کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

سړه حلوا

د خټین او کوچني دوکان څنګ ته نوی ماډل لوکس موټر ناڅاپه برېک ونیوه، له پلنو ټایرونو یې دوړې پورته او د مازدیګر له زېړ بخونو وړانګو سره ملګرې شوې، په کوچنۍ برنډه ولاړو کسانو پزو او سترګو ته د څادرونو پیڅکې ونیولې او یو بل ته یې حیران حیران وکتل، یوه سپین رنګه او پلن د پاخه عمر خاوند د موټر مخکنۍ ښېښه ښکته کړه او پر ولاړو کسانو یې سلام واچوه، خو هېچا هم له غوسې ځواب ورنه کړ، لکه د هغه غږ یې چې هېڅ نه وي اورېدلی، سړی دا ځل ډبل ورمېږ را ویوست او په لوړ غږ یې پوښتل:

رسالت کلتوري مرکز۰
سړه حلوا cover

د خټین او کوچني دوکان څنګ ته نوی ماډل لوکس موټر ناڅاپه برېک ونیوه، له پلنو ټایرونو یې دوړې پورته او د مازدیګر له زېړ بخونو وړانګو سره ملګرې شوې، په کوچنۍ برنډه ولاړو کسانو پزو او سترګو ته د څادرونو پیڅکې ونیولې او یو بل ته یې حیران حیران وکتل، یوه سپین رنګه او پلن د پاخه عمر خاوند د موټر مخکنۍ ښېښه ښکته کړه او پر ولاړو کسانو یې سلام واچوه، خو هېچا هم له غوسې ځواب ورنه کړ، لکه د هغه غږ یې چې هېڅ نه وي اورېدلی، سړی دا ځل ډبل ورمېږ را ویوست او په لوړ غږ یې پوښتل:

ښاغلیو! ستاسې په دې محله کې کوم کس یوه اندازه سپینه ځمکه پلوري، د واټ پر غاړه مې اعلان ولوست، دا چېرته موقعیت لري؟

په برنډه دوو ولاړو کسانو یو بل ته وکتل، خو د دوی له ځواب ورکولو وړاندې له دوکانه یوه کس را غږ کړ

محترمه! لږ وړاندې ښي لاس ته وګرځه، له تنګې کوڅې تېر شه، کوچنی جومات مخې ته درځي، همدا اوس هلته د قران کریم ختم دی، د خلکو ګڼه ګوڼه ده، له همدې جومات سره له کوم چا پوښتنه وکړه، در وبه یې ښيي.

سړي خپل سپین او غوښن لاس د مننې په دود اوچت کړ او حرکت یې وکړ، د څنګ ښېښه یې همغسې ماته او ځوړنده وه، د موټر د بانټ یوه برخه یې ژوره او چیته ښکارېده، په سترګو یې کاغذي دستمال تېر کړ، خولې یې وچې کړې او بل سګرېټ یې روښانه کړ، له تنګې کوڅې په چټکې تېر شو، د جومات نه وړاندې میداني کې یې موټر څنګ ته ودراوه، را ښکته شو، مخامخ ورته یو ځوان په منډه راغی، له پتنوس څخه یې په پاستې کې تاو کړې حلوا را اوچته کړه او هغه ته یې ونیوله.

وبښه اجي یایب! همدا یوه پاتې ده، لږ سړه ده، بس ستا په قسمت کې به وه، دعا ورته کوه.

ټوله ورځ ستړې او سرګردانۍ وږی کړی و، په خوند یې یو کپ ورڅخه وکړ او ویې پوښتل

هلکه! لکه چې کوم کلیوال مو وفات شوی دی؟

هو، د خان ولي اکا کشری زوی نن سهار په ښار کې یوه ظالم په موټر وهلی و، هملته یې ساه ورکړې وه، خو موټروان خدای وهلی ورڅخه تښتېدلی دی.

ځوانکی په منډه د جومات په لور روان شو

د ولاړ کس په ستوني کې حلوا بنده شوه، وچ ټوخي واخیست، پاتې حلوا یې له پاستي سره لښتي ته ګوزار کړه او بېرته یې د موټر په خوا قدمونه ګړندي کړل.

استاد ګل الرحمن رحماني

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

داستاني ادبياتلنډه کيسهنثرمکيسه ګۍحکايتليکوال او شاعرد نثر ليکلو هنر

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر