کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

د امانتدارو بازار

پخوا په دمشق کې یو بازار و چې د حج پر لاره پروت و. کله به چې حاجیان ترې تېریدل نو د بازار له دوکاندارانو سره به یې خپل مالونه امانت کېښودل او چې بېرته به راتلل نو اخیستل به یې او خپلو هېوادونو ته به تلل. یوه ورځ یو سړی راغی چې یوه سور رنګې ګڅوړه ورسره وه، د یوه دوکان مخې ته ودرېده، ورته ویې ویل چې دا امانت درسره کېږده چې بېرته راشم بیا یې راکړه.

رسالت کلتوري مرکز۳۰
د امانتدارو بازار cover

پخوا په دمشق کې یو بازار و چې د حج پر لاره پروت و. کله به چې حاجیان ترې تېریدل نو د بازار له دوکاندارانو سره به یې خپل مالونه امانت کېښودل او چې بېرته به راتلل نو اخیستل به یې او خپلو هېوادونو ته به تلل.

یوه ورځ یو سړی راغی چې یوه سور رنګې ګڅوړه ورسره وه، د یوه دوکان مخې ته ودرېده، ورته ویې ویل چې دا امانت درسره کېږده چې بېرته راشم بیا یې راکړه.

د دوکان خاوند د هغه په وړاندې له پیسو ځان ډاډه کړ چې درې زره د سرو زرو سکې وې، د سړي نښانې یې هم واخیستې او د مکې مکرمې په لور یې رخصت کړ.

څو میاشتې وروسته چې بېرته راوګرځېده نو دوکان ته ورننوت خو خاوند یې نه و. په دوکان کې له کارکوونکو یې وپوښتل چې د دوکان خاوند چېرې دی، دوی ورته وویل چې کورته تللی زر بېرته راځي. کله چې راغی نو سړي ورته وویل چې زما پیسې بېرته راکړه.

د دوکان خاوند ورته وویل: څو روپۍ دې راکړې وې؟

سړي وویل: درې زره د سرو سکې وې.

دوکاندار وویل: نوم دې څه شی دی؟

سړی وویل: پلانی نومېږم، ایا په یاد دې نه یم؟

دوکاندار وویل: په کومه ورځ دې پیسې راکړې وې؟

سړي وویل: په هغه پلانې ورځ.

نوموړي چې د دوکاندار ډېرې پوښتنې واوریدې نو ناکرار شو او په زړه کې وېره ورته پيدا شوه چې هسې نه په شتمنۍ یې وغریږي.

بیا دوکاندار وویل: د کڅوړې رنګ څه ډول و؟

سړي وویل: سره کڅوړه وه.

دوکاندار ورته وویل: ته لږ کېنه، زما یو ځای ضروري کار دی، زر بېرته راځم. بیا یې خدمتګارانو ته وویل چې نوموړي ته ډوډۍ هم راوړي.

سړي چې لږ انتظار وکړ نو ویې لیدل چې هټۍ وال بېرته راغی، د پیسو ډکه سره کڅوړه یې د نوموړي په مخکې کېښوده، چې ویې شمېرلې نو پوره درې زره د سرو زرو سکې وې. د سړي زړه ډاډه شو، له دوکانداره یې مننه وکړه او روان شو.

چې لږ وړاندې ولاړ نو حیران شو، یو دوکان یې ولیده، چې ورنېږدې شو نو ګوري چې دا هماغه دوکان دی چې پیسې یې امانت ورسره ایښې وې.

د دوکان په خاوند یې سلام واچاوه، نوموړي وعلیک ورته وویل، د حج مبارکي یې ورکړه، بیا یې هماغه سره کڅوړه ورته راواخیسته او ورته ویې ویل: دغه دی ستا امانت.

سړي د هماغې هیښتیا په حالت کې دوکاندار ته وویل چې داسې مې دوکان غلط کړی و، خو له دوکاندار نه مې چې پیسې وغوښتې نو زما په خبره یې شک ونه کړ او پیسې یې راکړې.

د دې خبرې په اورېدو دواړه لومړني دوکاندار ته ورغلل او پوښتنه یې ترې وکړه چې ولې یې دې سړي ته پیسې ورکړي، سره له دې چې امانت یې نه و ورسره ایښی؟

هغه ورته وویل:

قسم په الله چې نوموړی نه پېژنم، نه مې په یاد دی او نه هم دا را په زړه دي چې ما ته یې امانت راکړی وي. خو کله مې چې ولیده له خپلې خبرې ډېر ډاډه دی او د دې وطن هم نه دی نو فکر مې وکړ چې که روپۍ یې ورنکړم نو له دې ځایه به زړه ماتی ولاړ شي او خپلې کورنۍ او خلکو ته به ووایي چې په دمشق کې یې مال غلا شو، د شام د خلکو په اړه به دا خبره خوره شي چې له یوه کس څخه یې خپل امانت غلا کړی. بیا یې دا آیت ووایه چې:

((فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُمْ بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ)) ژباړه:«که ستاسې څخه څوک پر بل چا باور [یا له هغه سره معامله] وکړي نو پر چا چې باور شوی دی هغه دې امانت ادا کړي او له خپل رب څخه دې ووېریږي.»[البقرة: ۲۸۳]

نو ولاړم هر څه چې راسره وو ومې پلورل خو د امانت پیسې یې پوره نه کړې، بیا ولاړم له ملګري څخه مې هم پنځه سوه درهم واخیستل او ورته پوره مې کړل.

سړي چې دا واوریدل نو د نوموړي ښه نیت یې وستایه، ترې اخیستې پیسې یې بېرته ورکړې او بښنه یې ترې وغوښته چې ناحقه یې پریشانه کړی و.
ژباړه: مومند محمدي اڅړ

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

داستاني ادبياتفلکلورولسي ادبياتشفاهي ادبياتپښتو ادبياتحکايتلنډه کيسهليکوالنثر

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر