ستا حنجره د سرو زرو کان دی او ته پر سړک سوال کوې، تاته شرم پکار دی!
دا هغه دوه لنډې او توندې جملې وې چې د سړک پر سر ولاړ سوالګر تقدیر یې بدل کړ، خو هغه کوم عام کس نه و، دا یو څوک و، ټیډ ویلیم
ټیډ ویلیم په ۱۹۵۷ کال د نیویارک په بروکلین سیمه کې پیدا او غنمرنګه امریکايي و.
د زدکړو بهیر یې ګډوډ و، درې کاله یې په پوځ کې تیر کړل، له هغه ځایه د وتلو وروسته یې د غږ جوړونې/تمثیل ښوونځي کې ځان شامل کړ.
خدای هغه ته یو ښکلی اواز ورکړی و او ښوونځي کې یې نور هم غږ زړه راښکونکی شو.
هغه عصر د راډیو و، د غږ نړۍ کار کوونکي کسان د هغه دور اتلان وو.
د ټیډ ویلیم د غږ جادو تر مائیکروفون ورسیده او په ۱۹۷۱ کې د کولمبس مشهوره راډیو( ډبلیو وي کي او) د شپې په برخه کې ورته کار پیدا او ورو ورو مشهور شو.
د ځوانۍ په عمر کې مشهورتیا د الله ځانګړی کرم وي خو دا په عین حال کې یو ازمایښت هم وي چې ډیر کم خلک پکې بریالي کیږي.
ټیډ ویلیم همداسې و، هغه په پیل کې په الکولو روږدی شو او بیا یې نورو نشهیي توکو ته مخه کړه، دا یو منل شوی حقیقت دی چې اعتیاد او کار، نشه يي توکي او عادي ژوند څنګ په څنګ دوام نه شي کولی.
د جادویي غږ درلودونکي ټیډ ویلیم په ژوند کې هغه شپه هم راغله چې په خمار حالت کې راډیو ته په رسیدو یې د منفکۍ کاغذ تر لاسه کړ.
ویلیم اوس بې دندې و، کمې پیسې ور سره وې چې ډېرې زر خلاصې شوې، د کور خاوند ځواب کړ او له بانک هم پوروړی شو.
بده ورځ دوست نه لري، ملګرو او خپلوانو ورسره اړېکې پرې کړې او هغه اوس د واټونو پر غاړو ګرځیدو.
له یوېخوا بېکاري او له بل لوري د نشې نه پوره کېدونکې غوښتنه دوه هغه اړتیاوې وې چې ټیډ ویلیم یې ډیر زر د جرمونو په نړۍ ور ګډ کړ.
هغه په لومړیو کې خس دوز و خو له لږ ځنډ وروسته په یو خطرناک بدمعاش بدل شو، اوه ځله ونیول شو او سزا یې ولیده، تر دې چې د ځان ساتلو لپاره یې تر ټولو اسانه لار نورو ته لاس غځول وګڼل.
ټیډ ویلیم به د سړک پر غاړه ورځ تېروله او دا یې د خوب ځای هم و، خلکو ته به یې لاس اوږدوه او له دې لارې به یې د خېټې او نشې دواړو غوښتنې پوره کولې، ژوند د یو ویروونکي پای پر لور روان و خو ۲۰۱۰ کال ډسمبر اخرې اونۍ وه چې ډورل چینووت د ټیډ ویلیم تیاره ژوند کې لکه د سباوون یو څرک راښکاره شو.
ډورل فلم اخېستونکی و، هغو ورځو کې ویب سایټ پر دودیزې خبریالي سیوری غوړولی و، ټولنیزو رسنیو خال خال کار پيل کړی و، دورال اوهایو ایالت کې د کلمبس ډسپيچ سره د عکس اخېستونکي په توګه کار کولو، خبرونه به یې په اخبارونو کې هم نشریدل، ویډیوګانو او اډیو ته یې هم د خلکو لاسرسی اسانه و.
یو تصادف و، ټیډ ویلیم د ټرافیکي اشارې په مهال ولاړو موټرونو کې ناستو خلکو ته لاس نیولی و چې د ډورل کامرې سترګه ورته برابره شوه خو عکاس د سوالګر له شالید هیڅ نه و خبر.
د سوالګر په غږ کې یوې ځانګړې موسیقۍ د عکس اخېستونکي توجه جلب او هغه یې په خبرو کولو مجبور کړ، خبریال پوښتنې کولې، حالاتو او برخلیک وژلي ټيډ ویلیم ځوابونه ورکول.
کېسې د ډورل زړه ولړزولو، کامره یې راووېسته او ثبت یې شروع کړ، داستان وحشتناک و، څنګه یو ستوری راختلو سره مات او د اسمان له کنارو را پریوت؟
کېسه رښتیا هم ډېره زړه بوږنوونکې وه، ډورل په اخر کې د ټیډ ولیم جادویي غږ هم ثبت کړ، مرکې په خلاصیدو یې ورته وویل: ستا حنجره د سرو زرو ده او ته پر سړک ګدایۍ ته ولاړ یې، تاته شرم پکار دی!
دغه کلمات د ټیډ ویلیم پر زړه لکه د غشي ولګیدل، سر یې تاو شو او د پياده رو څنډې ته په ناسته یې د خپل ژوند د بدلولو پرېکړه وکړه.
ډورل د ټیډ ویلیم مرکه او داستان د ۲۰۱۱ جنوري په درېیمه په ویب سایټ خپور کړ، کېسې په ټوله امریکا کې غوغا خپره کړه، پر ویلیم د مرکو لپاره وخت نه و، ګڼو ادارو ورته د کار وړاندیزونه ورکړل او یوځل بیا طلايي حنجره د غږ نړۍ ته ور وګرځېده.
د کار دویم پړاو په پيل کې بیا هم څو ځله نشې ته لاړ، خو یو غیبي لاس و چې هغه به یې د پاڼ له سره بیرته کشولو تر هغې چې د طلايي غږ په نوم مشهور شو.
ټیډویلیم اوس هم ژوندی دی او په امریکا کې د ګولډن وائس شو په نوم نمایش مخته وړي.
نشه يي توکو کارونې سره د ټیډ ویلیم وجود پوده شوی، په لیدو کې لکه سکلیټ ښکاري، له خولې راوتي غاښونو د هغه بدرنګې نوره هم زیاته وي
هغه اوس په تګ راتګ کې ستونزې لري، خو قدرت د هغه غږ ته ورکړی زړه راښکون په خپل حالت ساتلی، دا د ټیډ ویلیم طلايي حنجره ده چې بې شمېره فلمونو او اعلاناتو ته یې ډالۍ کړ، ګڼو شخصیتونو غږونه یې دوبله کړل، اوس خوشحاله ژوند کوي او د سړک غاړې پرونی سوالګر د نن میلیونر دی.
ددې کېسې ټوله موخه دا ده چې خالق خپل هر بنده ته یوه ځانګړتیا ورکړې خو ډېر کم خلک دي چې د خپلو خداداد نعمتونو په قدر پوه دي، ټیډ ویلیم په خپل غږ د شهرت تر هسکو ورسید خو د شکر پر ځای ترې ناشکرې وشوه، ذلیل شو دومره چې د خدای په دې لویه ځمکه یې د سرپنا ځای هم پیدا نه کړ، د واټونو پر سر یې نورو ته په لاسنیوي کلونه تیر کړل
دا کېسه موږ ته راښيي که غواړو خپل تیر ته وروګرځو نو باید همغه شغل او مهارت چې موږ یې راپيدا کړو، بیرته ترلاسه او په دې ډول د خپلې بیدارۍ ورک ادرس غیږې ته ځانونه وسپارو، خدای د رحم په تکرار کې سیال نه لري.
پای
جاوید چودري/ ژباړه او زیاتونه ببرک دروېش
