خاطره لیکنه
خاطره لیکنه یادښت لیکنه نه ده، ځکه د یادښتونو لیکل جلا ژبه او سبک غواړي، خاطره د یو څه په اړه زموږ انفرادي لیدلوری دی، ژبه یې هم ډېره هنري – داستاني او انځوریزه ده، خو یادښتونه کېدی شي ټولنیزې تجربې را ونغاړي، خاطره پر پېښه ولاړه وي، خو یادښت تل پر پېښه نه وي ولاړ، په مشخص زمان کې قید وي، ټولنیز لیدلوری ولري، تاریخي او سیاسي مسایل راونغاړي، په غیر داستاني سبک لیکل شوي وي، ممکن له زمانې تسلسل څخه برخمن وي.
خاطره لیکنه له پخوا د لیکوالۍ په دونیا کې دود ده او په هغو ټولنو کې زیات لوستونکي لري چې په ژوند کې د نورو له تجربو څخه د ګټه اخیستنې له ذوق او هنر څخه برخمن وي. په پښتو ادبیاتو کې هم خاطره لیکنه او لوستنه زیات مینه وال لري، چې ځینو ورته د «ځان پېښې» ترکیبي نوم هم کارولی دی. د ژوند هغو مهمو یا جالبو پېښو او شېبو ته ویل کېږي، چې زموږ په خاطر یا زړه کې تلپاتې والی مومي، د مشابه پېښو په رامنځته کېدو بیا بیا ور په یادېږي او د زماني یا مکاني فاصلو او بدلون سربېره هم د چا له یاده نه وځي او وروسته دا انګیزه ورکوي چې باید له نورو سره یې هم شریکه کړي.
خاطره لیکنه یادښت لیکنه نه ده، ځکه د یادښتونو لیکل جلا ژبه او سبک غواړي، خاطره د یو څه په اړه زموږ انفرادي لیدلوری دی، ژبه یې هم ډېره هنري – داستاني او انځوریزه ده، خو یادښتونه کېدی شي ټولنیزې تجربې را ونغاړي، خاطره پر پېښه ولاړه وي، خو یادښت تل پر پېښه نه وي ولاړ، په مشخص زمان کې قید وي، ټولنیز لیدلوری ولري، تاریخي او سیاسي مسایل راونغاړي، په غیر داستاني سبک لیکل شوي وي، ممکن له زمانې تسلسل څخه برخمن وي.
له یونلیک لیکنې سره هم د خاطرو بېلوالي ته پام اړین دی، ځکه یونلیک د سفر د پیل او پای بشپړ ثبت دی، دایروي جوړښت وي، خاطره بیا د یوې ځانګړې پېښې ثبت دی، د یوې پېښې انفرادي انعکاس دی، خو یونلیک پر خپل هر دم او قدم د پېښو اغېز دی، کېدای شي د یونلیک په زړه کې ګڼې ځان پېښې هم موجودې وي. ځینو لیکوالو له خاطره لیکنې سره د خاطره لیکنې ژانر کلمه هم راوړي، چې ژانر ویل به ورته د تامل وړ خبره وي، ځکه دا د یوې نثري او هنري محتوا نوم دی، په بل عبارت کوم مشخص فورم یا چوکاټ ورته نه شو ټاکلی. ددې لپاره چې کره او غوره خاطرې ولیکو، څو ټکو ته اشاره اړینه ده:
د پېښې طبیعي والی: لکه وړاندې مو چې وویل خاطره پر پېښه را څرخېږي او یادښت د پېښې په اړه ټولنیز لیدلوری دی؛ نو اړینه ده چې یوه داسې پېښه رامنځته شي چې د ثبت وړ وي او د نورو خاطر ته په طبیعي ډول ولوېږي، یاني مصنوعي نه وي.
واقیعت او حقیقت : ځینې خاطره لیکونکی په لوی لاس ځانونه د خیالي پېښو اتلان او فعال کرکټرونه را معرفي کوي، خو خاطره هغه وخت زړه راښکون مومي چې پر واقعیت او حقیقت ولاړه وي، د رښتینې حادثې یا پېښې خاطره لیکنه لوستونکي ته درناوی دی.
شخصي حریم: ممکن په خاطرو کې زموږ ملګري، همکاران، خپلوان او نور خلک را شریک وي، تاسې غواړی چې د خپل ژوند یوه خاطره ولیکئ، خو هغه کس چې له تاسې سره په خاطره کې شریک دی، که ونه غواړي چې یاد وشي، بیا ښه ده چې ډډه ورڅخه وشي او د هغه شخصي حریم ته درناوی وشي.
پیغامونه او روزنیز اړخونه : خاطره یوازې د ځان ښوودنې او شخصي لید ژبه نه ده، لوستونکی ددې لپاره زموږ خاطرې لولي چې له یوې خوا موږ ښه وپېژني او له بلې خوا د ژوند هغه غوټې پرانېزي چې وړاندې ورسره موږ مخ شوي یوو. لوستونکي ته باید جلا پیغامونه ورکړي، ویې روزي او په ژوند کې د تصمیم نیولو تاکتیک ور زده کړي.
هنري او انځوریزه ژبه: د خاطرو ژبه باید هنري او اونځوریزه وي، ځکه چې وچې کلکې خبرې ډېرې شوې، عمومي او وچه کلکه ژبه پر لوستونکي بېرته هغه شېبې نه شي کتلی چې زموږ په ذهن کې را پاتې دي او نن غواړو راتلونکو نسلونو ته یې ثبت کړو.
د ځایزمان (زمان او مکان) اغېزې : انسان د زمان او مکان په غېږ کې راګیر دی، په خاطره لیکنه کې کله لیکونکی پر زمان اغېز لري او کله کله بیا د زمان تر اغېز لاندې وي. ځای زمان ته کره پاملرنه پېښه او معلومات کره کوي.
منطقي تسلسل: ځینې لیکوال یوازې په یوه خاطره بسنه نه کوي، تسلسل لري، دلته غوره دا ده چې منطقي تسلسل ورکړي، د لوستونکي په اند ممکنې ښکاره شي، لوستونکی را پورې ونه خاندي.
مسلکي اړخونه: په خاطره لیکنه کې له مسلکي اړخونو څخه موخه دا ده چې خاطره لیکونکی باید د خپل مسلکی ژوند ځینو هغو پېښو ته لا ډېره پاملرنه وکړي چې دده له مسلک سره تړاو لري، یو ډاکټر خپلې طبي ځان پېښې ښې لیکلی شي، ښوونکی خپلې او سیاستوال خپلې. پر مسلکي اړخونو زیات تمرکز د خاطرو معلوماتي اړخ هم پیاوړی کوي.
مستند والی: په ځینو خاطرو کې ابهامونه موجود وي، په ممکن، شاید، فکر کوم، که مې خدای غاړه نه بندوی، لکه چې او... استناد شوی وی، خو غوره دا ده چې خاطره مستند اړخ هم ولري، ځکه زموږ په ځینو خاطرو کې، چې موږ یې فردي اړخه ګورو، ځینې اجتماعي شریکان هم په کلي تصویر کې څاري. د خاطرې پای کې د لیکلو د نېټې راوړل یا ثبت هم غوره کار دی.
جالب نوم: ځینې خاطره لیکوال خپلو خاطرو ته نوم هم ورکوي، سره ددې چې ګڼ نورو بیا خاطرې په ځانګړي نوم نه ثبتوي، غوره به دا وي چې خاطرې په جالبو او زړه را ښکوونکو نومونو ولیکل شي چې هم یې لیکوال او هم لوستونکي ته بل وخت موندل اسانه وي او د لوستونکي پام جلب کړي.
ليکوال: استاد ګل الرحمن رحماني
