کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

مصیبتونه د بیدارۍ زنګونه دي

جاوید چودري/ ژباړه: ببرک دروېش

رسالت کلتوري مرکز۳۰
مصیبتونه د بیدارۍ زنګونه دي cover

جولیان مینټل د امریکا یو له پنځه ستوریزو وکیلانو و، هغه له هارورډ پوهنتون فارغ شوی و او په نیویارک کې د یو لوی حقوقي شرکت څښتن و.

له جولیان مینټل سره د لوړې کچې تعلیم یافته او هوښیار قانون پيژندونکي و، په میلیونونو روپۍ به یې د فیس په ډول تر لاسه کولې، په همدې سبب د حاکمانو وکیل ګڼل کېده.

د هغه په اړه دا مشهوره وه، که هره قضیه راوسپړي ګټوونکی یې دی!

د امریکا تر ټولو لویې کمپنۍ او بډایه خلک یې مشتریان وو، خلکو به یې پر میز د پیسو سپین چکونه پرېښودل.

په لاتین امریکا کې یې شخصي جزیره درلوده، خصوصي جیټ الوتکه ورته ولاړه وه، د نیویارک تر ټولو شتمنه سیمه کې اوسیده، تل به ور سره سور رنګه فراري موټر و، هغه چې کمپنۍ یې د دنیا یواځې څو محدودو کسانو لپاره جوړه وي!

جولیان مینټل به روزانه د نیویارک تر ټولو قیمتي رسټورانټ کې ډوډۍ خوړه او ناسته به یې هم په قیمتي شراب خانو کې وه.

دا د جولیان مینټل د ژوند یو اړخ و، د ژوند بل اړخ یې بیا په بشپړ ډول مختلف و، هغه مسلک ته تر خپل ځان ډیر ارزښت ورکولو، پوره شل ساعته به بوخت و، د قضیو په لوستو لوستو به پر میز اوده شو، ښځې ترې طلاق اخېستی و، بچیان یې هسې هم نه و، دوستان یې نه درلودل، خپلوانو او ټولګیوالو یې د هغه چلند له امله کلونه وړاندې هغه یواځې پرېښی و.

څرنګه چې هغه له شدیدې تنهايۍ سره مخ و، شراب، ښځې او کار هغه درې ور پاتې لارې وې چې ځان یې پرې بوخت ساتلو، همدې بوختیاوو هغه له وخت وړاندې بوډا کړ، ویښته یې سپین د ورمیږ پوستکی یې ګونځې، وجود یې پړسیدلی، ساه بندي ورته پیدا او د معدې په زخم مبتلا شو.

دا هغه وخت و چې له اوبو او نرمۍ ډوډۍ پرته یې نور څه نه تیریدل ، هغه په دوه پنځوس کلنۍ کې اویا کلن ښکاریده، بوختیا او یواځېتوب چې کله سره یو ځای شي، انسان په ځمکه راغورځوي، جولیان همداسې حالت سره مخ و، هغه یوه ورځ په محکمه کې استدلال درلود چې ناڅاپه یې پر زړه لاس کېښود او بیا د قاضي په مخ کې پر فرش راپریوت.

پر جولیان د زړه خطرناکه حمله راغلې وه، هغه یې روغتون ته یووړ، تر یوې میاشتې په ځانګړي مراقبت کې و، دغې یوې میاشتې جولیان له دننه بدل کړ، خپل ټول حقوقي شرکت یې ملګرو ته ډالۍ کړ، کور، خپله جزیره، جیټ الوتکه او ان فراري سور رنګی موټر یې هم خرڅ کړ!

له روغتونه په وتو له ښاره نادرکه شو، هغه چېرته لاړ؟ تر اوږدې مودې خلکو له یو بل پوښتنه کوله خو د جولیان په اړه هیچاته مالومات نه و، د وخت په تیریدو خلکو هغه هیر کړ، له دغې پېښې درې کاله وروسته جولیان ناڅاپه نیویارک ته راستون شو، خلک یې په لېدو هک پک شول، زوړ، ناروغ، غصه ناک او ستړی جولیان اوس له بڼې دیرش کلن ځوان مالومیده!

 په څېره کې یې سرخي، سترګې یې روښانه، وېښته یې طلايي، ملا یې چنګه، سینه یې لکه د ورزشکارانو راوتې، لاسونه یې سخت او پښې یې لکه د ډنګر اس غښتلې وې.

هغه اوس د ورځې لس کېلومټره منډه وهله، او په زرګونو زینو پورته کېدای شو،  اوسني جولیان له پخواني سره په بشپړ ډول توپیر درلود، ارام، سالم او ځواکمن، اوس خلک له هغه همدا پوښتي، دا تغیرات له کومه شول؟

جولیان وویل، کله چې په روغتون کې بستر شوم، نو ماته د خپل ژوند د جاج موکه په لاس راغله، هغه مهال مې له ځان وپوښتل جولیان،  ایا یواځې کار کول، پېسې پیدا کول او د تجملاتو راټولونه ژوند دی؟ او د ژوند بل نوم بوختیا، یواځېتوب، ناروغي ده؟

زما له داخل هیڅ ځواب رانغلو، ژوند او د ژوند مقصد مکمل سره مخالف دي، ماته په ځوانۍ کې یو چا ویلي و چې په هند کې بې شمیره جوګیان(فال بین) اوسي، هغوی سره د ارام او ډاډمن ژوند لپاره نسخې دي، ما د زړه حملې ته د وېښیدو یو زنګ فکر وکړ او پاتې عمر مې د ژوند اصلي هدف پسې هڅو ته وقف کړ، خپل ټول جایداد او ځمکه مې وپلورله او هند ته لاړم، د هند په مختلفو ښارونو راوګرځیدم او مشهورو جوګیانو (فال لیدونکو) تیرویستم خو د ارام ژوند هیڅ فارمول مې تر لاسه نه کړ، په تلو تلو کې سري نګر ته ورسیدم.

هلته په یو کوچني مندر کې یو جوګي اوسیده، ماته دا مالومه شوه چې دا جوګي هم زما په څېر یو نوموتی وکیل و، هغه هم زما غوندې یو ورځ له ژوند تنګ شو، وکالت یې پرېښود او د نجات او خلاصون په هڅه دغه مندر کې دېره شو، زه دې جوګي ته ورغلم، هغه ډېر بوډا شوی و، راته ویې ویل، د همالیه په اخري څوکو کې یوه قبیله اوسي دغو خلکو نجات موندلی دی.

دغو خلکو سره د ژوند داسې نسخې دي چې انسان په ظاهر او باطن کې بدلولی شي، جوګي وویل، زه ددې خلکو د موندلو لپاره تر دې ځایه راورسیدم، خو اوس د بوډاتوب له امله په غرونو نشم ختلی، ته هڅه وکړه، ښايي بریالی شې.

لاسونه مې بې حسه و، پاڅېدم او د غرونو پر لور لاړم، میاشتې مې د همالیا په غرونو کې سرګردانه تېرې کړې، باران، توپان، واورې، ځمکې ښویدنې راغلې، خو په شاه نشوم، څو هغې قبېلې ته ورسیدم!

له حکمت او کمال ډک خلک مې وموندل، په غرونو کې اوسیدل، خپله غټیدل، خپله روزي یې ځان ته پیدا کوله، نا چاته احتیاج و او نه یې پر چا کار درلود، د هغوی هر کس له سلو کلونو زیات ژوند درلود، خو زموږ له ځوانانو زیات چټک او هوښیار وو، زندګي یې په نظم او ترتیب برابره وه.

د شپې وختي خوب ته تلل او سهار څلور بجې وېښیدل، دوی له ذهني، جسمي او روحاني پلوه ډېر تکړه و، هیڅ ډول منفي سوچ ته یې په ذهن کې ځای نه ورکولو، که د چا فکر به منفي لوري ته لاړ، سمدلاسه به یې کنګل اوبو ته خیز کړ، تر هغې به په یخو اوبو کې و چې وجود به یې شینوالی پیدا کړ.

هغوی د سکوت یا خبرو نه کولو روژې هم نېولې، ټوله ورځ به یې خاموشه تېروله یو بل سره به یې خبرې نه کولې.

د هغوی باور داسې و، که انسان دروني سکون پیدا کړي، بهرنی سکون خپله راځي، جولیان وویل: ما درې کاله هغې قبېلې سره یو ځای تیر کړل، ما په دې موده کې له هغوی د ژوند اصلي کړنلاره زدکړه، څنګه ویده شو، څنګه پاڅو، له لمر او سپوږمۍ څنګه انرژي واخلو، ځنګل او غرونه ولې انسان ته ضروري دي، څه باید وخورو او له کومو شیانو پرهیز وکړو، موږ دا لنډ مهاله ژوند څنګه ګټور ګرځولی شو، دا یوه یوه شېبه څنګه کارولی شو او په خپل فکر څه ډول واکمن کیدای شو؟

ما له هغوی د ژوند تیرولو دا ټول ډولونه زدکړل، کله چې په هر څه پوه شوم نو هغوی ماته وویل، اوس هغه وخت دی چې ته خپلې ټولنې ته لاړ شې او خپلو خلکو ته د ارام او نیکمرغه ژوند تیرولو طرز وښيې، زه دې ته چمتو نه وم چې له هغه جنتي ژوند بېرته راوګرځم، خو هغوی په زور راتلو  ته اړ کړم.

جولیان مینټل له دې وروسته خپل ټول ژوند د خلکو د معنوي ، روحي او جسمي سلامتیا لپاره تیر کړل، هغه بیا په نیویاکر کې د یو امریکايي راهب په ډول پېژندل کېده.

د هغه په ژوند او ښوونو رابن شرما یو کتاب لیکلی، دا کتاب د ډېرو خرڅيدونکو کتابونو له ډلې دی.

دا د یو داسې کس کېسه ده چې د خپل نجات لپاره یې ان خپل فراري موټر هم وپلوره، هغه خلاصون وموند او تر اخري سلګۍ یې د نورو د خلاصون او نجات هڅه وکړه، هغه به ویل: تاسې پرېکړه کوی، ایا غواړئ ژوند وکړئ او که ژوند له تاسې سره ژوند وکړي؟

موږ ټول ژوند د جولیان مینټل په څیر حالاتو سره مخ یو د ژوند په یو مسیر منډې وهو او دې کوچني مسیر ته د ټولې زندګۍ په فکر ناست یو، قدرت زموږ نندارې ته ناست دی، سره له دې یې بیا هم پر موږ رحم راځي، کله د زیات مالي زیان، کله د پېښې، ځېنې وخت د راکړې ورکړې او کله هم د ناروغۍ په بڼه موږ ته ټکان راکوي.

قدرت ددغه شوک له لارې غواړي موږ د ژوند له کوچني مسیر رابیل او د ژوند له لوی بحر سره مو اشنا کړي، خو زموږ ‌ډیری خلک بیا دې ټکان ته یا د مصیبت او یا هم امتحان نوم ورکوي، خپل پخوانی لید لوری انتخاب وي او بیا ځلي پخوانیو ژورو ته ځان غورځوي، قدرت څه موده وروسته بل ټکان ورکوي، دا دویم د بیدارۍ زنګ دی، که انسان دې بلنې ته بیا هم سترګې خلاصې نه کړې، نور نو د هغه وار تیر دی او د هغه پر ځای الله تعالی بل کس د هغه ځای ته راولي.

که په نړۍ کې د ټولو بریالیو انسانانو ځانګړتیاوې وپلټل شي د جولیان مینټل په څېر له حوادثو تیر شوي، او د دوی د ژوند ټول مسیر یې تغیر کړی، له کوچني څاه راوتي او د ژوند په لوی سمندر ور ګډ شوي دي.

قدرت دا رحم یواځې په افرادو او یوې ډلې خلکو نه کوي، د ملتونو د بیدارۍ لپاره ورته ټکانونه ورکوي، د ناروغیو په خوریدو، اورلګېدنو، سیلابونو، سونامي او زلزلو سره ملتونو ته وايي: که غواړئ خپل نسلونه جوړ او سالم ووینئ، باید خپلو سیسټمونو کې ښه والی راولئ.


دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

مصیبتلنډه کیسهژباړه

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر