کورپاڼهلیکنېافغانستانسیمهنړۍ
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
کلتورحقیقت موندنهټکنالوژي او اقتصاد
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
کورپاڼهلیکنې
ادب
ادب
لیکوالان او شاعران
کره کتنه
لنډې کیسې
شعر
هنر
افغانستانسیمهنړۍکلتورحقیقت موندنهساینس او ټکنالوژي
ګالري
تصویرونه
ویډیوګانې
لټون
رسالتد فکر او هویت سنګر

رسالت یو غیر انتفاعي کلتوري آرشیف دی چې د میراث ساتنې او شریکولو ته ځانګړی شوی دی

د ژورنال ګډون وکړئ

وپلټئ

  • لیکنې
  • ادب
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • کلتور
  • حقیقت موندنه

اړیکه

  • زموږ په اړه
  • اړیکه
  • لیکوالان

© 2026 رسالت. ټول حقوق خوندي دي.

د کلتور لپاره په مینه جوړ شوی.

ادبیات

شاعرانه تعلي او قام قبيله

شاعرانه تعلي يعنې په شاعرۍ کې ځان تر نورو لوړ او عالي ګڼل يوه زړه راښکونکې موضوع ده چې نفسياتي او کلتوري دوه زاويې يې ځانګړې توجو غواړي. يو دا چې په مغربي شاعرۍ کې تعلي د نشت برابره ده خو په مشرقي شاعرۍ کې پريمانه ده.

رسالت کلتوري مرکز۱۶
شاعرانه تعلي او قام قبيله cover

شاعرانه تعلي يعنې په شاعرۍ کې ځان تر نورو لوړ او عالي ګڼل يوه زړه راښکونکې موضوع ده چې نفسياتي او کلتوري دوه زاويې يې ځانګړې توجو غواړي. يو دا چې په مغربي شاعرۍ کې تعلي د نشت برابره ده خو په مشرقي شاعرۍ کې پريمانه ده. دويم دا چې په مشرقي شاعرۍ کې هم په کلاسيک دوره کې تعلي زياته او په نوې دوره کې کمه ده.

په مشرقي شاعرۍ کې هم چې پښتو ته راشو نو د تعلي څو بيلابيلو اړخونو سره مخ کيږو. يو دا چې شاعر تعلي د ذات کوي يعنې خپل شخصيت د نورو نه عالي ګڼي. دويم دا چې شاعر تعلي د فن او هنر کوي يعنې خپله شاعري نورو نه عالي ګڼي. دغه دويم اړخ يې زيات غالب دی خو زه د دغو دواړو اړخونو نه علاوه دريم اړخ ته اشاره کول غواړم او هغه دا چې شاعر په شعر او هنر کې خپله قبيله تر نورو عالي ګڼي چې څو مثالونه يې راوړو.

خوشحال بابا وايي

سل سړبني دې تر دا يو غزل زاريږه

نن چې دا پښتو ده کرلاڼي خوشحال وييلې

يعنې په شعر کې خپله کرلاڼي قبيله د سړبني قبيلې نه عالي ګڼلی شوې ده

رحمان بابا بيا خپله سړبني قبيله د کرلاڼي نه عالي ګڼي او وايي

يو خوشحال يو کم سل خټکه نور په طبيعت کښې

ځار شه د رحمان سړبني له يوه فرده

کامګار خټک بيا د خټکو په مقابله کې غوري او خښي يعنې غورياخيل او يوسفزي د خپل شعر په مخکې کم ګڼي او وايي

هسې در کامګار خټک نه دي پئيلي

چې غوري خښي به غوږ ځنې ډک نه کا

صديق بيا خوشحال بابا او رحمان بابا په شعر او هنر کې له ځانه کم ګڼي خو نوم يې د قبيلو اخلي- وايي

سړبن کرلاڼی دواړه پښتانه هم

دا وينا د هيڅ يوه په کتاب نشته

حميد بابا بيا دومره کړې ده چې د نورو قبيلو نوم يې نه دی اخستی خو خپل شعر د خپلو سړبنو وياړ يادوي

د حميد د ساده شعر کمال ګوره

چې شمله شوه د تمام سړبني

شاعرانه تعلي چې د دې نه هم يو قدم وړاندې لاړه شي نو بيا د خپلو قبيلو په ځاې د بهرنو قامونو او او پر مخ تللو ژبو سره شاعر د خپلې ژبې د شاعرۍ تعلي کوي- کله د کوم ځانګړي شاعر نوم اخلي او کله د مجموعي ژبې يادونه کوي- لکه رحمان بابا چې وايي

په پښتو کې رحمان ووې

په فارسۍ کې سنايي

يا خوشحال بابا وايي

په وزن په مضمون په نزاکت هم په تشبيه کې

پښتو وييل مې عين تر فارسي دي رسولي

د خوشحال بابا دغسې نور شعرونه هم شته چې پکې تر فارسۍ هم ځان عالي بولي

د اردو مرزا غالب خو بيا د تعلي په وخت ځان قبيله قام او ژبه څه چې ټوله دنيا يادوي- وايي

هين اور بهی دنيا مين سخنور بهت اچهے

کهتے هين که غالب کا هے انداز بيان اور

د پښتو نه علاوه په يوه ژبه کې هم د قام قبيلې دومره په غټه پيمانه تعلي نشته، دا ولې؟ په دې ولې زه فلحال تبصره نه کوم ځکه چې د دې پوسټ مقصد مې د زلمو څيړونکيو دې لور ته متوجو کول دي چې پراخې څيړنې پرې وکړي په څانګړي ډول هغه څيړونکي چې د نفسياتو او کلتور ښه پوهه او مطالعه لري-- شايد زه هم پرې چرته کوم مفصل ليک وکړم.

ډاکټر حنيف خليل

دا مطلب شریک کړئ

کلیدي ټکي

شاعرانه تعليپښتانه شاعرانشاعر او ليکوالکتابغزلشعر او هنرپښتو ادبيات

د لیکوال په اړه

رسالت کلتوري مرکز

ر