د خپلې شاعرۍ په اړه د شاعرانو منفي ليد
داسې ډېر شاعران پېژنم چې د شعر هر بيت يې شاهکار وي خو چې سټيج ته ودريږي نو وبه وايي: والله زه خو ځانته شاعر هم نشم ويلی. شاعر نه يم. هسې د شعر په نوم کرښې کاږم. زما شعر دومره نه دی او داسې ډېرې نورې... جملې.
يوه ملګري مې راته کړل: په مشاعرو، ادبي بنډارونو او پروګرامونو کې له ډېرو داسې شاعرانو سره مخ شوی يم چې د خپل شعر په اړه مثبت نه غږيږي. ځان شاعر نه ګڼي او خپل شعر د شعر په نوم صرف تورې کړې کرښې بولي.
داسې ډېر شاعران پېژنم چې د شعر هر بيت يې شاهکار وي خو چې سټيج ته ودريږي نو وبه وايي: والله زه خو ځانته شاعر هم نشم ويلی. شاعر نه يم. هسې د شعر په نوم کرښې کاږم. زما شعر دومره نه دی او داسې ډېرې نورې... جملې.
اوس پوښتنه دا پيدا کيږي چې هغه څوک چې د ټولنې سترګې او ژبه بلل کيږي؛ هغه څوک چې د بلې هرې ډلې په پرتله ډېر د خلکو د عقل، احساساتو او عواطفو واګې په لاس کې لري، عالم او ژبور بلل کيږي؛ ولې د ځان او خپلو شعرونو په اړه منفي لوری نيسي؟
ورته مې کړل: ځواب يې ساده نه دی، ځکه د شاعرانو مزاج، غوښتنو، ذوق او شخصيت سره مستقيمه اړيکه لري.
هيڅ يو شاعر له فکري او علمي اړخه کمزوری نه دی او دليل دا دی چې که شعر اسانه او د تر ټولو د حساسو کسانو کار نه وای، د ټولنې هر يو کس به شاعر و. هر چاته به شاعر ويل کېده.
وګورئ! په ټولنه کې مو څومره استادان، ډاکتران، انجينران او د نورو څانګو لارويان او پوهان ژوند کوي خو ايا کله مو فکر کړی چې ولې ورته څوک د ټولنې سترګې او ژبه نه وايي؟
دا هم د شاعر د پټې وړتيا ښکارندويې کوي.
شاعران د بشري عاطفې او انسانيت الګوګانې دي. دوی هغه په ژوند او انسان مَينه ډله ده، چې په جار د بشري ښکلا او د انسان رسالت په ډاګه کوي. لکه د غني خان بابا دا بيت
د مذهب بنياد پرستو د انسان خونريزي بند کړئ
لوی مذهب انسانيت دی محبت لویه سجده ده
هو، په ياد ولرئ چې دا دريځ يې له خدای او د منلو مذهبي ارزښتونو سره د فاصلې په معنا نه دی، بلکې لکه د دوی شعرونه چې ويدې جذبې وېښوي، همداسې په خدای هم ګران دي. د ثبوت لپاره يې د پيرمحمد کاروان صاحب په دې بيت کې د خدای او شاعر ترمنځ د اړيکې انځور وګورئ!
د ريا ذاهدان سپي د دوزخونو
شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي
شاعران که خپل شعر کمزوری بولي دا يې ناپوهي، کم جرائتي او په ځان د باور نه لرلو په معنا نه دي، بلکې شاعران زړور او د کمترۍ احساس له سيوري لرې دي.
که شاعر ډارن او په ځان بې باوره وي، بيا خو هيڅکله نه د خپل زړه، نه د خلکو خبرې کولی شي او نه نورو ته ډاډ ورکولی شي.
انسانان په ټوله کې د بېلابېلو غوښتنو او علايقو لرونکي دي خو که شاعران مدنظر ونيول شي، ډېر يې په مينه مين، ژوند پرست، خاموش مزاجه، عاجزي خوښونکي، د ډېوې خاصيت لرونکي او منونکي دي، نو همدې ځانګړنو ته پام ويلی شم چې که کوم شاعر د ځان او خپل شعر په اړه منفي ليد سره را مخته کيږي دا يې کمزوري نه، بلکې عاجزي او خپله لويي نندارې ته وړاندې کوي.
بخت جمال کريمي
