کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

اقبال مومند؛ د متحيرانه اسلوب شاعر

د اقبال مومند د غزلونو د مطالعې په لړ کې داسې تاثر جوړېږي چې هغه یوازې د خپل داخلي احساساتو، ذاتي تجربو او ورځنيو وارداتو ترجماني نه ده کړې، بلکې د خپل عصر د ټولنیز، سیاسي، اخلاقي او فکري حالت او رسميت سره هم ژوره مکالمه کوي. د هغه شاعري د ژوند د هغو پټو حقیقتونو يو لطيف انکشاف دی چې د ژوند په شور او غوغا کې د انسان پام ورته کم کېږي.

رسالت کلتوري مرکز۳۸
اقبال مومند؛ د متحيرانه اسلوب شاعر cover

 

"د اقبال مومند کليات" د ښاغلي عرفان مومند او فضل مومند په زيار چاپ شوی دی چې د پښتو په شعري تاريخ کې به د خپل ځانګړي حیثيت او ارزښت سره تل تر تله موجود پاتې کېږي. شاعري ډېره چاپ کېږي او شاعري ډېره کېږي خو چا تاريخ بيان کړی دی، چا تاريخ خوندي کړی دی، چا د تاريخ رخ بدل کړی دی او چا ته تاريخ په خپلو پاڼو کې ځای ورکړی دی. په دغه اړه که بنده ډېر هم ووايي چې دا جواب به تاريخ ورکوي خو دومره کسر نفسي هم نه ښايي، د ډېرو په اړه موږ رايه درلودلی او وئيلی شو چې د اقبال مومند په شان هنري صلاحيتونه د تاريخ له خېټې بېخي نه غورزېږي.

د اقبال مومند شاعري د دې نه وړاندې هم په جدا جدا کتابونو کې چاپ شوې ده، پخپله اقبال مومند د بنو او لکي مروت په بېلابېلو مرکزونو کې د خپلې دندې په ترڅ کې پاتې شوی دی خو رښتيا او بيا عجيبه خبره دا ده چې نه مې د اقبال مومند سره ملاقات شوی دی او نه مې له دې وړاندې د هغه شاعري لوستې ده. د ښاغلي فضل مومند زياته مننه چې د دومره ارزښتناکې شاعرۍ لوستلو ته يې اړ کړم .

د اقبال مومند د غزلونو د مطالعې په لړ کې داسې تاثر جوړېږي چې هغه یوازې د خپل داخلي احساساتو، ذاتي تجربو او ورځنيو وارداتو ترجماني نه ده کړې، بلکې د خپل عصر د ټولنیز، سیاسي، اخلاقي او فکري حالت او رسميت سره هم ژوره مکالمه کوي. د هغه شاعري د ژوند د هغو پټو حقیقتونو يو لطيف انکشاف دی چې د ژوند په شور او غوغا کې د انسان پام ورته کم کېږي. د ټولنې، وطن، انساني رابطو (اړيکو) او د قدرونو د زوال په اړه د احساس او فکر يو داسې دریځ وړاندې کوي چې لوستونکی تش د شعري ښکلا سره نه مخامخ کېږي، د خپل موجوده تناظر په اړه سوچ کولو ته یې هم راپاروي. د اقبال مومند د شعريت یوه ځانګړې ښکلا د هغۀ د بیان په سادګۍ، روانۍ او د معنا په ژورتیا کې پرته ده. هغه د پېچلو فلسفيانه مفاهیمو په ځای د امروزه ژوند فلسفه وړاندې کړې ده او د هغې د وړاندې کولو د پاره يې د درنو او نامانوسو ټکيو په ځای داسې ژبه او ترکیبونه راوړي دي چې د عامو تجربو سره تړاو لري خو هم دغه ساده لفظونه په شعري جوړښت کې د فکر يو پراخ جهان جوړوي. د هغه په شعر کې د استفهام، تکرار، تضاد، استعاري او تشبيهي جال او د طنزيه اشارو استعمال د بیان د تاثيريت سبب ګرځي. په خصوصي توګه کله چې هغه د ټولنیزو او اخلاقي موضوعاتو په اړه کومه طنزیه او انتقادي رویه په شعري ژبه ته منتقل کوي.
دلته د هغه شاعري د درد د اظهار نه بالا د درد د سرچینو په اړه د لوستونکي شعور ویښوي. د هغه په اظهار کې یو ډول ګیله هم موجوده ده خو دا ګیله د کمزورۍ په توګه بالکل نه ده، بلکې د یو حساس انسان د داخلي مقاومت په توګه ځان راپېژني.

په فني لحاظ د هغه غزليه موسیقیت، د ردیف او قافیې مناسبت، د لفظونو انتخاب او د خیالونو تر منځ معنوي تړون د شاعر د شعري ذوق نمائندګي کوي. د رديف او قافيو په اړه خو وئيلی شو چې تخيل د قافيو په اوږو سور نه دی، بلکې قافيه د تخيل مرستندويه ده او رديف د تخيل تکاملي شناخت ترلاسه کوي. دغه تکميلي تشکيل د ډېرو کمو شاعرانو په برخه رسېږي.

اقبال مومند خپل شاعرانه اسلوب لري، دا اسلوب په پښتو غزل کې د صاحب شاه صابر او خېبر اپريدي په مينځومانه کې يو بل اسلوب ټاکي. تېره ورځ مې د ډاکټر شفيع الله شاهنام سره خبره کېدله چې د صاحب شاه او اقبال مومند د غزلونو يو ګډ تاثر ماته داسې ښکاري لکه اردو کې يوه روزمره کارول کېږي چې "نهلے په دهله" ، بېخي د دوی د شعرونو وړومبنۍ مصرعه لکه نهله او دويمه مصرعه پرې داسې سوره وي لکه دهله، دلته لوستونکی بېخي حېريان دريان شي چې د داسې مصرې (د تخيل او جوړښت غېر متوقع انداز) خو بېخي توقع نه وه، فرق صرف دا دی چې د خېبر اپريدي اسلوب کې چې د روښان فکرۍ کوم ژور تاثر په اولسيت بدلېږي، هلته بيا صاحب شاه صابر دا اولسيت خپل پوخ نظرياتي اساس ته راپورته کوي او اقبال مومند د کوم ژور نظرياتي اپروچ نه پرته د خپل ژوند په تعامل ورځنيو تجرباتو ته فکر انګېزي ورکوي، ګني د درېواړو لهجه ډېره خوږه ده، د لطيف طنز او ظرافت نه ډکه ده او د توقعاتو نه بدله ده.
د توقع نه بدله نه مې مراد دا دی چې لوستونکی د خپلې روايتي مطالعې په اساس چې د وړومبۍ مصرعې پسې د دويمې مصرعې کومه توقع لري، هغسې ونه شي، د حېرانۍ يو اسلوب پېدا کوي او دغه ته موږ متحيرانه اسلوب وئيلی شو.

ليکوال: محب وزير

 

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

شاعرانه تعلياقبال مومندشاعریليکواليشاعرادبي ژانرونهادبي ښکلاوېپښتو ژبهپښتانه شاعرانغزل

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر