومه

د دې لنډۍ تشریح ته وروسته راځو؛ خو دغه خبره اړینه ده، چې په ځینو پښتو لهجو کې (مېږتون) په ناسمه توګه د (مېږي) پرځای کارول کېږي. ځکه (مېږتون) د ځای نوم دی او (مېږی) خپله یو کوچنی ژوی دی.

مېږی یې یوګړې(مفرده) بڼه ده، چې اوښتې بڼه یې (مېږي) کېږي او ډېرګړې(جمع) یې په (ان) یا (ي) داسې کوو:

مېږی + ان = مېږیان

یا:

مېږی(نرمه یا په ي اوړي)= مېږي (اوښتې بڼه یې هم همداسې لیکل کېږي، چې بیا یې د جملې له سیاقه معلوموو.)

په داسې حال کې، چې (مېږتون) د مېږیانو ځالې یا کور ته ویل کېږي. کله چې پر (مېږتانه) اوړي؛ نو له دې یې موخه هم ډېرګړې(جمع) بڼه او هم یې اوښتې بڼه وي.

مېږتانه = د مېږیانو ځالې یا کورونه.

بېلګه: دلته څومره ډېر مېږتانه(د مېږیانو کورونه) دي!

یا هم:

مېږتانه= د مېږیانو د ځالې اوښتې بڼه.

بېلګه: پر مېږتانه اوبه راغلې. یا: مېږتانه اور واخیست!

(مېږتونونه) یې معاصره ډېرګړې(جمع) بڼه هم کېدلی شي!

د لنډۍ لنډه تشریح داسې کوو:

په ولسي ادب کې د هوسۍ اړوند د ولس انګېرنه ده، چې هوسۍ د خوب په وخت کې د ښکاریانو یا نورو وحشي ځناورو دلاسه د مېږیانو پر ځالې(مېږتون) باندې ویده کېږي. د دې لپاره چې تر سهاره یې مېږیان وچيچي او دې ته ژور خوب ور نه‌شي. یعنې د ښکاریانو د مخینوي لپاره دغه ناکراري او درد غوره کوي، تر څو شېبه په شېبه ویښه شي او خپله خواوشا وڅاري. نو لومړۍ نیم‌بيتي د کوم میېن د خولې فریاد دی او په دویمه نیم‌بتي کې یې د خپلې مینې ناکراري د همغې هوسۍ ناکرارۍ سره تشبېه کړې ده...

د (مېږتون) ویی پر همدې معنا(د مېږیانو ځاله) د پښتو ډېرو نورو نوموتو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې کارولی دی. لکه حمید مومند بابا وايي:

د صحرا هوسۍ آرام په مېږتون کا
ورکوي شوریده دل لره آرام خط

د بلخ پوهنتون استاد عزيز الدين يوسفزی

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

فولکلورولسي ادبياتټپهلنډۍټيکۍشفاهي ادبيات

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر